سپورټ

کرکټ میاشتنۍ نشریه: دا ۴ ځوان افغان لوبغاړي ښه وړتیا او راتلونکې لري

د کرکټ په نامه یوې میاشتینۍ نشریې د ۲۰۲٠م د جون په ۲۲مه یوه ستره مقاله خپره کړې او په دغې مقاله کې د ۲۰۲۰م شل غوره کرکټران معرفي کړي او دوی یې په کم عمره لوبډلو کې غوره کرکټران بللي دي. دغې نشریې ویلي چې د ۲۰۲۰م په اوږدو کې به دا لوبغاړي ښه پرمختګ وکړي او دوی به د کوچنیو یا کشرانو لوبغاړو په منځ کې له ښو وړتیاوو برخمن وي. په دغو … نور ولولئ
سپورټ

د هند کرکټ لوبډله د جدول لومړي مقام نیولو په هڅه کې

  د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزه لوبو په لړ کې د انګلستان کرکټ لوبډله د جدول سر ته وړې ده او د دغې لوبډلې دا حق و، چې د جدول سر ونیسي؛ ځکه دې لوبډلې افریقا ته په درې شل اوریزو لوبو کې سترې ماتې ورکړې او د افریقا لوبډله یې وایټ واش کړه. درې واړه شل اوریزې لوبې انګلستان په سترو توپیرونو وګټلې او همدا علت و، چې د اسټرالیا کرکټ لوبډله … نور ولولئ
سپورټ

د لسیزې غوره وېکټ اخیستونکي بالران؛ څوک به یې جایزه وګټي؟

د یوې لسیزې په اوږدوکې ډېری لوبغاړو وېکټې ترلاسه کړي، چې دلته یې د یو شمېر لوبغاړو د وېکټو یادونه کوو. لسېت ملېنګا که څه هم ملېنګا له ۲۰۰۶ کال راهیسې نړیوال شل اوریز کرکټ کې بوخت دی، دی د ډېرو وېکټو اخیستونکو توپ اچوونکو څخه دی. ده په ۸۳ شل اوریزو لوبوکې ۱۰۷ وېکټې اخیستي دي او یوه لوبه کې یې ۶ وېکټې اخېستل او ۵ منډې ورکول غوره اوپ اچونه ده. شاهد افریدي … نور ولولئ
سپورټ

د سریلانکا لیګ کې ځلیدلی افغان؛ قیس احمد له هېڅ لوبې نه دی ډراپ شوی

د سریلانکا لیګ کې د نورو افغان لوبغاړو په شتون کې قیس احمد هم له کریم صادق سره یو ځای کولمبو کېنګز کرکټ لوبډلې پېرلی دی. نوموړی له لومړۍ لوبې نیولې تر اوسه پورې په یاد لیګ کې یوه لوبه کې هم نه دی ډراپ شوی او هره لوبه کې خپلې لوبډلې لوبولی دی. قیس په خپله غوره توپ اچونه د خپلې لوبډلې باور ساتلی او ځان یې ځلولی دی. په دې وروستیو دوو لوبو … نور ولولئ
سپورټ

د شاهد افریدي نوم له ګال ګلېډیئټرز لوبډلې لېرې شوی

د ګال ګلېډیئټرز کرکټ لوبډله په سریلانکا لیګ کې تر دې دمه تر ټولو ناکامه تمامه شوې ده او ۵ لوبې یې پر له پسې بایللي دي. شاهد افریدی په څلورو لوبو کې د دې لوبډلې لوبډلمشر و او خپله لوبډله مشرۍ کې دغه څلور واړه لوبې وبایللې او د نومرو په جدول کې یې لوبډله وروستۍ شوه. له دې لوبډلې سره حضرت الله ځاځی هم په دوه لوبوکې ولوبېد، خو په دواړو لوبو کې … نور ولولئ
سپورټ

