سپورټ

د پاکستانۍ لوبډلې روزونکی؛ له نیوزیلېنډ لوبه په بالېنګ ګټو

د پاکستان کرکټ لوبډلې روزونکي مصباح الحق ویلي، چې نیوزیلېنډ کې د پاکستان زیاتره لوبغاړي د کرونا له امله اغېزمن شوي دي او دې چارې یې د توپوهنې برخه هم له ستونزو سره مخ کړې ده. نوموړي ویلي، چې د نیوزیلېنډ توپ اچوونکي خورا چټک دي او لاکي فرګوسن چې ۱۵۰ سرعت سره توپ اچونه کوي، لوبول یې ستونزمن دي. نو دوی به هم په توپ اچونه ډېر تاکید وکړي، ترڅو نیوزیلېنډ سره ښه فایټ … نور ولولئ
سپورټ

بابر اعظم د نیوزیلینډ خلاف سیریز څخه بهر شو

د نیوزیلینډ خلاف سیریز څخه دمخه ، د پاکستان ملي ټیم لوبغاړي په ناممکن توګه له لوبې بهر شول. د پاکستان ملي ټیم کپتان بابر اعظم د نېټ سیشن/ شبکې ناستې په جریان کې ټپي شوی او د نیوزېلینډ خلاف سیریز څخه د یوې ګوتې، چې ماته شوې له امله له دندې/لوبې ګوښه شوی دی. ډاکټرانو بابر اعظم ته د دولسو ۱۲ ورځو آرام کولو سپارښتنه کړي ده. د پاکستان ملي ټیم اوپنر امام الحق … نور ولولئ
سپورټ

بومرا په ټېسټ لوبو کې لومړۍ نیمه سلیزه ثبت کړه

د هندوستان او اسټرالیا الف لوبډلو ترمنځ تمریناتي ټېسټ لوبه د جمعې په ورځ پیل شوې ده. په دې لوبه کې لومړۍ پاڼۍ کې د هندوستان الف لوبډلې پرېتوي شاو د ۴۰ منډو، شوبمن ګېل د ۴۳ منډو او د جسپرېت بومرا د ۵۵ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۱۹۴ منډې وکړې. شین اباټ او وېلډر موت درې، درې وېکټې واخېستې. اسټرالیا په لومړۍ پاڼۍ ټېسټ لوبه کې ټولې ۱۰۸ منډې وکړې، په دې پاڼۍ کې … نور ولولئ
سپورټ

ایرلېنډ د افغانستان پر وړاندې لوبو ته لوبډله اعلان کړه

د ایرلېنډ کرکټ بورډ د جمعې په ورځ د افغان لوبډلې پر وړاندې د درې یو ورځنیو لوبو لپاره شپاړس کسیزه لوبډله اعلان کړې ده. ایرلېنډ او افغانستان د ۲۰۲۱ کال په جنوري کې په عربي متحده اماراتو کې درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي، دغه لوبې د نړیوال پنځوس اوریز جام لپاره په سوپرلیګ پړاو پورې تړاو لري. له دې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ ویلي و، چې دوی به د جنوري په ۱۸ … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ له نړیوالې شورا د افغان بورډ غوښتنې

کرکټ بورډ په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د کرکټ بورډ رئیس فرهان یوسفزي د کرکټ نړیوالې شورا له مشر بارکلی سره کتلي دي او په دې کتنه کې یې ترې افغانستان بورډ سره د لا ډېرې مرستې او همکارۍ غوښتنه کړې ده. کرکټ بورډ په خپله فیسبوک پاڼه دغه اعلامیه لیکلې ده: «د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس ښاغلي فرهان يوسفزي د کرکټ نړيوالې شورا له مشر ښاغلي ګرېګ بارکلي سره وليدل. په دغه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

اووه کلنې کاناډايۍ نجلۍ د نړۍ د پياوړې ماشومې لقب خپل کړ

ژباړه: عرفان لمر کاناډايۍ اوه کلنه نجلۍ چې د خپل وزن درې برابره وزن پورته کوي د نړۍ د ځواکمنې نجلۍ لقب ترلاسه کړ. د ډيلي مېل په وينا، روري وان الفت چې د اوتاوا اوسېدونکې، په يوه ساه تر ٤٢ کيلو ګرام وزن پورته کړى. هغه کولاى شي په خپله اوږه د ٦١ کيلو ګرام وزن سره کښېني او پاڅي او ٨٠ کيلو ګرام وزن په خپل سر وړلاى شي. هغه تازه ٣٠ څخه … نور ولولئ
سپورټ

 هند د پاکستان ریکارډ مات کړ؛ خو د افغانستان یې مات نشو کړای

دا چې افغان لوبډلې په ۲۰۱۷ او ۱۸ کلونو کې تر ټولو بریالۍ لوبډله وه او په شل اوریزو لوبو کې یې ډېرې لوبې ګټلې وې. دې دوو کلونو کې افغانستان له ایرلېنډ، زِمبابوې، سکاټلېنډ، بنګله دېش او ځېنې نورو لوبډلو د شل اوریزو لوبو سیریزونه ترسره کړل، چې افغانستان پکې ۱۲ پر له پسې شل اوریزې لوبې وګټلې. په دې ډول افغانستان لومړۍ کرکټ لوبډله وه، چې په دغو دوو کلونو کې یې زیاتې … نور ولولئ
سپورټ

د افغان لوبغاړو په شتون کې بېګ باش لیګ پېلېږي

د اسټرالیا سوداګریز کرکټ لیګ لسم پړاو د ډېسمبر په لسمه د اته لوبډلو په ګډون پیلیږي. په دغه لیګ کې راشدخان، محمدنبي عیسی خېل، ظاهرخان، نوراحمد لکڼوال او مجیب الرحمن لوبېږي. که څه هم لیګ د پنجشنبې په ورځ د ډېسمبر په لسمه د غرمه دولس بجې او ۴۵ دقیقې پیلیږي او لومړۍ لوبه یې د هوبرت هرېکېنز او سېډني سېکسرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. د جمعې په ورځ پکې مجیب الرحمن د ظاهرخان … نور ولولئ
سپورټ

پخوانی هندي توپوهونکی: روهېټ شرما تر ویرات کولي غوره دی

د هندوستان پخواني لوبغاړي او توپوهونکي، وي وي لکسمن ویلي، چې روهېټ شرما په یو ورځنیو لوبو کې تر ویرات کولي غوره لوبډلمشر دی. نوموړي ویلي چې روهېټ شرما په ۲۰۲۰ آی پي اېل کې د ممبيي لوبډلې په غوره رهبرۍ سره خپل جوهر څرګند کړ. لکسمن وایي دا چې روهېټ شرما اوس د ویرات کولي مرستیال دی او کولي په نشتون کې لوبډله رهبري کوي، ښه پرېکړه ده، خو روهېټ شرما په یو ورځنیو … نور ولولئ
سپورټ

د انګلستاني لوبغاړو انتقاد؛ افریقا کې تمریناتو لپاره اسانتیاوې نه وې

تمه وه، چې د انګلستان او افریقا ترمنځ له درې شل اوریزو لوبو وروسته د ډېسمبر په ۶ مه د تېرې یکشنبې په ورځ د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل شوې وای؛ خو دغه لوبې د کرونا ویروس د وېرې له امله لغوه شوې. د شل اوریزو لوبو لړۍ چې درې د صفر پر وړاندې انګلستان وګټله، لومړۍ لوبه یې د افریقا په کپټاون کې ترسره شوه او دوه نورې یې په بولانډ سیمه … نور ولولئ