سپورټ

فضلي: دوې نړیوالې لوبډلې به له افغانستان سره په هیواد دننه لوبې وکړې

د افغانستان د کرکټ بورډ تازه ټاکل شوي عمومي رئیس عزیزالله فضلي ویلې، دوې نړیوالې لوبډلې به افغانستان ته راشې او دلته به له افغان لوبډلې سره دوې دوستانه سیالۍ ترسره کړې.   عزیزالله فضلي چې د شپږیزه کرکټ لیګ د بولي په مراسمو کې یې خبرې کولې وویل، ددې کار څخه یې اصلي موخه د کرکټ نړیوالې شورا او نړیوالو ته ډاډ ورکول دي، ترڅو د نوي حکومت د منځته راتګ سره سم په … نور ولولئ
سپورټ

په ټېسټ لوبو کې د یوې پاڼۍ تر ټولو کمې منډې؛ هندۍ لوبډله په ۷۸ منډو وسوځېده

  ټېسټ لوبې د کرکټ د وړتیاوو د ښودلو سیالۍ دي، په دې لوبو کې د بالر او توپوهونکي مقابله وي، که توپوهونکي د هرډول بالر پر وړاندې مقاومت وښود او منډې یې جوړې کړې؛ نو توپوهونکی بریالی بلل کېږي.   په ټېسټ لوبو کې د یوې پاڼۍ تر ټولو کمې منډې ۱۹۵۵ م کې نیوزیلېنډ د انګلستان پر وړاندې ۲۶ منډې کړې وې چې دا د ټېسټ لوبو په لړۍ کې تر ټولو کمې … نور ولولئ
سپورټ

د هند په راجستان کې د کرکټ په ټورنمنټ کې د طالبانو په نامه لوبډله باندې بندیز ولګېد

د هندوستان په راجستان ایالت کې یو سیمه ییز کرکټ ټورنمنټ پیل شوی دی. په دې سیالیو کې یوه لوبډله د طالبانو په نامه وه، چې لومړۍ لوبه یې ترسره کړه. خو کله چې دا لوبډله ولوبېده، د نړۍ زیاتره سترو رسنیو په دې لوبډله راپورونه جوړ کړل. لوبې د راجستان  ایالت په جېسلمر ولسوالۍ کې د بانیانا په کلي کې جریان لري. دا چې د اګسټ په ۱۵ مه ۲۰۲۱ کې طالبانو د افغان … نور ولولئ
سپورټ

لوک رایټ: راشدخان لوی زړه لري، زه د هغه زړورتیا ته حیران یم

انګلستاني کرکیټر لوک رایټ او د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د راشدخان د ټیم سوسیکس لوبډلې لوبغاړي لوک رایټ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، راشدخان ارمان لوی زړه لري او هغه څه چې دده په ژوند او دده پر وړاندې پېښېدونکې دي او راشدخان یې اداره کوي او ورسره مبارزه کوي هیڅ د منلو نه دي.   لوک رایټ ویلې، د نړۍ له مشهوره لوبغاړو سره لوبېدلی، خو راشدخان په لوبه کې … نور ولولئ
سپورټ

فیضي: د زیاتو هیوادونو دروازې راته خلاصې دي، خو له هیواد سره د میني په خاطر نه ځم

د ازادي مبارزې مشهوره او تکړه افغان لوبغاړي عبدالسمیع فیضي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، پوره ۱۵ کاله کیږي، چې د ازادي مبارزې سیالۍ کوي او ۲۲ ځلې نړیوالو میدانونو کې لوبېدلی، چې په همدې موخه زیات هیوادونه غواړي دی خپل هیواد ته وروبولي، خو د افغانستان سره د میني په خاطر همدلته له خپلو هیوادوالو سره پاتیږي.   فیضي پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې لیکلې، افغانستان ټولو ځوانانو ته اړتیا لري، که چیري … نور ولولئ
سپورټ

ټیسټ کرکټ کې ویراټ کوهلي د کومو توپ اچونکو لخوا زیات سوځول شوی?

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر، چې د خپلې ښې توپوهنې له امله په نړیواله کچه شهرت او مینوال لري، د ټیسټ کرکټ پیل یې د هند په ملې لوبډله کې د ۲۰۱۱م کال د جون میاشتې په ۲۰مه نېټه د ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندې وکړ.   ویراټ کوهلي په ۹۴ ټیسټ لوبو کې ۷۶۰۹ منډې جوړې کړې دي، چې پکې ۲۷ سلیزې او ۲۵ بیا پنځوسیزې شاملې دي او د … نور ولولئ
سپورټ

پاراُلمپیک سیالیو کې افغان لوبغاړي ګډون نه کوي، خو درې رنګه بیرغ د خواخوږۍ په موخه ورپول سو

د جاپان په توکیو ښار کې د پرون سې شنبه ‹‹د اګسټ میاشتې په ۲۴مه نېټه›› د پاراُلمپیک سیالۍ پیل شوې، چې دې سیالیو ته له افغانستان دوو لوبغاړو نارینه او ښځینه ورته لاره پیداکړې وه، خو د هیواد د روان وضعیت له امله دوی پکې ګډون ونشو کړای.   The #Paralympics is alive with colour 💙💚💛🧡💜❤#Tokyo2020 #OpeningCeremony pic.twitter.com/cODqyxWNsd — Paralympic Games (@Paralympics) August 24, 2021     ټاکل شوې وه، ذکیه خداداي په تکواندو … نور ولولئ
سپورټ

راشد په بلاسټ سیالیو کې خپله لوبډله نیمه پایلوبې ته ورسوله او غوره لوبغاړی شو

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړی راشدخان ارمان د انګلستان د سل بالیزه کرکټ لیګ د پای ته رسېدو سره سم پرون د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې له خپلې لوبډلې سوسیکس سره بیا په کواټر پاینل لوبه کې یوځای شو.   راشدخان ارمان یارک شایر لوبډلې پر وړاندې د زبردستې توپ اچونې ترڅنګ په زړه پورې توپوهنه هم وکړه، چې خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان او پاکستان درې لوبې ۲۰۲۲ کال ته وځنډول شوې

  د افغانستان او پاکستان د درېیوو یو ورځنیو لوبو په اړه په درې ورځو کې درې ډول، ډول خبرونه خپاره شول. لومړی خبر داسې و چې افغان کرکټ بورډ له بي پلان څخه ګټه اخلي. پلان یې دا و چې لوبډله به لومړی پاکستان ته ځي، له هغه ځایه به دوبۍ ته ځي او بیا به سریلانکا ته B ځي؛ خو دا پلان یې د اګسټ په ۲۳ مه د دوشنبې په ورځ په … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبغاړو نه غوښتل پاکستانۍ لوبډلې سره پاکستان کې لوبې وکړې

د افغانستان او پاکستان کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ درې یوورځنۍ لوبې د افغانستان په کوربتوب سریلانکا هیواد کې پلان شوي وې، خو د لوژیستیکي ستونزو له امله په دویم پلان کې باید په پاکستان کې ترسره شوي وای، چې افغان لوبډله ددې اونۍ په وروستیو کې پاکستان ته د طورخم له لارې تله.   د سوپرلیګ برخه دا لوبې، چې د راتلونکې سیپټمبر میاشتې له درېیمې نېټې څخه پلان شوي وې، اوس په راتلونکې ۲۰۲۲م … نور ولولئ