سپورټ

مجیب ځدران: هڅه کوم هرځای ښې لوبې وکړم؛ بیګ باش کې یې ۵ ویکټې واخیستې

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو سلو توپ‌اچونکي مجیب‌الرحمن ځدران د اسټرالیا په بیګ‌باش لیګ کې پرون چهارشنبه د خپلې لوبډلې له‌پاره ۵ ویکټې واخیستې. د بیګ‌باش لیګ په شلمه لوبه کې پرون د مجیب ځدران لوبدلې بریسبین هیټ د هوبارټ هوریکینز په وړاندې لوبه ترسره کړه، چې د مجیب لوبډلې په یوې منډې ماته وخوړه. د لوبډلې د ماتې سره ـ سره افغان لوبغاړی مجیب ځدران په توپ‌اچونه … نور ولولئ
سپورټ

اسټرالیا ته د هند مناسب ځواب؛ سونېل ګوسکر اجینکیا رهانی ستایلی

د اسټرالیا او هندوستان ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه د سه شنبې په سهار د هندوستان په ستره بریا پای ته ورسېد. اسټرالیا ته د هندوستان مناسب ځواب په لومړۍ ټېسټ لوبه کې اسټرالیا، هند ته په ۸ وېکټو ماته ورکړې وه او اوس هندوستان بېرته له اسټرالیا څخه دویمه ټېسټ لوبه په ۸ وېکټو وګټله او اسټرالیا څخه یې غچ واخیست. په هغې لوبه کې د هندوستان ټوله لوبډله په ۳۶ منډو دویمه پاڼۍ کې … نور ولولئ
سپورټ

فرهان يوسفزی: د ولسمشر څخه مو هيله کړې، چې راشدخان پر ستر مډال ونازوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغان کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کرکټ بورډ عمومي رییس فرهان یوسفزي د هېواد د ولسمشر محمد اشرف غني څخه هیله کړې، ترڅو د کرکټ نړیوالې شورا له لوري راشدخان ته په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د یوې لسیزې د غوره لوبغاړي د ویاړ ترلاسه کولو په پار عالي دولتي مډال ورکړي. په یاده خبرپاڼه کې فرهان یوسفزي ویلي: ((کله چې له نن … نور ولولئ
افغانستان

راشد ته د افغان سیاستوالو مبارکیانې؛ غني او کرزي دا ستره بریا بللې

راپور: عایشه حیدري راشدخان د کرېکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو د لسیزې غوره لوبغاړي جایزې په ترلاسه کولو سره افغانستان ته ستر ویاړ ترلاسه کړ، عادي افغانانو او افغان سیاستوالو هم د افغانستان خلکو او راشد خان ته د دغه ستر ویاړ په مناسبت د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړي دي. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د مبارکۍ یوه پيغام په خپرولو سره، د شل اوریزو نړیوالو سیالیو د لسيزې د غوره لوبغاړي په توګه … نور ولولئ
سپورټ

راشد: هڅه کوم افغانستان ته ښه نوم او نور ویاړونه هم راوړم

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړی راشدخان ارمان په شل اوریزه سیالیو کې د یوې لسیزې په غوره لوبډله کې تر ټاکل کېدو وروسته پرون دوشنبه په شل اوریزه سیالیو کې د یوې لسیزې تر ټولو غوره لوبغاړی راغلی. د کرکټ نړیوالې شورا په شل اوریزه، یو ورځنیو او ټیسټ لوبو کې د یوې لسیزې غوره لوبډلې وړمه ورځ اعلان کړې، چې راشدخان د شل اوریزه سیالیو په … نور ولولئ
سپورټ

ایلیس پیري د یوې لسیزې درې واړه ایوارډونه ترلاسه کړل

لیکنه: محمدصابر حمیدي د اسټرالیا د ښځینه وو کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه الراونډره لوبغاړې ایلیس پیري د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د یوې لسیزې تر ټولو غوره لوبغاړې او د دې ترڅنګ د کرکټ په دوو فارمټونو شل اوریزه او یو ورځنیو لوبو کې د یوې لسیزې تر ټولو غوره لوبغاړې راغله. د کرکټ نړیوالې شورا پرون دوشنبه د کرکټ په درې واړه فارمټونو کې د تیري لسیزې«۲۰۱۱ـ۲۰۲۰» غوره لوبغاړي اعلان کړل. … نور ولولئ
سپورټ

پر وروستۍ پریکړه د پاکستان انتقاد؛ د کرکټ نړیواله شورا ورته خپل دلایل وړاندې کړي

د کرکټ نړیوالې شورا د یکشنبې په ورځ د ډېسمبر په ۲۷ مه د وروستۍ لسیزې د غوره کرکټرانو نوملړ خپور کړ. په دغه نوملړ کې د افغانستان په ګډون، د اسټرالیا، هندوستان، سریلانکا، بنګله دېش، ویسټ انډیز، انګلستان، سویلي افریقا او نیوزیلېنډ د لوبغاړو نومونه شته؛ خو د پاکستان د هیڅ لوبغاړي نوم پکې نشته دی. اوس د پاکستان کرکټ بورډ او رسنیو دا پرېکړه ناسمه او غېر عادلانه بللې ده. د پاکستان پي … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

مینوالو ته یې د زده کړې لپاره ګټوره لیکنه؛ د کرکټ شاټونه او د لوبغالي اړخونه

نن ډېری سیمه ییز کرکټ مینوال هڅه کوي، چې د کرکټ د لوبغالي اړخونه او د توپوهونکي شاټونه وپېژني، ځېنې لوبغالی په څو برخو وېشل کېږي او هر لوري ته چې توپ ځي، نو مبصر یا کمېنټېټر باید همغه لغت ورته وکاروي. د افغان لوبډلې په ظهور سره د افغانانو مینه د لوبو له اورېدلو او کرکټ کمېنټري سره زیاته ده. دوی غواړي چې د مبصر له خولې معیاري کمېنټري واوري او هم خپله لېواله … نور ولولئ
سپورټ

رونالډو د ۲۱مي پيړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی ونومول شو

لیکنه: محمدصابر حمیدي د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او ایټالوي کلب یوونټوس تکړه او نامتو لوبغاړی کریسټیانو رونالډو د ګلوب ساکر له لوري د ۲۱مي پيړۍ تر ټولو غوره د فوټبال لوبغاړی وټاکل شو. دا مراسم تېره شپه په دُبۍ کې نیول شوي وه، چې د نړۍ مشهوره او نامتو لوبغاړو له ډلې کریسټیانو رونالډو د ۲۱مي پيړۍ تر ټولو د غوره لوبغاړي جایزه خپله کړه. https://www.facebook.com/488730244510192/posts/3572710742778778/ د نړۍ دې غوره لوبغاړي په … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان: د یوه افغان په توګه ویاړم، چې د لسیزې په غوره لوبډله کې راغلم

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړی راشدخان ارمان وايي، د یوه افغان په توګه ویاړي، چې نوم یې د لسیزې په غوره لوبډله کې راغلی. راشدخان پر خپلې رسمې فیسبو‌ک‌‌پاڼې لیکلې، چې د افغانانو د دوعاوو او تشویق له برکته د افغانستان په استازیتوب د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د لسیزې په غوره شل اوریزه لوبډله کې راغلی. هغه لیکلي: «ګرانو هیوادوالو؛ ستاسو د دوعاو او تشویق له … نور ولولئ