سپورټ

د نړۍ نامتو فوټبالر رونالډو په کورونا اخته شوی

لیکنه: محمدصابر حمیدي د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او یوونټوس کلب تکړه او نامتو لوبغاړی کریسټیانو رونالډو په کورونا ویروس اخته شوی، چې له امله یې د فوټبال مهمې سیالۍ له لاسه ورکړې. رونالډو د خپلې ملې لوبډلې سره په هیوادنیو لوبو بوخت وو، چې پرون سې شنبه یې د کورونا پایله مثبته وخته او د قرنطین په موخه یې خپله لوبډله پرېښودله. د ریپوټونو په اساس رونالډو اړ دی، چې ۱۴ ورځې … نور ولولئ
سپورټ

ګېل تمرینونو ته راګرځېدلی؛ پنجاب لوبډله وايي سبانۍ لوبه کې یې لوبوو

لیکنه: محمدصابر حمیدي د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ ملې لوبډلې پخوانی او په آی پي ایل سیالیو کې د کینګز الیون پنجاب لوبډلې اوسنی نامتو لوبغاړی کریس ګېل تمرینونو ته راګرځېدلی او زیات امکان لري، چې پنجاب لوبډله یې په راتلونکې لوبه کې ولوبوي. کینګز الیون پنجاب لوبډلې پر خپلو رسمي پاڼو د یوه راپور په خپرولو سره ویلې، چې تر بسترېدو وروسته کریس ګېل په پوره ډول روغ شوی او د دوشنبې په … نور ولولئ
سپورټ

د IPL جدول او د دې لیګ مخکښ توپوهونکي او توپ‌اچونکي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هند آی پي ایل سیالیو ۱۳م پړاو د تېرې اګسټ میاشتې په ۱۹مه نېټه د اتو لوبډلو ترمنځ پيل شو، چې تر دې دمه یې د لومړي پړاو ۲۷ لوبې ترسره شوي دي. موږ په دې لیکنه کې د آی پي ایل سیالیو مخکښې لوبډلې، مخکښ توپوهونکي او مخکښ توپ‌اچونکي درپېژنو. مخکښې لوبډلې ۱ـ ممبي انډینز                ۷سیالۍ یې کړي             ۵یې ګټلې          ۱۰ نمرې لري … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبغاړي راشدخان یو ځلې بیا په زړه‌پورې توپ‌اچونه وکړه

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هند آی پي ایل سیالیو په ۲۲مه لوبه کې پرون کینګز الیون پنجاب او سنرایزر حیدراباد کرکټ لوبډلې یو د بل په وړاندې ولوبېدې، چې سنرایزرحیدراباد لوبډلې په ۶۹ منډو توپیر کینګز الیون پنجاب لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه. د یادې لوبې حال لومړی توپوهنه حیدراباد لوبډلې وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۱ منډې جوړې کړې او سیالي لوبډلې ته یې د … نور ولولئ
سپورټ

د پنجاب روزونکی: مجیب او ګېل ته دي چانس ورکړل شي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د کینګز الیون پنجاب لوبډلې د توپوهنې روزونکي وسیم جعفر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، کینګز الیون پنجاب لوبډلې مخکینۍ لوبې ځکه وبایللې، چې مجیب ځدران او کریس ګېل یې ونه لوبوله. وسیم جعفر ویلې، دا لوبډله باید د آی پي ایل سیالیو په راتلونکو لوبو کې دې دوو نامتو لوبغاړو ته حتمن چانس ورکړي. هغه ویلي، که پنجاب لوبډله غواړې چې د خپلو ماتو مخه ونیسې نو ژر تر ژره … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ یو لوبغالی د نجیب تره‌کي په نوم ونومول شو

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ننګرهار د بهسودو کرکټ لوبغالی د نجیب تره‌کي په نوم ونومول شو. افغان کرکټ بورډ په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلې، د بورډ مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، دا چې نجیب ترکی د ټولو هېوادوالو لپاره د یوه اتل مقام لري او همېشه یې د خپل هېواد بیرغ ځلولی؛ د ننګرهار د بهسودو کرکټ لوبغالی د هغه په نوم ونومول شو. یاده خبرپاڼه کې … نور ولولئ
سپورټ

د نجيب الله ترکې لوبو ته لنډه کتنه

خبريال: مدثر دعوت افغان کريکټر نجيب الله ترکی د ۲۹ کلونو په عمر وفات سو. نجيب الله ترکي د نو اکتوبر په دويمه نېټه د ټکر له امله سخت ژوبل سو چې د مرګ تر وخته لاهم په کوما کې وو. که څه هم د نوموړي د روغتيا او درملنې په اړه افغان کريکټ بورډ او ډاکترانو ډاډ ورکوی، خو نور يې د حق داعي ته لبيک ووايه. نجيب الله ترکي خپله وروستۍ لوبې په … نور ولولئ
رسنۍ

افغان اتل سمېع فيضي د ايټالوي سيال په وړاندې

خبريال: مدثر دعوت د فري فايټ سياليو افغان اتل د خپل ايټالوي سيال په وړاندي لوبه کوي. د کرونا وېروس د خپرېدو سره سم په نړيواله کچه ورزش په ټپه ودرېدی او هيڅ ډول سيالۍ نه ترسره کېدلې،خو دا چې اوس دا وبا د کمزورۍ په حال کې ده يا هم په ځينو هيوادونو کې بيخي له منځه تللې نو د فري فايټ لوبو ته هم اجازه ورکړل سوې. افغان مشهوره اتل عبدالسمېع فيضي چې … نور ولولئ
سپورټ

ډوهني؛ هغه لوبغاړی چې په IPL کې یې تر ټولو زیاتې لوبې کړي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې پخوانی نامتو لوبغاړی او لوبډلمشر مهندرا سینګ ډوهني د هند په کورنیو تجارتي سیالیو کې تر نورو ټولو لوبغاړو زیاتې سیالۍ ترسره کړې دي. ډوهني په آی پي ایل سیالیو کې ۱۹۴ لوبې ترسره کړې دي او وروستۍ ۱۹۴یمه لوبه یې پرون د سنرایزر حیدراباد په وړاندې ترسره کړه. تر دې مخکې په دې لیګ کې د ډېرو لوبو کولو لومړي ځای کې د هند سوریش … نور ولولئ
سپورټ

د حیدراباد دویمه بریا؛ راشد پکې بیا غوره توپ‌اچونه وکړه

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هند آی پي ایل سیالیو په ۱۴مه لوبه کې تېره شپه سنرایزر حیدراباد او چینای سوپر کینګز لوبډلې یو د بل په وړاندې ولوبېدې، چې پکې حیدراباد په ۷ منډو چینای ته ماتې ورکړه.  د یادې لوبې حال لومړی توپوهنه حیدراباد لوبډلې وکړه، چې په ټاکلو شلو آورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۴ منډې وکړې او چینای ته یې د ۱۶۵ منډو هدف وټاکی. حیدراباد ته پریام … نور ولولئ