الراونډر انډرسن: نور نیوزیلېنډ سره نه، بلکې د امریکا لوبډله کې لوبېږم

د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې تکړه الراونډر یا کرکټ ټولچاري ویلي، چې له دې وروسته به له امریکایي کرکټ لوبډلې سره د امریکا په ملاتړ لوبېږي. نوموړی ۷ کاله وړاندې د نیوزیلېنډ په ملي لوبډله کې لومړی ځل ولوبېد او یو ځل یې په ۳۵ توپونو د چټکې سلیزې ریکارډ هم جوړې کړی دی. نوموړي دا ریکارډ په یو ورځنیو لوبو کې د ویسټ انډیز خلاف جوړ کړ. دی له دغې سلیزې وروسته خورا مشهور شو … نور ولولئ
سپورټ

د منډو جوړولو ماشین سږ کال هیڅ سلیزه نه ده وهلې

د هندۍ لوبډلې اوسني لوبډلمشر او د یادې لوبډلې ون ډاون توپوهونکي په ۲۰۲۰ کې هیڅ سلیزه نه ده وهلې. ویرات کولي چې د رنز یا منډو جوړولو ماشین او ځیرک توپوهونکي په توګه نړۍ کې پېژندل شوی، د ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې یې په یو ورځنیو لوبو کې هیڅ سلیزه نه ده وهلې او بې سلیزې پاتې شوی دی. نوموړي په ۲۰۰۸ کال کې هم هیڅ سلیزه نه وه وهلې. په کلونو کې … نور ولولئ
سپورټ

نیوزیلېنډ ته د پاکستان ۵۳ تللو لوبغاړو کې ۱۰ په کرونا اخته شوي

د پاکستان کرکټ لوبډله د نومبر په وروستیو کې نیوزیلېنډ ته رسېدلې ده، خو د نیوزیلېنډ کرکټ بورډ ورته سپارښتنه کړې، چې لومړی دې ټول لوبغاړي ټېسټونه ورکړي او له هغې وروسته دې ۱۴ ورځنی قرنطین مراعت کړي. اوس د پاکستان ۵۳ لوبغاړي په نیوزیلېنډ کې دي او له دغو لوبغاړو څخه لس یې په کرونا اخته بلل شوي دي. د نیوزیلېنډ کرکټ بورډ هڅه کوي، چې د نورو پاکستانیو لوبغاړو روغتیا هم تثبیت کړي … نور ولولئ
سپورټ

چهل د جدیجا پرځای اسټرالیا ته ماته ورکړه

د تېرې جمعې په ورځ د اسټرالیا او هندوستان ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه ترسره شوه، دغه لوبه هندوستان په ۱۱ منډو وګټله او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یوزوېندرا چهل ترلاسه کړه. په هندوستان د اسټرالیا انتقاد د اسټرالیا پر وړاندې د توپوهنې برخه کې جدیجا اخېستل شوی و، نوموړي ښه توپوهنه وکړه، د توپوهنې په لړ کې د مېچل سټارک لخوا په سر یا په هېلمېټ وویشتل شو. جدیجا د ګنګسیت احساس وکړ؛ … نور ولولئ
سپورټ

د افریدي مشرۍ کې یې لوبډلې څلور ماتې وخوړې؛ د جدول اخر ته لاړل

د لانکا په نامه سوداګریزو کرکټ لوبو کې د شاهد افریدي په لوبډلمشرۍ کې د ګال ګلېډېئټرز کرکټ لوبډلې خپله څلورمه پرله پسې ناکامي ولیدله او د نومرو په جدول کې یې وروستی ځای خپل کړی دی. یادې لوبډلې د تېرې پنجشنبې په ماښام له جفنا سټالېئنز لوبډلې څخه په ۵ وېکټو ماته وخوړه او خپلې ماتې یې څلورو ته ورسولې. نوموړې لوبډله د نومرو په جدول کې هیڅ نومرې نه دي اخیستي او نېټ … نور ولولئ