سپورټ

زلمي خلیلزاد قطر کې د افغان فوټبال ملې لوبډلې لوبه له نژدې وکتله

د افغان سولي لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد پرون شپه د افغان فوټبال ملې لوبډلې لوبه له نژدې وکتله او افغان لوبغاړي یې وهڅول. افغان فوټبال فدارسیون وايي، چې د زلمي خلیلزاد ترڅنګ د یادي لوبې لپاره هیواد د مذاکره کوونکي پلاوي غړې فوزیه کوفي او په دوحه کې افغان ډیپلوماټانو لوبغالي ته تشریف وروړی وو.   https://www.facebook.com/affofficial/photos/pcb.4170045739729592/4170030323064467/?__cft__[0]=AZXZUYT8WIxpGBg9o74hfWCDcvTwcKcfCAE5P9SQwMgg7yq9Y4laX2vKSdMMZ5dvCKKZ1rLkgPDeslCCE87xQg9R5zzowdICRBclsVWP793QWFLSxB9dHptDcZeW3Lm3zLnx0cciCKd9U1s-u1hd9krz&__tn__=*bH-R   د افغان فوټبال ملې لوبډلې پرونۍ لوبه   افغان فوټبال ملې لوبډلې د اسیا … نور ولولئ
سپورټ

د راشد په اړه د جاوید افریدي څرګندونې او ورڅخه د مینوالو غوښتنه

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو لوبغاړي راشدخان ارمان پرون پنجشنبه د پاکستان په سوپرلیګ کې د پېښور زلمي لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول، چې له هغه وروسته پر ټولنیزو رسنیو خورا زیات وستایل شو.   د PSL  لیګ په پرونۍ لوبه کې راشدخان   پرون لاهور قلندرز لوبډله د پېښور زلمي لوبډلې سره میدان ته کښته شوه، چې لاهور قلندرز لوبډلې د راشدخان ارمان د بیاځلېدو په مټ بیا بریا خپله کړه. … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال؛ افغان لوبډله نن په یوه مهمه لوبه کې له عُمان سره لوبیږي

د افغانستان د فوټبال ملې لوبډله د اسیا ملتونو جام او نړیوال جام ته د لاري پيداکولو په موخه نن ماښام ۹ بجې او ۴۰ دقیقې د عُمان فوټبال ملې لوبډلې پر وړاندې د سیالي ډګر ته کښته کیږي. دا لوبه په قطر هیواد کې ترسره کیږي، چې افغان لوبډلې ورته د پوره چمتوالي خبر ورکړی. د ننۍ لوبې په اړه د افغان فوټبال لوبډلې لوبډلمشر فرشاد نور ویلې، زموږ مقابله لوبډله ډېره قوي ده، … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان زموږ ملا راماته کړه، هغه لوبه بدلونکی لوبغاړی دی

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې او ددې هیواد د کرکټ په کورنیو تجارتي سیالیو کې د ګډونوالې لوبډلې «پېښور زلمي» لوبغاړي شعیب ملک په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې راشدخان ارمان لوبه بدلونکی لوبغاړی دی. راشدخان ارمان، چې پرون په پي ایس ایل لیګ کې یې د پېښور زلمي لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول، په اړه یې شعیب ملک د پورتنیو څرګندونو ترڅنګ ویلې، چې راشدخان زموږ ملا راماته کړه. هغه ویلې: « دا … نور ولولئ
سپورټ

د شپږیزه لیګ مینوالو ته بد خبر؛ دا لیګ هم وځنډول شو

افغان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، چې د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو سیالۍ د کورونا وبا د درېیمې څپې او د عامي روغتیا وزارت د ځینو لارښوونو او بندیزونو په اساس وځنډول شوې. اعلامیه کې ویل شوي، افغان کرکټ بورډ دا شل اوریزه سیالۍ په روانه جون او راتلونکې جولای میاشتې کې کولې، چې د کورونا له امله وځنډول شوې. افغان کرکټ بورډ په یاده اعلامیه کې ویلې: «د افغانستان … نور ولولئ
سپورټ

شهزاد محمدي ۳۴ کلن سو؛ دلته مو یې لوبو ته کتنه کړې

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه توپوهونکی او ویکټ ساتونکی شهزاد محمدي نن پنجشنبه ۳۴ کلن شو، چې هغه ۳۴ کاله وړاندې د جون میاشتې په لسمه نېټه د هیواد په ننګرهار ولایت کې زېږېدلی. افغان کرکټ بورډ شهزاد محمدي ته د کلیزي مبارکي ویلې او ددې ریکارډ یادونه یې کړې:   «د افغانستان چټک توپ وهونکي او ویکټ ساتونکي محمد شهزاد ته دې ۳۴مه کلیزه مبارک وي. شهزاد د ۲۰۱۸م کال اسیا جام … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبغاړو د پاکستان پر وړاندې سیالیو ته چمتوالی پيل کړ

د افغانستان کرکټ بورډ افغان لوبغاړو ته په کابل ولایت کي د چمتوالي ۱۵ ورځنی تمریناتي کمپ پيل کړ، چي ورڅخه موخه یې د پاکستان پر وړاندې راتلونکو لوبو ته چمتوالی دی. افغان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، په یاد ۱۵ ورځني تمریناتي کمپ کې به افغان لوبغاړو ته د ملي روزونکو له لوري په توپوهنه، توپ‌اچونه او ډګر ساتنه کې ځانګړي تمرینونه ورکول سي. یاده اعلامیه کي راغلې، چي په … نور ولولئ
سپورټ

د راشدخان جالیبه توپ‌اچونه او د حیدرباد لوبډلې ستاینه یې

د راشدخان ارمان ترټولو په زړه‌پوري توپوهنه   څلور کلونه مخکې په همدې ورځ راشدخان ارمان د خپلي جالیبې توپ‌اچونې په مټ نړیوال حیران کړل او یاده توپ‌اچونه یې د خپل ژوند تر ټولو په زړه‌پوري او غوره توپ‌اچونه ده، چې ددې ترڅنګ په نړیواله سطحه بیا څلورمه غوره توپ‌اچونه ده. د ۲۰۱۷م کال د جون میاشتې په همه نېټه افغان او ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې یودبل پر وړاندي د یو ورځنیو لوبو د … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان «PSL» لیګ کې زیاتې ویکټ اخیستونکې لوبغاړي

د پاکستان سوپرلیګ   د پاکستان د کرکټ غوره لیګ ۲۰ سیالۍ، چي د کورونا له امله ځنډول شوي وې، نن چهارشنبه یوځلې بیا پيلیږي. د پاکستان پي ایس لیګ به نن چهارشنبه ماښام ۸ بجې «د جون میاشتې په نهمه نېټه» د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شي او د یادي میاشتې تر ۲۲مي نېټې پوري به دوام وکړې. په لومړۍ لوبه کې نن ماښام اته نیمي بجې لاهور قلندرز او … نور ولولئ
سپورټ

د سریلانکا د کرکټ کورنی لیګ «LPL» نه دی ځنډول شوی

څو ورځې وړاندې رسنیو راپورونه ورکړل، چي د سریلانکا د کورني کرکټ لیګ دویم پړاو د کورونا وبا له امله نامعلومې نېټې ته وځنډېد، خو اوس تازه په دې تړاو خپله سریلانکا کرکټ بورډ اعلامیه خپره کړې. یاد بورډ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، لنکا پرېمرلیګ به په همغه ټاکل شوې نېټه «د جولای په ۳۰» پيل شي او د اګسټ میاشتې تر ۲۲مي نېټې پوري به دوام وکړي. یاده اعلامیه کې ویل سوي: … نور ولولئ