سپورټ

د IPL جدول او د دې لیګ مخکښ توپوهونکي او توپ‌اچونکي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هند آی پي ایل سیالیو ۱۳م پړاو د تېرې اګسټ میاشتې په ۱۹مه نېټه د اتو لوبډلو ترمنځ پيل شو، چې اوس یې د لومړي پړاو لوبې تر وروستیو پورې رسېدلې او نن جمعه یې ۵۰مه سیالي د پنجاب او راجستان لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي. موږ په دې لیکنه کې د آی پي ایل سیالیو مخکښې لوبډلې، مخکښ توپوهونکي او مخکښ توپ‌اچونکي درپېژنو. مخکښې لوبډلې ۱ـ ممبي انډینز        … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان: لوبغاړي باید د هرې لوبې مطابق توپ‌اچونه وکړي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې او په آی پي ایل سیالیو کې د سنرایزر حیدراباد لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړي راشدخان ارمان ویلې، چې د آی پي ایل سیالیو هره لوبه یو له بلې سره توپیر لري، نو توپ‌اچونکې هم باید د هرې لوبې مطابق توپ‌اچونه ترسره کړي. راشدخان تر پرونۍ بریا وروسته خبري کنفرانس کې وویل، زموږ ډېر تکیه پر توپ‌اچونکو ده او باید راتلونکې کې هم پر توپ‌اچونکو زیاته … نور ولولئ
سپورټ

د IPL لیګ د پلې اف لوبو نېټه او ځای په ډاګه شو

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هند آی پي ایل سیالیو ۱۳م پړاو د متحده‌عربي اماراتو په کوربتوب د تېرې سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه د اتو لوبډلو ترمنځ پيل شو، چې اوس یې د لومړي پړاو لوبې تر وروستیو پورې رسېدلې دي. د دې لیګ په لومړي پړاو کې ټولې ۵۶ سیالۍ ترسره کیږي، چې نن دوشنبه یې ۴۶تمه لوبه ترسره کیږي او یوازې یې لس لوبې پاتې دي. د لومړي پړاو لوبې یې د نوومبر … نور ولولئ
سپورټ

حبیب ځوانمردانه ولوبېد؛ سرسخت سیال مک‌ګرګور یې هم ستاینه وکړه

لیکنه: محمدصابر حمیدي د ازادي مبارزې نامتو ایرلینډی لوبغاړی کانر مک‌ګرګور، چې د حبیب نورمحمدوف سرسخته سیال وو، په خپل تازه ټویټ کې یې حبیب ته په خطاب کې ویلې، چې ستا لوبیز سفر ډېر ښه وو. مک‌ګرګور په یاد ټویټ کې ویلې، چې حبیبه کار دي ډېر په زړه‌پوري وو، اما زه غواړم لوبو ته ادامه ورکړم. تر دې خبرې وروسته مک‌ګرګور حبیب ته د پلار د مړیني تسلیت هم ویلی. Good performance @TeamKhabib. … نور ولولئ
سپورټ

حبیب؛ له ماتې خوړولو پرته یې له نړیوالو سیالیو سره مخه ښه وکړه + ویډیو

لیکنه: محمدصابر حمیدي په ۷۰ کیلو ګرام وزن کې د ازادي مبارزې نړیوال اتل حبیب نورمحمدوف تېره شپه ناوخته د امریکايي سیال جاستین ګیجي په وړاندې ولوبېد، چې د لوبې په دویم پړاو کې یې خپل سیال ته ماته ورکړه. دا لوبه په ابوظبۍ کې ترسره شوه. د حبیب او جاستین لوبه https://youtu.be/S9NeSzUNJPY?t=280 حبیب تر بریا وروسته تر بریا وروسته په خپل وزن کې د نړۍ اتل مسلمان روسی لوبغاړی حبیب نورمحمدوف په سجده پرېوت … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

