سپورټ

ویراټ‌کوهلي: موږ په یوه اتفاق مخ پر وړاندې ځو

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې او د دې هیواد د کرکټ په ستر تجارتي لیګ آی پي ایل کې د ګډونوالې لوبډلې رویال چلینجرز بنلګور لوبډلمشر ویراټ کوهلي وايي، موږ په یوه اتفاق مخ پر وړاندې ځو. ویراټ کوهلي پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې پوسټ کړی او ویلې یې دي، چې آی پي ایل سیالیو کې به د بنګلور لوبډلې ټول لوبغاړي په یوه اتفاق او یووالي سره پر مخ ولاړ شي. … نور ولولئ
سپورټ

محمدسراج داسې کارنامه وکړه، چې د IPL په تاریخ کې نه وه شوې

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هند آی پي ایل سیالیو په ۳۹مه لوبه کې پرون چهارشنبه د رویال چلینجرز بنګلور لوبډلې مسلمان لوبغاړي محمدسراج د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې په وړاندې په زړه پورې توپ‌اچونه وکړه، چې په مټ یې خپله لوبډله بریا ته ورسوله. هغه په پرونۍ لوبه کې څلور اورونه وکړل، د کلکتې درې مهم لوبغاړي یې وسوځول او یوازې یې ۸ منډې ورکړې، چې خورا اقتصادي توپ‌اچونه یې ترسره کړه. د سراج کارنامه … نور ولولئ
په زړه پورې

بنګله‌دېشۍ ښځینه کرکټ لوبغاړې د ناوېتوب په جامو کې پِیچ ته راوتلې

د بنګله دېش د ښځينه کرکټ ټیم لوبغاړې “سنجیده اسلام” خپل ​​واده په ځانګړي انداز کې وکړ. دا واده په ټولنیزو رسنیو ښه ډېر خپور شو. اوس په ټوله نړۍ کې نوي واده شوې جوړې په دې هڅه کې دي او غوره ګڼي، چې د دوی د واده لمانځل دې تر ټولو ګران او غیرمعمولي وښودل شي، په داسې حال کې چې د واده ځای/موقعیت ته هم خورا ډېر اهمیت ورکول کېږي، نو ځکه د … نور ولولئ
سپورټ

شکرداوان پنځم لوبغاړی شو، چې IPL کې ۵ زره منډې جوړوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې او د دې هیواد په کورنیو تجارتي سیالیو آی پي ایل کې د ګډونوالې لوبډلې(ډهلي کپیټلز) تکړه او نامتو لوبغاړی شکرداوان پنځم لوبغاړی شو، چې د آی پي ایل په ټولو ترسره کړو پړاونو کې یې خپلې منډې تر ۵ زره واړولې. هغه د آی پي ایل د روان لیګ په ۳۸مه لوبه کې پرون ۱۰۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او په یاد لیګ کې یې … نور ولولئ
سپورټ

محمدنبي یوځلې بیا د میلبورن لوبډلې سره د لوبېدو تړون وکړ

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل د اسټرالیا په کورنیو تجارتي سیالیو کې د لوبېدو په موخه یوځلې بیا د میلبورن رینیګیډز لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ. میلبورن لوبډلې پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې د دې خبر تایید کړی او افغان لوبغاړي نبي عیسی خېل ته یې د یوه پوسټ له لاري بیا ښه راغلاست ویلی. یادې لوبډلې د ښه راغلاست ترڅنګ لیکلې، چې دا په … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د چینای لوبډلې زاړه لوبغاړي او د لوبډلې ځوړ

د آی‌پي‌اېل سیالیو په دوام سږ کال د چینای لوبډله له ځوړ سره مخ ده او بالاخره د نومرو په جدول کې وروستي ځای ته لوېدلې ده. دې لوبډلې ټولې لس لوبې کړي او ۷ یې بایللي دي. اوس ډېری کرکټ مینوال وایي چې د دغې لوبډلې ډېری لوبغاړي زاړه دي او له همدې امله نشي کولای چې له انرژۍ ډکه لوبه نندارې ته وړاندې کړي. ښه بېلګه یې ډوني یادوي، چې د حیدراباد خلاف … نور ولولئ
سپورټ

د سریلانکا لیګ؛ تر دې دمه پکې دوه افغان لوبغاړي اخیستل شوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د سریلانکا هیواد د کرکټ کورنیو تجارتي سیالیو ته د لوبغاړو رانیولو پروسه روانه ده، چې تر دې دمه پکې دوه افغان لوبغاړي بیلابیلو لوبډلو ځانته اخیستي دي. دا دوه افغان لوبغاړي حضرت‌الله ځاځی او نوین‌الحق دي، چې حضرت‌الله ځاځی ګېلي ګلډیټرز لوبډلې او نوین‌الحق بیا کینډي ټوسکرز لوبډلې واخیست. د دې دوو تنو لوبغاړو خبر د سریلانکا کرکټ بورډ پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې تایید کړی. #LPL Player draft – Team Summary … نور ولولئ
سپورټ

د IPL تازه جدول او د دې لیګ مخکښ توپوهونکي او توپ‌اچونکي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هند آی پي ایل سیالیو ۱۳م پړاو د تېرې اګسټ میاشتې په ۱۹مه نېټه د اتو لوبډلو ترمنځ پيل شو، چې تر دې دمه یې د لومړي پړاو ۳۶ لوبې ترسره شوي دي. موږ په دې لیکنه کې د آی پي ایل سیالیو مخکښې لوبډلې، مخکښ توپوهونکي او مخکښ توپ‌اچونکي درپېژنو. ۱ـ ډهلي                             ۹سیالۍ یې کړي             ۷یې ګټلې          … نور ولولئ
سپورټ

شاهین اسمايي د فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه + انځورونه

لیکنه: محمدصابر حمیدي په مرکز کابل پوري اړوند د فوټبال لوبډلې «شاهین اسمايي» د افغانستان فوټبال غوره لیګ اتلولي د پنځم ځل لپاره خپله کړه. د دې لیګ پایلوبه پرون ماښام د شاهین اسمايي او سېمرغ‌البرز فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې شاهین اسمايي ته لوبډلمشر فردین حکیمي د یوې ازادې ضربې په واسطه ګولوهنه وکړه او خپله لوبډله یې یو ګول په مقابل کې د صفر لومړي مقام ته ورسوله. پایلوبې ته د ملې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

پنځه ډوله سپورټ چې ونه (قد) لوړوي

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري ډېری کسان چې ټیټې ونې لري د خپل قد له ټیټوالي څخه ناخوښ دي. جنیټیکي عوامل د قد په لوړوالي کې ډېره ونډه لري، که د ځینو داسې کسانو چې پلار او مور یې لوړ قدونه لري، قد ټيټ وي، د هغو د قد د لوړېدو ډېر امکان شته، خو په دې شرط چې دغه کسان په دوامداره او په پرله‌پسې توګه سپورټ وکړي او د خپل قد لوړېدا کلک … نور ولولئ