سپورټ

پاکستان کرکټ بورډ؛ له افغانستان سره لوبلړۍ ته لېواله یوو

د پاکستان د کرکت بورډ مشر وسیم خان ویلي، چې پاکستان د افغانستان په کرکټ کې مهم رول لوبولی او دوی لا غواړي، چې افغانستان لوبډله په کرکټ کې پرمختګ وکړي. نوموړي ویلي چې دوی په دې برخه کې ډېره مرسته کړې، چې د افغانستان لوبډله نړیوال سټیج ته ورسېږي او نړیوالې لوبې وکړي. د نوموړي خبره یو څه حقیقت هم ده، ځکه کله چې افغان کرکټ لوبډله له دویمې درجې هېواد څخه لومړۍ درجې … نور ولولئ
سپورټ

هغه لس کرکټران، چې له مرګونو ناروغیو رغېدلي دي

د کرکټ په تاریخ کې داسې لوبغاړي تېر شوي، چې په مرګونو ناروغیو اخته شوي وو، خو خدای روغ کړي او بیا لوبو کې ځلېدلي دي. یوراج سېنګ یوراج سېنګ چې په ۲۰۰۷ نړیوال شل اوریز جام کې یې ۶ شپږیزې سر په سر ووهلې او د ۲۰۱۱ کال نړیوال جام کې د هند لپاره په نیمه پایلوبه کې اتل و، په مرګوني سرطان ناروغۍ اخته شوی وو؛ خو بېرته ښه شو.  کله چې دی … نور ولولئ
سپورټ

ننګرهار کې د ۷۱ لوبغاړو روزنیز کېمپ به څومره روڼ وي؟

  د دوشنبې په ورځ د نومبر په ۲۳مه کرکټ بورډ د نولس کلونو څخه ښکته او له ۲۳ کلونو ښکته کرکټ ملي لوبډلو لپاره د ۷۱ لوبغاړو په شتون کې روزنیز کمپ پیل کړ. په دغه کمپ کې ۲۱ لوبغاړي له نولس کلونو ښکته کرکټ ټیم لپاره تمرینات پیل کړي دي، چې له سختو تمریناتو وروسته به ۱۵ لوبغاړي د یاد ملي ټیم لپاره غوره شي. او اېمرجېنګ لوبغاړو کې به هم له ۵۰ … نور ولولئ
سپورټ

محمد نبي د هسکو شپږیزو وهلو لپاره ځانته افغانی بېټ واخیست

  تمه ده، چې محمد نبي عیسی خېل د راتلونکې میاشتې په درېیمه په اسټرالیا کې له مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې سره یوځای شي. په دغه لیګ کې محمد نبي عیسی خېل د هسکو شپږیزو وهلو لپاره یو بېټ په کابل کې وپېره. محمد نبي عیسی خېل د بېټونو پلورلو په یوه هټۍ کې ناست دی او ځانته بیټ جوړوي. نوموړي ته د هټیوال لخوا بیټ جوړ کړل شو او نبي غواړي چې دغه بېټ ځان … نور ولولئ
سپورټ

راتلونکې جمعه د شپږ لوبډلو لپاره برخلیک ټاکونکې ده

  روانه اوونۍ د لوبډلو په درجه بندۍ کې ځکه مهمه ده، چې د نړې شپږ سترې لوبډلې د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګرونو ته ځي.  په دغو لوبډلو کې د هندوستان هغه اسټرالیا ته تللې، د نیوزیلېنډ، ویسټ ته رسېدلې او د انګلستان کرکټ لوبډله په افریقا کې ده. د دې ټولو لوبډلو لوبې د نومبر په ۲۷ مه په رسمي ډول پېلېږي. د کرکټ نړیوالې شورا درجه بندي او لوبډلو مقامونه … نور ولولئ
سپورټ

