سپورټ

متحده عربي اماراتو ته د افغان لوبډلې سفر او لوبې!

لیکنه: محمدصابر حمیدي افغان کرکټ ملې لوبډلې پرون د سې شنبې په ورځ متحده عربي اماراتو ته سفر ورکړ، تر څو د ایرلینډ په وړاندې درې یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ ترسره کړې. افغان کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک‌ پاڼې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، چې ملې لوبغاړو د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو لیګ په درشل کې د ایرلینډ په وړاندې درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د ترسراوي په موخه … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان سوپرلیګ ته دریو افغان لوبغاړو په پلاټینیم کټګوري کې نوملیکنه کړې

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې دریو تکړه او نامتو لوبغاړو د پاکستان د کرکټ په راتلونکي سوپر لیګ کې د لوبېدو په موخه په پلاټینیم کټګوري کې نوملیکنه کړې، تر څو یې په بولي کې لوبډلې واخلي. د پاکستان سوپر لیګ پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې د یکشنبې په ورځ په پلاټینیم کټګوري کې د بهرنیو لوبغاړو نوملړ خپور کړ، چې پکې راشدخان ارمان، محمدنبي عیسی خېل او مجیب ځدران هم … نور ولولئ
سپورټ

اسدالله خان؛ لومړنی افغان چې د یوې بهرنۍ لوبډلې روزنه به وکړې

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبغاړي اسدالله خان د متحده عربي اماراتو په لس اوریزه لیګ کې د ډیکن ګلډیټرز لوبډلې سره د روزونکي په موخه تړون لاسلیک کړ، چې په دې سره لومړنی افغان شو، چې د یوې بهرنۍ لوبډلې روزنه به وکړې. د راپورونو له مخې اسدالله خان د افغان کرکټ ملې لوبډلې د  لوبغاړي ترڅنګ، د ملې او ۱۹ کلنو لوبډلو د روزونکي، د ملې لوبډلې ویډيو … نور ولولئ
سپورټ

کین ویلمسن په ټیسټ سیالیو کې ۷ زره منډې بشپړې کړې

لیکنه: محمدصابر حمیدي د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې تکړه لوبډلمشر کین ویلمسن د پاکستان په وړاندې په دویمه ټیسټ لوبه کې ۲۳۸ منډې وکړې، چې په دې سره یې ټيسټ سیالیو کې خپلې منډې ۷۱۱۵ ته پورته کړې. ویلمسن یادې منډې په ۸۳ ټيسټ لوبو کې کړې دي. هغه په یادو لوبو کې ۲۴ سلیزې او ۳۲ بیا پنځوسیزې وهلې دي. تر ټولو ډېرې منډې يې په یوه ټیسټ لوبه کې د ۲۵۱ منډو … نور ولولئ
سپورټ

د کال زیات ویکټ اخیستونکي لوبغاړي؛ راشد دویم او مجیب اووم دی

لیکنه: محمدصابر حمیدي ایسفاین کریک‌انفو په شل اوریزه سیالیو کې د تېر ۲۰۲۰م کال تر ټولو زیاتې ویکټ اخیستونکې لوبغاړي معرفي کړي، چې افغان لوبغاړی راشدخان په یاد لیست کې د ۵۶ ویکټو په اخیستلو سره دویم ځای او مجیب ځدران بیا د ۳۷ ویکټو په اخیستلو سره اووم ځای لري. https://www.facebook.com/18429207554/posts/10157828908562555/ په شل اوریزه سیالیو کې د ۲۰۲۰م کال زیاتې ویکټ اخیستونکي لوبغاړي ۱ـ حارث رووف د پاکستان ملې لوبډلې، ۳۷ لوبو کې ۵۷ … نور ولولئ
سپورټ

ویاړ؛ بیګ‌باش کې راشدخان د زیاتو ویکټ اخیستونکو لوبغاړو په سر کې دی

لیکنه: محمدصابر حمیدي د اسټرالیا هیواد په کورنیو تجارتي سیالیو بیګ‌باش کې د ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې نامتو او تکړه افغان لوبغاړي راشدخان ارمان تر دې دمه تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستې او د لیست په سر کې ځای لري. راشدخان په اوو لوبو کې په ۱۹،۷ ایکانومي سره تر دې دمه ۱۱ ویکټې اخیستې دي. هغه په دې اوو لوبو کې ۱۹۴ منډې ورکړې دي. د راشدخان ترڅنګ بیا د اسټرالیا په دې لیګ کې … نور ولولئ
سپورټ

د اسټرالیا په بیګ‌باش لیګ کې یوځلې بیا راشدخان ښه وځلېد

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه افغان لوبغاړي پرون یکشنبه د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې د خپلې ښې توپ‌اچونې له امله درې ویکټې واخیستې او ښه وځلېد. راشدخان ارمان د خپلې لوبډلې ایډلیډ سټرایکرز لپاره په پرونۍ لوبه کې څلور اورونه ترسره کړل، ۱۸ منډې یې ورکړې او درې ویکټې یې واخیستې. د اسټرالیا د بیګ باش لیګ په ۲۶مه لوبه کې پرون د راشدخان لوبډلې ایډلیډ … نور ولولئ
سپورټ

پاکستاني لوبغاړو په نیوزیلنډ کې د کرایسچرچ جومات د پيښې له قربانیانو سره وکتل

لیکنه: محمدصابر حمیدي د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړو په نیوزیلنډ کې د کرایسچرچ جومات د پيښې له قربانیانو سره وکتل او له هغوی سره یې خواخوږي وښودله. https://www.facebook.com/122256314471875/posts/4038811446149656/ د کرایسچرچ په النور جومات کې د ۲۰۱۹م کال په مارچ میاشت کې یوه سپین پوستي سړي ډزې کړې وې، چې ۵۱ کسان یې وژلې وه. پاکستانۍ لوبډله په نیوزیلنډ کې د پاکستان او نیوزیلنډ کرکټ ملې لوبډلې اوس د نیوزیلنډ په کوربتوب د دوو … نور ولولئ
سپورټ

په انسټاګرام کې د رونالډو پالورز ۲۵۰ میلیونه کسانو ته ورسېدل

لیکنه: محمدصابر حمیدي د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او ایټالوي کلب یوونټوس د تکړه او نامتو لوبغاړي کریسټیانو رونالډو پالورز په انسټاګرام کې ۲۵۰ میلیونه کسانو ته ورسېدل، چې په دې سره یې نړیوال ریکارډ جوړ کړ. لکه څنګه چې رونالډو د فوټبال په میدان کې ښه لوبیږي، همغسي پر ټولنیزو رسنیو هم په زیات ډول تعقیبوونکي لري، چې د هغو له ډلې څخه یې یو هم انسټاګرام دی. رونالډو یوازینی کس دی، … نور ولولئ
سپورټ

رییس احمدزی: د ایرلینډ په وړاندې لوبغاړي ټول د وړتیاوو په اساس ټاکل شوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې پرون شنبه د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د لیګ په درشل کې د ایرلینډ پر وړاندې د دریو یو ورځنیو نړیوالو لوبو نوملړ اعلان کړ. د افغان کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د بورډ ډایریکټر رییس احمدزي ویلي، چې ټول لوبغاړي د خپلې غوره وړتیا، فټنس او فزیکي تکړښت په پایله کې غوره شوي دي. هغه ویلي: «په … نور ولولئ