پلی تګ د انسان پر فزیکي/ اروايي سیسټم مثبت اغېز ښندي

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري پلی تګ/ پیاده‌روي، هغه ورزش دی چې له ګټو سربېره له طبیعته د خوند اخیستلو او د هغه د درک کولو موقع انسان ته ورکوي. ډېرې ګټې لري چې له هغې جملې ویلی شو د انسان فزیکي/ عضلاني جوړښت، اروايي سکون او ذهن پیاوړي کولو او وزن کمولو کې ډېره ونډه اخلي. که څوک پلی تګ ونه کړي، څه به پېښ شي؟ هغه کسان چې پلي تګ ته زړه نه … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال؛ نن بارسلونا او ریال ماډریډ لوبډلې سره لوبیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي نن ماښام د نړۍ دوې مخکښې د فوټبال لوبډلې بارسلونا او ریال ماډریډ یو د بل په وړاندې لوبیږي، چې دواړو لوبډلو ننۍ لوبې ته وار له مخې د پوره چمتوالي خبر ورکړی. دا لوبه نن ماښام د افغانستان په وخت ۶:۳۰ بجې د بارسلونا په کوربتوب نیوکمپ فوټبال لوبغالي کې پیلیږي. ریال ماډریډ او بارسلونا د دې دوو قوي لوبډلو ترمنځ لوبه د ایلکلاسیکو په نوم یادیږي، چې تر دې دمه … نور ولولئ
سپورټ

بیګ باش لیګ: خوښ یو، چې د نړۍ غوره لوبغاړي راسره لوبیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د اسټرالیا هیواد د کرکټ کورني تجارتي لیګ(بیګ باش) خوښي څرګنده کړې، چې یوځلې بیا دوو افغان لوبغاړو محمدنبي عیسی خېل او راشدخان ارمان ورسره د لوبېدو تړون لاسلیک کړ. دې لیګ پر خپلې رسمې ټویټر‌پانې ویلې، چې په شل اوریزه سیالیو کې د نړۍ غوره توپ‌اچونکی راشدخان، په شل اوریزه او یو ورځنیو لوبو کې د نړۍ لومړی نمبر الراونډر لوبغاړی محمدنبي او د شل اوریزه سیالیو لومړی نمبر توپوهونکی ډیویډ … نور ولولئ
سپورټ

په IPL کې لوبډلو ته اغېزلرونکي توپ‌اچونکي؛ راشد هم پکې شته

لیکنه: محمدصابر حمیدي یوې نړیوالې ورزشي ویبپاڼې (ایسفاین کریک‌انفو) پنځه هغه لوبغاړي معرفي کړي، چې په روانو آی پي ایل سیالیو کې یې خپلو لوبډلو ته اغېزناکه توپ‌اچونه ترسره کړې ده. یادې ویبپاڼې ویلې، چې په لومړي ځای کې جسپریت بومرا، دویم ځای کې یوزیندرا چاهال، درېیم ځای کې جوپرا آرچر، څلورم ځای کې محمدشامي او پنځم ځای کې بیا افغان لوبغاړی راشدخان ارمان شتون لري. https://www.facebook.com/Cricinfo/posts/10157667498562555 ایسفاین کریک‌انفو وايي، یادو پنځو واړه لوبغاړو د … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان هم بیګ‌باش لیګ کې له پخوانۍ لوبډلې سره تړون وکړ

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغان کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړي راشدخان ارمان د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې یوځلې بیا د خپلې پخوانۍ لوبډلې ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې سره د لوبېدو په موخه تړون لاسلیک کړ. د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې ګډونوالې لوبډلې ایډلیډ سټرایکرز پر خپلې ټویټرپاڼې له راشدخان څخه مننه کړې، چې یوځلې بیا یې تړون ورسره لاسلیک کړ. دې لوبډلې ویلې، د ویاړ خبره ده، چې د نړۍ … نور ولولئ