شفق ولې پاکستان ته لاړ، ولې هلته لوبه کوي او ولې یې د پاکستان بیرغ پټ کړی؟

د کرکټ ملي لوبډلې ویکټ ساتونکی توپوهونکی شفیق الله شفق څو میاشتې وړاندې د کرکټ بورډ لخوا له شپږ کلن بندیز سره مخ شو. د کرکټ بورډ په خبره چې هغه په کرکټ کې د فساد په اړه همغږي ښودلې وه. هغه وخت هم د کرکټ په پرېکړه ډېری افغانانو غبرګونونه ښودلي وو او دا یې له شفق سره بې عدالتي بللې وه. شفیق الله شفق چې په افغانستان کې د ځان لپاره د کرکټ … نور ولولئ
سپورټ

ګینیس نړیوال کتاب کې د دوو افغان کرکټ ستورو ریکارډ ثبت شو

حضرت الله ځاځي او عثمان غني د افغانستان نوم د ریکارډونو په نوملړ کې راوست. د ۲۰۱۹ د فبروري په ۲۳ مه حضرت الله ځاځي او عثمان غني په پیلیزه وېکټه یا اوپننګ سره وکولای شول، چې ۲۳۶ منډې ملګرتیا وکړي او د نړۍ په کچه یې ریکارډ جوړ کړ. په لومړۍ وېکټ ۲۳۶ منډې ملګرتیا د شل اوریزو لوبو د سر ریکارډ شو، د ځاځي ۱۶ شپږیزې بل ریکارډ شو، د عثمان غني او … نور ولولئ
سپورټ

سېډني سېکسرز ښځينه کرکټ لوبډله ۲۵ زره ډالر جریمه شوه

  د اسټرالیا په ښځینه بېګ باش کرکټ لیګ کې د سېډني سېکسرز کرکټ لوبډله ۲۵ زره ډالر جرمانه شوه. راپورونه وایي چې د دغې لوبډلې اداري غړو د ناسم پوهاوي له امله ستونزه جوړه کړې او ځانته یې مالي زیان اړولی دی. ولې جرمانه شوه؟ د اسټرالیا په بېګ باش کرکټ لیګ د سېډني سېکسرز کرکټ لوبډله چې له ځواکمنو لوبډلو بلل کېږي، د یوې لوبغاړې د لوبولو په خاطر له ستونزو سره مخ … نور ولولئ
سپورټ

سمیع اسلم له پاکستان خفه او امریکا لپاره لوبې کوي

د پاکستان ملي ټیسټ کرکټر “سمیع اسلم” د پاکستان کرکټ ته د الوداع پرېکړه کړې ده. “سمیع اسلم”، چې د دې سفر لپاره د شارټ لیست شويو ۳۵ لوبغاړو په ډله کې د نوم نه راتلو/نه انتخاب څخه مایوس دی، په راتلونکو ۱۰لس ورځو کې به متحده ایالاتو ته ولاړ شي. د سرچینو په حواله، “سمیع اسلم” په متحده ایالاتو کې د سفر او هستوګنې اړوند اړین طرزالعملونه بشپړ کړي دي. سرچینې وایي، چې “سمیع … نور ولولئ
سپورټ

کولمبو کېنګز کرکټ لوبډله؛ کریم صادق به د دوی اوپنر لوبغاړی وي

د سریلانکا سوداګریزو کرکټ لوبو کې د کریم خان صادق سربېره ځېنې افغان لوبغاړي اخیستل شوي دي. اوس هغې لوبډلې چې کریم صادق یې پېرلی ویلي، چې صادق به د دوی اوپنر توپوهونکی وي. کریم صادق کولمبو کېنګز کرکټ لوبډلې پېرلی دی. په دغه لیګ کې د کریم صادق سربېره، رحمان‌الله ګربز، افتاب عالم، سمیع الله شینواری، قیس احمد، نوین‌الحق او حضرت الله ځاځی اخیستل شوي دي. د سریلانکا د لانکا په نامه لیګ د … نور ولولئ