سپورټ

سبا «PSL» لیګ د اوو افغان لوبغاړو په شتون کې پيلیږي

د پاکستان د کرکټ غوره لیګ ۲۰ سیالۍ، چي د کورونا له امله ځنډول شوي وې سبا چهارشنبه یوځلې بیا پيلیږي، چې په لومړۍ لوبه کې سبا ماښام لاهور قلندرز لوبډله او اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې یو دبل پر وړاندي لوبیږي. د پاکستان پي ایس لیګ به سبا چهارشنبه د جون میاشتې په ۹مه نېټه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شي او د یادي میاشتې تر ۲۲مي نېټې پوري به دوام … نور ولولئ
سپورټ

فاف ډوپلیسي؛ د شل اوریزو لیګونو زیاتوالی نړیوال کرکټ ته ستر ګواښ دی

  د سویلي افریقا لوبډلې پخواني لوبډلمشر او د کرکټ د نړۍ غوره توپوهونکي فاف ډوپلیسي په یوه مرکه کې ویلي، چې د شل اوریزو او لس اوریزونو لیګونو زیاتوالی نړیوال پنځوس اوریز او ټېسټ کرکټ له ګواښ سره مخ کوي. هغه د شل اوریزو سوداګریزو لیګونو او د نړیوال کرکټ ترمنځ د توازن خبره کړې ده، د هغه په اند په اوس وخت کې سوداګریز لیګونه تر نړیوال کرکټ زیات دي. نوموړي ویلي دي: … نور ولولئ
سپورټ

په فعالو کرېکېټرانو کې زیاتې وېکټې اخیستونکي لوبغاړي

  د کرکټ په نړۍ کې د افغان لوبغاړو ترڅنګ د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه تکړه کرکټ لوبغاړي لوبېږي، د دغو لوبغاړو په منځ کې ځېنې چې لا هم په نړیوال او یا هم سوداګریزونو لیګونو کې لوبېږي، دغو لوبغاړو کې هغه لوبغاړي درپېژنو، چې تر ټولو یې زیاتې وېکټې واخیستې. جېمز انډرس د انګلستان چټک ښي لاسی توپ اچوونکی دی چې په ۲۰۰۲ کې د انګلستان لوبډلې ته راغلی دی. ده په ټول … نور ولولئ
سپورټ

عمان هم د شل اوریز جام کوربتوب ته غاړه ایښې

  د عمان هېواد اعلان کړی، چې کولای شي د عربي متحده اماراتو سره په شریکه د شل اوریز نړیوال جام کوربتوب وکړي. د عمان د کرکټ بورډ مشر پنکاج خیمجي د هندوستان د کرکټ بورډ مسوولینو سره خبرې کړي دي. عمان چې په شل اوریز جام کې لوبېږي، تمه یې ښودلې چې د نړیوال جام لومړی پړاو د عمان په مرکز مسقط کې به ترسره شي. د کرکټ نړیوالې شورا ډایرېکټر هم ویلي دي، … نور ولولئ
سپورټ

رحمان الله ګربز؛ تل هڅه کوم د لوبډلې لپاره ستر شاټونه ووهم

  رحمان الله ګربز چې اوسمهال په دوبۍ کې دی او د پي‌اېس‌اېل سیالیو پیل ته سترګې پر لار دی، په یوې مرکه کې یې ویلي دي، چې د خپلې لوبډلې لپاره پر بالرانو له لومړي سره برید کوم او ستر شاټونه وهم. هغه د ملتان سلطان لوبډلې سره یوځای شوی دی او په پاتې پاکستان سوپر لیګ لوبو کې به راڅرګند شي. هغه په مرکه کې زیاته کړې، چې راشدخان چې په پي‌اېس‌اېل کې … نور ولولئ
سپورټ

په شل اوریزو لوبو د چټکو سلیزو وهونکي لوبغاړي؛ حضرت الله ځاځی پکې درېیم ځای نیولی

  شل اوریزې لوبې د کرکټ په نړۍ کې لنډ فارمټ سیالۍ دي، په دې لوبو کې چټک لوبغاړي پکارېږي، چې په کمو یا لږو توپونو زیاتې منډې وکړې او د لوبډلې په هدف لوړولو کې مرسته وکړي. دلته هغه لوبغاړي درپېژنو چې په شل اوریزو لوبو کې یې په لږو توپونو سلیزې وهلي دي. ډېوېډ مېلر ډېوېډ مېلر چې د سویلي افریقا منځنی فېنېشر توپوهونکی دی په ۲۰۱۷ کې یې د بنګله دېش پر … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان «PSL» لیګ کې زیاتې منډه جوړونکې لوبغاړي

د پاکستان سوپرلیګ   د پاکستان د کرکټ غوره لیګ ۲۰ سیالۍ، چي د کورونا له امله ځنډول شوي وې، د جون په لومړۍ نېټه پېلېدې، خو یوځل د جون پنځمي ته او له هغه وروسته بیا د جون نهمي نېټې ته وځنډېدې. د پاکستان سوپرلیګ له لوري د خپرې شوي رسمي اعلامیې له مخي، د پاکستان پي ایس لیګ به د جون میاشتې په نهمه نېټه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې … نور ولولئ
سپورټ

د سریلانکا کورنی «LPL» کرکټ لیګ هم وځنډېد

ټاکل شوې وه، د سریلانکا د کورني کرکټ لیګ دویم پړاو د راتلونکي جولای میاشتې په ۳۰مه نېټه پيل شوی وای، خو د کورونا ویروس له امله وځنډېد. د سریلانکا کرکټ بورډ په دې تړاو ویلې، لا هم په سریلانکا کې د کورونا وبا له امله عادي حالت نه دی او اړ یو، ترڅو د سریلانکا د کورني کرکټ لیګ دویم پړاو سیالۍ وځنډوو. دا لوبې خپله په سریلانکا کې کېدې، خو اوس هلته کورونا … نور ولولئ
سپورټ

راشد: په PSL لیګ کې زما لوبېدل، د پاکستان او افغانستان اړیکي پراخوي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه سلو توپ‌اچونکي راشدخان ارمان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې د پاکستان په سوپرلیګ کې زما لوبېدل، د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکي پراخوي. راشدخان چې د پاکستان په سوپرلیګ کې د لاهور قلندر لوبډلې برخه‌وال دی او تازه یې د یادي لوبډلې سره تمرینونه هم پیل کړي، پورته څرګندونې یې په یوه ویډيویي مرکه کې کړې دي. هغه ویلي: «هغه افغان لوبغاړي، چي په پي ایس … نور ولولئ
سپورټ

عزیزالله فضلي: شپږیزه کې لوبډله اخلم، نوي ځوانان پکې لوبوم

د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني مشر او د سولي په چارو کي د دولت وزارت ستر سلاکار عزیز‌الله فضلي په خپلو تازه څرګندونو کي ویلې، غواړي د افغانستان شپږیزه کرکټ لیګ کې یوه لوبډله سپانسر کړي. هغه پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې ویلې ددې کار څخه یې یوازینۍ موخه د کورني کرکټ پیاوړتیا او د نویو ځوانو لوبغاړو موندل دي او ددې ترڅنګ یې په خپلو خبرو کې ویلې، هغه وړ کسان، چي په … نور ولولئ