افغانستان

افغان کرکیټ بورډ د افغانستان راتلونکی سریز په ډاګه کړ

خبریال: فضل الله فضلي افغان کرکیټ بورډ نن د ایرلینډ سره د راتلونکي ۲۰۲۳ نړیوال جام لپاره د سوپرلیګ سیالیو لوبلړۍ اعلان کړه. پدې لوبلړۍ کي درې يو ورځنۍ لوبي شاملي دي او د افغانستان په کوربتوب ترسره کيږي. دا لوبي دوې میاشتي وروسته د ۲۰۲۱م کال د لومړۍ (جنوري) میاشتي پر ۱۸ نېټه پیلیږي. افغان کرکیټ بورډ لیکي: دا لوبې د ۲۰۲۳ز کال د یو ورځنیو نړیوال جام لوبو ته د لارموندنې په موخه … نور ولولئ
افغانستان

کرکټ بورډ د افغانستان غوره لیګ لوبې بیا ترسره کوي

  د کرېک‌بز وېبپاڼې لیکلي، چې د افغانستان کرکټ بورډ د دویم پړاو ( اې‌پي‌اېل) یا افغانستان پرېمېئر لیګ لپاره لومړنی ګام اخیستی دی. یادې وېبپاڼې لیکلي، چې افغانستان د لوبو د خپراوي لپاره له ملي راډیو تلویزیون سره لس کلن تړون لاسلیک کړ، چې له ۲۰۲۱ کال څخه به تر ۲۰۳۰ کال پورې د افغانستان لوبې او سفرونه تر پوښښ لاندې راولي. افغان لوبډلمشر اصغر افغان هم ویلي، چې د اې پي اېل ترسره … نور ولولئ
سپورټ

کم عمره افغان بالر نور احمد، څنګه خبر شو چې د استراليا بیګ باش کې اخيستل شوی؟

د کرېک بز وېبپاڼې د افغانستان لېګ برېک کیڼ لاسي چېنامېن توپ اچوونکي نوراحمد سره مرکه کړې او د هغه په تړاو یې ډېرې خبرې لیکلي دي. لکڼوال کم عمره بالر دی، خو وړتیا یې خورا لوړه ده. وېب پاڼې لیکلي، نوراحمد تازه په بېګ باش لیګ کې خپله وړتیا ازمایي. د وېبپاڼې د راپور له مخې هغه د لویې وړتیا بالر دی، نوموړي خپل وټساپ ته کتل، چې له ټوېټر څخه مسیج ترلاسه کړ … نور ولولئ
سپورټ

لاهور قلندرز کرکټ لوبډله د پي اېس اېل پایلوبې ته ورسېده

  د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې چې د فبروري په ۲۱ مه په پاکستان کې پېل شوې وې، د تېرې شنبې په ورځ د نومبر په ۱۴ مه یې مهمې یا پلی اف لوبې پیل شوې. یادې لوبې د مارچ میاشت په ۱۶ مه د کرونا ویروس له امله ځنډول شوې وې او همغه وخت د پاکستان کرکټ بورډ ویلي وو، چې پاتې څلور لوبې به یې وروسته ترسره شي. د شنبې په ورځ پلی … نور ولولئ
سپورټ

پېښور زلمي لوبدله له پاکستان غوره لیګ څخه بهر شوه

لیکنه: یاران سپورټ د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې چې د فبروري په میاشت کې په پاکستان کې د شپږ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، خو د مارچ په نیمایي کې د کرونا ویروس له امله په پلی اف برخه کې وځنډول شوې. پلی اف یا ایلیمېنېټر پړاو ته څلور لوبډلې وتلي دي. د شنبې په ورځ د نومبر په ۲۴ مه ماسپښین مهال کراچي کېنګز او ملتان سلطان لوبډلې په کوالیفایر یا پایلوبې ته … نور ولولئ
سپورټ

رحمان الله ګربز په سریلانکا لیګ کې د ځلېدو په خاطر له هېوادوالو دعا غوښتې

  رحمان الله ګربز چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې اوپنر یا پیلیز توپوهونکی دی، د جمعې په ورځ د سریلانکا پر لور وخوځېد. ګربز په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: « ګرانو هیوادوالو سلامونه نیکې هیلې او درنښت! لکه څه رنګه چې خبر یاست د سریلانکا هیواد غوره لیګ کې د کنډي ټسکیرز لوبډلې سره د لوبیدلو په پار نن د سریلانکا په لور روان شوم هیله لرم چې ټول مې خپلو دعاوو کې یاد … نور ولولئ
سپورټ

دوه سترې لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي

د انګلستان کرکټ لوبډله سویلي افریقا ته سفر کوي او هلته به درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې وکړي. خو ځېنو رسنیو راپور ورکړی، چې ښایي د انګلستان دا سفر تعلیق شي. ځکه په سویلي افریقا کې هم د کرونا ویروس تهدید زیات دی او کېدای شي د انګلستان حکومت زړه ښه نه کړي، چې لوبډله افریقا ته واستوي. د جمعې په ورځ د افریقا د کرکټ بورډ غړو هم غونډه درلوده او … نور ولولئ
په زړه پورې

د هند او اسټرالیا کرکټ لوبو کې، مینه‌وال لوبغالي د ته تګ اجازه لري

راتلونکې میاشت د ډسمبر په ٢٦مه د اسټرلیا هېواد “میلبرون” ښار کې د هندوستان او اسټرلیا کرکټ ټیمونو تر منځ د کرکټ یهع سیالۍ کیدونکي ده . د کورونا وبا د خپریدلو نه وروسته دا لومړی ځل دی، چې د کرکټ مینه‌وال کوللی شي، چې لوبه د نېږدې څخه په ژوندۍ بڼه وویني . د میلبرون لوبغالي د دغه ټسټ مچ د تکټونو د خرڅلاو اجازه تر لاسه کړي ده. د “میلبرون” ښار لوبغالي ته … نور ولولئ
سپورټ

ټام مودي؛ سوریا کومار یادف د هندوستان په لوبډله کې نشته

د اسټرالیا پخواني الراونډر ټام مودي ویلي، چې د ممبيي ون ډاون توپوهونکی د ده لخوا د ټول آی‌پي‌اېل غوره لوبغاړی دی؛ خو د اسټرالیا پر وړاندې د هندوستان په لوبډله کې ورته ځای نه دی ورکړل شوی. مودي زیاتوي، سوریا کومار یادف په ون ډاون یا درېیم مقام توپوهنې ته راته؛ چې دا مقام ډېر سخت او ذمه وارانه وي، چې کومار یداف هم پکې خورا په ښه توګه ذمه واري ادا کړه. نوموړي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

پښتون توپوهونکی د پاکستانۍ لوبډلې روزونکی شو

  یونس خان چې د خیبر پښتونخوا د مردان سیمې اوسېدونکی دی، اوسمهال ۴۲ کاله عمر لري. نوموړی په یوه تازه پرېکړه کې د پاکستان کرکټ لوبډلې د توپوهنې برخې روزونکی ټاکل شوی دی. دی وروسته له هغې روزونکی وټاکل شو، چې له دې وړاندې د یادې لوبډلې پخواني روزونکي مصباح‌الحق له روزنې لاس په سر شو. یونس خان به تر ۲۰۲۲م کال پورې د پاکستانۍ لوبډلې روزونکی وي او راتلونکي نړیوال شل اوریز جام … نور ولولئ