سپورټ

د ډیویلرز نړیوالو لوبو ته کتنه

راپورونه ورکول کېدل، چې د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړی اي بي ډیویلرز به یوځلې بیا نړیوالو لوبو ته راستون شي، خو د سویلي افریقا کرکټ بورډ وايي، هغه پر خپلې پرېکړې ولاړ دی او نه غواړي یوځلې بیا نړیوالو سیالیو ته راوګرځي. اي بي ډیویلرز په ۲۰۱۸م کال کې په ناڅاپي توګه د نړیوالو لوبو سره مخه ښه وکړه او په یوه ویډیويي پيغام کې یې وویل، چې د کرکټ څخه … نور ولولئ
سپورټ

اسټرالیا سره د افغانستان د ټیسټ لوبې رسمې نېټه اعلان شوه

افغان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، چې د افغانستان او اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ به یوازینۍ ټیسټ لوبه د روان ۲۰۲۱م کال د نوومبر میاشتې له ۲۷مې بیا د ډیسمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې ترسره شي. اعلامیه کې ویل شوي، دا لوبه د اسټرالیا په کوربتوب د هوبارټ ښار په بلن ستوڼ کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.   https://www.facebook.com/AfghanistanCricketBoardOfficial/photos/a.1591919041062688/2943001115954467/?type=3   یاده اعلامیه کې د اسټرالیا سره د یادي یوازینۍ … نور ولولئ
سپورټ

ډیویلرز ولې نړیوال کرکټ ته نشو راستون؟ دلته پرې خبر شئ

د څه مودې راهیسي راپورونه ورکول کېدل، چې د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او بریدګر لوبغاړی ډیویلرز یوځلې بیا نړیوالو سیالیو ته راګرځي، خو سویلي افریقا د ویسټ انډیز او ایرلینډ پر وړاندې خپلې لوبډلې اعلان کړې، چې پکې ډیویلرز شتون نه لري. د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې روزونکي مارک بوچر له رسنیو سره په خبرو کې دا څرګنده کړه، چي ډیویلرز ولي په ۲۰۱۸م کال کې په ناڅاپه توګه … نور ولولئ
سپورټ

ابوظبۍ اجازه ورکړه، چې د PSL پاتې سیالۍ دي هلته وشي؛ خو…

د راپورونو له مخې ابوظبۍ اجازه ورکړې، تر څو د پاکستان سوپرلیګ پاته ۲۰ لوبې دي د پاکستان پرځای په ابوظبۍ کې ترسره شي. د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو ۱۴ لوبې ترسره شوي، چې د کورونا له امله وځنډول شوې او اوس یې شل لوبې پاته دي، چې پاکستان کرکټ بورډ د ابوظبۍ په کوربتوب ددې ښار د مسئولینو خبر ته په تمه وه، چې دا دی تازه دې ښار ورته د کوربتوب اجازه ورکړه. … نور ولولئ
سپورټ

شعیب اختر هم پر پاکستاني کرکټ بورډ نیوکې وکړې

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني تېز توپ‌اچونکي شعیب اختر له دې امله پر پاکستان کرکټ بورډ نیوکې کړې، چې ګواکې لوبغاړي ملې لوبډلې ته د وړتیاوو په اساس نه دي ټاکل شوي. شعیب اختر د «PTV Sports» سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، د پاکستان کرکټ بورډ باید په دې پوه شي، چې په ښه حالت کې کرار نه لري. هغه زیاته کړه: « زه فکر کوم، چې باید د پاکستان کرکټ … نور ولولئ
سپورټ

بټلر: د دوو هندي لوبغاړو ځلېدو اړ کړم، چې کرکټ پيل کړم

د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه ویکټ ساتونکي او توپوهونکې جوش بټلر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې د کرکټ پيلولو او کولو اصلي سرچینه یې په انګلستان کې د دوو هندي لوبغاړو د ښه ځلیدو له امله وه. د جوش بټلر څخه په کریک‌بز ژوندۍ خپرونه کې وپوښتل شول، چې څنګه دي کرکټ ته مخه کړه او څنګه دي کرکټ خپل مسلک وټاکه، چې بټلر یې په ځواب کې وویل، … نور ولولئ
سپورټ

له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۲۰ پورې د آی‌پي‌اېل غوره توپوهنې

  د آی‌پي‌اېل له پیل څخه تر دې دمه ځېنو لوبغاړو چټک اننګزونه لوبولي او د خپلې لوبډلې په ګټه یې ګټونکې پاڼۍ لوبولي دي.   یوسف پټان یوسف پټان هغه الراونډر دی، چې د کلکتې لوبډلې لپاره یې په منځنۍ برخه کې د یو فېنېشر او هیټر رول لوبولی دی او تل یې ښې لوبې د کلکتې لپاره ګټلي دي. خو په ۲۰۰۸ کې دی له راجستان لوبډلې سره و او د چینای سوپرکېنګز … نور ولولئ
سپورټ

د ننګرهار په چپرهارکې د ملي یووالي په نوم د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

  یادې سیالۍ مې په ۱۱ مه د تېرې سه شنبې په ورځ د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې او د دوشنبې په ورځ د مې په ۱۷ مه پای ته ورسېدې. په سیالیو کې د چپرهار ولسوالۍ ګڼو لوبډلو او د نورو سیمو د والیبال ټیمونو ګډون کړی و. له سیالیو څخه موخه د خوښۍ شېبې رامنځته کول، د خلکو پر شونډو مُسکا خپرول او ملي … نور ولولئ
سپورټ

بارسلونا ښځینه ټیم نړیوال اتل شو؛ ریکارډ یې هم جوړ کړ

وړمه شپه د ښځینه وو ترمنځ د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ پایلوبه ترسره شوه، چې په کې د بارسلونا او چلسي ښځینه لوبډلې یو د بل پر وړاندې ولوبېدې. ددې لیګ په پایلوبه کې بارسلونا څلور ګولونه پر دوه د چلسي ښځینه فوټبال لوبډلې ته ماتې ورکړه. دا چې د ښځینه وو ترمنځ د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ «چمپېنزلیګ» د ۲۰۰۱م کال څخه راپيل سوی، خو دا د بارسلونا ښځینه لوبډلې پکې لومړۍ … نور ولولئ
سپورټ

شپږ هغه پاکستاني لوبغاړي، چې IPL کې لوبېدلي

د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې پنځه لوبغاړي، شعیب اختر، شعیب ملک، مصباح‌الحق، سهیل تنویر او شاهد افریدي د هند آی پي ایل لیګ په لومړي پړاو کې «۲۰۰۸م کال» د بېلابیلو لوبډلو سره ولوبېدل.   ۱ـ شعیب اختر   د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې تېز توپ‌اچونکی شعیب اختر په ۲۰۰۸م کال کې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې لپاره لوبېدلی، چې د یادي لوبډلې لپاره یې په دریو لوبو کې پنځه ویکټې اخیستې دي.   … نور ولولئ