سپورټ

فوټبال؛ نن بارسلونا د اتلاتیک بلباوو لوبډلې سره پایلوبه ترسره کوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د اسپانیا هیواد د فوټبال سوپر کپ نیمه پایلوبو ته بارسلونا، ریال ماډریډ، ریال سوسیداد او اتلاتیک بلباوو فوټبال لوبډلو لاره پیداکړې وه. لومړۍ نیمه پایلوبه د تیرې چهارشنبې په ماخستن د بارسلونا او ریال سوسیداد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې لوبه یو ـ یو ګول مساوي شوه، خو وروسته درې پر دوه په پینالټیو کې بارسلونا بریا خپله کړه. دویمه نیمه پایلوبه تېره پنجشنبه ماخستن د ریال ماډریډ او اتلاتیک … نور ولولئ
سپورټ

تر سریز مخکې افغان کرکټ لوبډلې ایرلنډ ته ماتې ورکړه

لیکنه: محمد صابر حمیدي د افغان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درو یو ورځنیو نړیوالو لوبو مخکې پرون شنبه تمریناتې لوبه ترسره شوه، چې پکې افغانانو په ۲۲ منډو توپیر ایرلنډیانو ته ماته ورکړه. د لوبې حال افغان کرکټ بورډ وایي، چې افغان ايلېون لوبډلې پرون د ايرلنډ پر وړاندې په يوې تمريناتي لوبه کې د ۲۲ منډو په توپير بريا خپله کړه. په دغه تمریناتي لوبه کې افغان لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره … نور ولولئ
سپورټ

د انګلستان لوبډلمشر جیوروټ په ټیسټ لوبو کې اته زره منډې بشپړې کړې

لیکنه: محمدصابر حمیدي د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر جیوروټ د کرکټ په ټیسټ لوبو کې ۸۰۰۰ منډې بشپړې کړې. روټ د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندې په لومړۍ ټیسټ لوبه کې په اول وار توپوهنه کې ۲۲۸ منډې وکړې او په ټیسټ لوبو کې یې د خپلو منډو لړۍ تر اتو زرو پوري ورسوله. ښاغلي روټ دا اته زره منډې په ۹۷ ټیسټ لوبو کې جوړې کړې، چې په دې ۹۷ لوبو … نور ولولئ
سپورټ

رحمن الله ګربز: خوښ یم چې د متحده عربي اماراتو په لس اوریزه لیګ کې اخیستل شوی یم

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او ځوان توپوهونکی رحمن الله ګربز وایي، خوښ دی، چې د متحده عربي اماراتو په لس اوریزه لیګ کې ډهلي بولز لوبډلې اخیستی. د ګربز ددې څرګندونو ویډیو ډهلي بولز لوبډلې پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې خپره کړې ده. https://www.facebook.com/1474790525890354/posts/3571515069551212/ د متحده عربي اماراتو د کرکټ لس اوریزه لیګ د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۸مه نېټه پیلیږي او د فیبرورۍ میاشتي په ۶مه نېټه پای … نور ولولئ
سپورټ

د نیوزیلېنډ ښځينه لوبغاړې په شل اوریزو لوبو کې تاریخي سلیزه ووهله

د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې ښځینه توپوهونکې سوفي ډیواین په ۳۶ توپونو چټکه سلیزه ووهله او په شل اوریزو لوبو کې یې ستر ریکارډ ثبت کړ. نوموړې په ښځينه کرکټ لوبغاړو کې دویمه لوبغاړې شوه، چې په شل اوریزو لوبو کې چټکه سلیزه ثبتوي. هغه دغه ریکارډ د وېلېنګټن بلېز لوبډلې په ملاتړ جوړ د پنجشنبې په ورځ جوړ کړ. د نیوزیلېنډ ښځينه کرکټ ټولچارې یا الراونډرې سوفي ډیواین د پنجشنبې په ورځ د نیوزیلېنډ په … نور ولولئ
سپورټ

د راشدخان په نشتون کې یې لوبډله په ستر توپیر ماته شوه

افغان ګوګلي ماسټر د پنجشنبې په ورځ د اسټرالیا بېګ باش لیګ پرېښود او په دوبۍ کې له خپل ملي ټیم ملګرو سره یو ځای شو. کله چې هغه په بېګ باش لیګ کې له اډیلایډ سټرایکرز سره مل و لوبډله یې هم خورا بریالۍ وه. ځکه راشدخان په هره لوبه کې غوره توپ اچونه کوله، په ۴ اورونوکې یې په اوسط ډول له ۲۴ زیاتې منډې نه ورکولې او له یوې وېکټې نیولې تر … نور ولولئ
سپورټ

د ملي لوبډلې سره د یوځای کېدو په موخه راشدخان متحده عربي اماراتو ته ورسېد

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه توپ‌اچونکي راشدخان ارمان د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې د خپلې لوبډلې لپاره د دوشنبې په ورځ خپله وروستۍ لوبه ترسره کړه. په یاده وروستۍ لوبه کې راشدخان هم توپ اچونه او هم توپوهنه وکړه، چې په توپوهنه کې یې ۴ منډې وکړې او توپ اچونه کې یې بیا ۴ آورونه وکړل، ۲۹ منډې یې ورکړې او ۲ ویکټې یې واخیستې. تر … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال؛ ریال ماډریډ ونشو کولای د بارسلونا ټیم سره پایلوبې ته ووځي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د اسپانیا هیواد د فوټبال سوپر کپ نیمه پایلوبو ته بارسلونا، ریال ماډریډ، ریال سوسیداد او اتلاتیک بلباوو فوټبال لوبډلو لاره پیداکړې وه. لومړۍ نیمه پایلوبه د چهارشنبې په ماخستن د بارسلونا او ریال سوسیداد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې لوبه یو ـ یو ګول مساوي شو، خو وروسته درې پر دوه په پینالټیو کې بارسلونا بریا خپله کړه. دویمه نیمه پایلوبه تېره شپه د ریال ماډریډ او اتلاتیک بلباوو لوبډلو … نور ولولئ
سپورټ

د لس آوریزه لیګ د لوبو مهالوېش خپور شو

لیکنه: محمدصابر حمیدي د متحده عربي اماراتو د کرکټ لس اوریزه لیګ د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۸مه نېټه پیلیږي او د فیبرورۍ میاشتي په ۶مه نېټه پای ته رسیږي. په دې لیګ  کې اته لوبډلې مراتا عربینز، بنګله ټایګرز، ډهلي بولز، نارترن وایررز، ډیکن ګلډیټرز، قلندرز، ابودوبۍ او پوني ډیویلز شاملې دي. یادو اتو ګډونوالو لوبډلو ته د لوبغاړو د پیر مراسم«بولي» څو ورځې وړاندې ترسره شوه، چې پکې ۱۵ افغان لوبغاړي واخیستل شول. … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبډله له ایرلینډ سره د سیریز لپاره د بل هیواد په لټه کې ده

د کرېک بز وېب پاڼې لیکلي، چې افغان کرکټ بورډ د دوبۍ پر ځای د یو بل هېواد په لټه کې دی، چې کرونا ویروس پکې نه وي، چې له ایرلېنډ سره سیریز پکې وکړي. دې وېب پاڼې لیکلي، چې اوسمهال د افغان کرکټ بورډ وروستۍ هیله د عمان هېواد دی. دې وېبپاڼې کښلي:  « افغانستان به ډېر ژر عمان د هوم ګراونډ یا کورني لوبغالي په توګه وکاروي». یادې وېب پاڼې د افغان کرکټ … نور ولولئ