سپورټ

د هندوستان لپاره په ټېسټ لوبو کې د کال مخکښ توپوهونکي

  له ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د هندوستان لپاره ځېنو لوبغاړو په هر کال کې ځانونه مخکښ راوستي دي. په دې توپوهونکو کې سچېن ټېنډولکر په ۲۰۱۰ کې په ټېسټ لوبو کې ۱۵۶۲ منډې کړې وې او د هند د لوبغاړو په منځ کې مخکښ سکورر و. په ۲۰۱۱ کې راهول ډراوېډ په ټېسټ لوبو کې ۱۱۴۵ منډې کړې وې او په دې کال د هند لپاره په ټېسټ لوبو کې غوره … نور ولولئ
سپورټ

د افغان لوبډلې نوی لوبډلمشر او پر وړاندې یې پروت مزل

  افغان لوبډله اوس په یو نوي پړاو کې ده او تازه یې د سترو لوبډلو سره لوبو تابیا نیولې ده. دا چې افغان لوبډله په لوبلړیو کې یو نوي پړاو او سټېج ته ورغلې ده؛ نو ورسره جوخت پخوانی لوبډلمشر اصغرافغان ګوښه شو او پر ځای یې حشمت الله شهیدي لوبډلمشرشو. شهیدي لوبډلمشري تر اوسه نه ده کړې او دا یې لومړی ګام دی، چې دې برخه کې یې په پوړۍ یا زینه ږدي. … نور ولولئ
سپورټ

ایا حبیب نورمحمدوف بیرته لوبو ته راستنیږي؟

  د حبیب نورمحمدوف لوبې او ورسره مخه ښه یې   په ۷۰ کیلو ګرام وزن کې د ازادي مبارزې نړیوال اتل حبیب نورمحمدوف د تېر ۲۰۲۰م کال د اکتوبر میاشتې په ۲۶مه نېټه امریکايي سیال جاستین ګیجي ته تر ماتې ورکولو وروسته د ازادي مبارزې سره مخه ښه وکړه. یاده لوبه چې په ابوظبۍ کې ترسره شوه، تر بریا وروسته مسلمان روسي لوبغاړي حبیب په چیغو ـ چیغو وژړل او ویې ویل، چې په … نور ولولئ
سپورټ

د رحمن‌الله ګربز ورور، مسعود ګربز هم تکړه توپوهونکی دی

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې د تکړه او ځوان توپوهونکي او ویکټ ساتونکي رحمن‌الله ګربز ورور مسعود ګربز د خانزاده کندهار په غوره لیګ سیالیو کې ولوبېد، چې د نورو لوبو ترڅنګ یې پایلوبه کې خورا په زړه‌پوري توپوهنه وکړه.   د خانزاده کندهار غوره لیګ پایلوبه   د خانزاده کندهار غوره لیګ د شپږ لوبډلو ترمنځ لس ورځې وړاندې په کندهار کې پیل شوی و، چې پایلوبې ته یې د ناصر افغان منډیګګ … نور ولولئ
سپورټ

سامیول بدري: نوین‌الحق د ځانګړي استعداد خاوند دی

د ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې پخوانی لوبغاړی سامویل بدري ویلي، افغان لوبغاړی نوین‌الحق د یوه ځانګړي استعداد خاوند دی. د «1st Sports Event» په نوم یوې ورزشي پاڼې پرخپلې رسمې ټویټرپاڼې د سامیول بدري هغه ویډیو خپره کړې، چې پکې د نوین‌الحق په اړه یې پکې څرګندونې کړې.   As the great @qmanbad says to all the fans of @imnaveenulhaq it’s really exciting.we’re bringing something very special for this special talent.Stay tune & don’t … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال؛ دایکندي کې د لوبې غوره لوبغاړي ته ۱۰۰ افغانۍ ورکول کیږي

د راپورونو له مخې د دایکندي فوټبال فدراسیون ددې ولایت د فوټبال په روان لیګ کې د لوبې غوره لوبغاړي ته یوازې او یوازې ۱۰۰ افغانۍ ورکوي. د دایکندي فوټبال فدراسیون له لوري دا کړنه، پر ټولنیزو رسنیو لیکوالانو، خبریالانو او د ټولنیزو رسنیو ګڼو کارکونو غندلې او ویلې یې دي، چې دا د یوه لوبغاړي ټیټ معرفي کول دي.   https://www.facebook.com/photo.php?fbid=325889902254009&set=a.290695302440136&type=3   ددې کار څخه د دایکندي فوټبال فدراسیون اصلي موخه   دایکندي د … نور ولولئ
سپورټ

د افغان لوبغاړو په اړه د اسټرالیا بېګ باش لیګ تبصره

  د اسټرالیا د کرکټ بورډ په وېب پاڼه کې د هغو افغان لوبغاړو یوه وېډیو پورته شوې، چې په بېګ باش لیګ کې لوبېدلي دي او په مختلفو برخو کې یې لاسته راوړنې لرلي دي. دې وېب پاڼې د راشدخان، محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن، قیس احمد او ظاهرخان ویډیو پورته کړې ده او ورسره لیکلي یې دي، چې بیسټ اف د افغانز اېن کی ایف سي. Best of the Afghans in KFC. د … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال؛ افغان لوبډلې د بنګله‌دېش سره لوبه مساوي کړه

د افغانستان د فوټبال ملې لوبډله د اسیا ملتونو جام او نړیوال جام ته د لاري پيداکولو په موخه تېره شپه د بنګله‌دېش فوټبال ملې لوبډلې سره ولوبېده، چي لوبه یو ـ یو مساوي پای ته ورسېده. دا لوبه چي د قطر هیواد دوحې ښار په «جاسم بن حمد شهر» فوټبال لوبغالي کې ترسره شوه، پکې د افغانستان لپاره امرالدین شریفي د لوبې په ۴۸مه دقیقه کې ګولوهنه وکړه. دا چي لوبه ۶۴ سلنه د … نور ولولئ
سپورټ

د افغان کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشران او لوبې یې

افغان کرکټ ملې لوبډلې په ۲۰۰۹م کال کې د دویمه درجه هیوادونو سره سیالۍ کولې، چې له هغه وروسته یې تر دې دمه پورې نوروز منګل، کریم خان صادق، محمد نبي عیسی خېل، اضغر افغان، ګلبدین نایب او راشدخان ارمان لوبډلمشرۍ کړي، خو څو ورځې مخکې حشمت‌الله شهیدي په ټیسټ او یو ورځنیو لوبو کې د افغان لوبډلې نوی لوبډلمشر وټاکل شو او کرکټ بورډ وايي د شل اوریزه سیالیو لوبډلمشر به هم ډېر ژر … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان سوپرلیګ «PSL» د جون په نهمه پیلیږي

د پاکستان د کرکټ غوره لیګ ۲۰ سیالۍ، چي د کورونا له امله ځنډول شوي وې، د جون په لومړۍ نېټه پېلېدې، خو یوځل د جون پنځمي ته او اوس بیا د جون نهمي نېټې ته وځنډېدې. د پاکستان سوپرلیګ له لوري د خپرې شوي رسمي اعلامیې له مخي، د پاکستان پي ایس لیګ به د جون میاشتې په نهمه نېټه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شي او د یادي میاشتې … نور ولولئ