بریا او پرمختګ

د حیدراباد کرکټ لوبډلې تېروتنې او له پایلوبې پاتې کېدل

د حیدراباد کرکټ لوبډلې په لومړۍ پاور پلی کې د توپ‌اچونې برخه ناکامه شوه. سندیپ شرما لومړی اوور ښه وکړ، هغه په لومړي اوور کې ۳ منډې ورکړې؛ خو ورپسې جېسن هولډر وټکېده او په خپل لومړي اوور کې یې ۹ منډې ورکړې. بل اوور ته بیا سنديپ شرما راغی، هغه په دې اوور کې له مارکس سټاینېس میډ آن ته کېچ وویست؛ خو دغه کېچ د جېسن هولډرلخوا ډراپ شو. دا مهال د سټاینېس … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

راشدخان له یو کلن ځنډ وروسته بیا وېټلېټي بلاسټ سیالیو کې واخېستل شو

د انګلستان په سوداګریزو کرکټ لوبو کې راشدخان یو ځل بیا د سسکس لوبډلې لخوا واخېستل شو. سسېکس لوبډلې ۲۰۱۸ کال کې هم راشدخان پېرلی و او اوس یې یو ځل بیا وپېره. د انګلستان بلاسټ سیالۍ په تېره اکټوبر میاشت کې پای ته ورسېدې او راشدخان یې د ۲۰۲۱ کال لپاره اخیستی دی. د انګلستان بلاسټ سوداګریزو کرکټ لوبو درېیم پړاو لوبې د اکټوبر په ۴ مه نېټه نوټېنګهم شایر لوبډلې وګټله. خو د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

سېواګ؛ ویرات کولي باید د بنګلور له لوبډلمشرۍ لرې نشي

دا چې د هندوستان په سوداګریزو کرکټ لوبو کې د بنګلور لوبډله د تېرې جمعې په ورځ په یوه حذف کوونکې لوبه کې د حیدراباد لوبډلې له لاسه بهر شوه، ویرات کولي تر انتقادونو لاندې راغلی دی. د کلکتې لوبډلې پخواني لوبډلمشر او د هندوستان د کرکټ لوبډلې پخوانی اوپنر توپ‌وهونکی ګمبیر وایي، اوس وخت د دې رارسېدلی دی، چې ویرات کولي له لوبډلمشرۍ لرې شي. د هغه په خبره کولي د بنګلور لپاره په … نور ولولئ
سپورټ

پایلوبې ته د وتلو په موخه دوې قوي لوبډلې سره لوبیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هندوستان آی پي ایل سیالۍ تر وروستیو پړاونو رسېدلې، چې په ترڅ کې یې نن یکشنبه د دې لیګ دوې قوي لوبډلې سنرایزر حیدراباد او ډهلي کپیټلز یو د بل په وړاندي د سیالي ډګر ته کښته کیږي. دا لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې پیلیږي، چې ګټونکې لوبډله یې پایلوبې ته لاره پیداکوي. ممبي انډينز بیا هغه لوبډله ده، چې وار له مخې یې پایلوبې ته لاره پیداکړې ده. آی پي … نور ولولئ
سپورټ

عبدالسمیع: راتلونکې اونۍ سیالي لرم، خو د کابل برید مې مرال راکمزوری کړ

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د ازادي مبارزې تکړه او نامتو لوبغاړی د ایټالوي سیال په وړاندې راتلونکې شنبه لوبه لري، چې د همدې لوبې په موخه د یکشنبې په ورځ متحده عربي اماراتو ته ولاړ. هغه پرون ناوخته پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې په ژوندۍ بڼه وږغېد او د کابل برید یې په کلکو ټکو وغانده. په یاده ژوندۍ ویډيو کې عبدالسمیع فیضي زیاته کړه، چې څلور ورځې وروسته د ایټالیا هیواد یوه سرسخت … نور ولولئ
سپورټ

رحمت‌الله قریشي د کرکټ بورډ اجراییه ریس وټاکل شو

لیکنه: محمدصابر  حمیدي د افغانستان کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی، چې رحمت‌الله قریشي د کرکټ بورډ د نوي اجراییه ریس په توګه وټاکل شو او تر ټاکل کېدو وروسته خپلې دندې ته معرفي شو. کرکټ بورډ یاده خبرپاڼه کې ویلې، چې رحمت‌الله قریشي په اداري برخه کې ۲۳ کلنه کاري تجربه لري، چې له دې مخکې یې نړیوال بانک، ملګرو ملتونو، د ځوانانو پرمختګ، د څار او ارزونې او د … نور ولولئ
سپورټ

ډوهني: د IPL په راتلونکي پړاو که به هم چینای لوبډله کې ولوبیږم

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې او په آی پي ایل سیالیو کې د چینای سوپر کینګز لوبډلې لوبډلمشر مهندرا سینګ ډوهني ویلې، چې روان آی پي ایل به یې وروستی نه وي. ډوهني ویلي، غواړم د آی پي ایل په راتلونکي پړاو کې هم د چینای لوبډلې لپاره ولوبیږم. هغه زیاته کړه: «بلې رښتیا هم زه ډېر باوري یم، چې راتلونکی کال به هم په چینای لوبډله کې اوسم او یاده … نور ولولئ
سپورټ

پاکستاني عالیم ډار په لوبڅارۍ کې نړیوال ریکارډ کېښود

لیکنه: محمدصابر حمیدي پاکستاني عالیم ډار په خپلې لوبڅارۍ کې یو داسي ریکارډ کېښود، چې بل هیڅ لوبڅار دې ځای ته ځان نه دی رسولی او عالیم ډار لومړنی کس دی، چې دې ځای ته ځان رسوي. هغه لومړنی لوبڅار شو، چې په ۲۱۰ یو ورځنیو لوبو کې یې لوبڅارې مخ ته وړې ده. ۵۲ کلن عالیم ډار د ۲۱۰مي لوبې لوبڅاري نن د یکشنبې په ورځ د پاکستان او زیمبابې ترمنځ په دویمه یوورځنۍ … نور ولولئ
سپورټ

پریټي زینټا: په کریس ګېل ویاړم

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هندوستان د فلمي نړۍ پخوانۍ اداکاره او په آی پي ایل سیالیو کې د کینګز الیون پنجاب لوبډلې مالکه پریټي زینټا وايي، ډېره ویاړم، چې کریس ګېل راسره په لوبډله کې دی او د کینګز الیون پنجاب لوبډلې لباس په تن کوي. پریټي زینټا پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې د یادو څرګندونو ترڅنګ کریس ګېل ته مبارکي ویلې، چې په شل اوریزه سیالیو یې زر شپږیزې ووهلې. هغې لیکلې: «نن ابوظبۍ … نور ولولئ
سپورټ

کریس ګېل؛ شل اوریزه لوبو کې یې زر شپږیزې بشپړې کړې

لیکنه: محمدصابر حمیدي د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ ملې لوبډلې پخوانی او په آی پي ایل سیالیو کې د کینګز الیون پنجاب لوبډلې اوسنی تکړه او نامتو لوبغاړی کریس ګیل لومړنی لوبغاړی شو، چې په شل اوریزه سیالیو کې زر شپږیزې وهي. هغه د آی پي ایل سیالیو په ۵۰مه لوبه کې پرون د راجستان په وړاندې ۹۹ منډې جوړې کړې، چې په یادو منډو کې یې اته شپږیزې ووهلې او په شل اوریزه … نور ولولئ