سپورټ

مجیب ځدران به ډېر ژر د انګلستان په کورني لیګ کې ولوبیږي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو سلو توپ‌اچونکی مجیب ‌ځدران، چې د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې اخیستل شوی، د راپورونو له مخې هغه به سبا دوشنبه له خپلې لوبډلې «میډلیسکس» سره یوځای شي. دا لوبډله د انګلستان په یاد لیګ کې خپله راتلونکې لوبه د پنجشنبې په ورځ ترسره کوي، چې مجیب ځدران به هم په یاده لوبه کې ورسره ولوبیږي. راپورونه وايي، چې هغه څو ورځې وړاندې د انګلستان … نور ولولئ
سپورټ

ویراټ کوهلي د هند تر ټولو لوبډلمشرانو مخکې شو

د هند کرکټ ملې لوبډلې اوسنی لوبډلمشر ویراټ کوهلي، د هند ملې لوبډلې تر نورو لوبډلمشرانو د ټیست سیالیو په رهبرۍ کې مخکې شو. د نیوزیلینډ او هند ترمنځ د ټیسټ سیالیو اتلولۍ جام روانه پایلوبه د ویراټ کوهلي ۶۱مه لوبه وه، چې پکې لوبډلمشر دی او د هند تر بل لوبډلمشر مهندرا سینګ ډوهني څخه مخکې شو. هند لوبډلې د ویراټ کوهلي په لوبډلمشرۍ کې د یادو ۶۱ لوبو په ترڅ کې ۳۶ ګټلې، … نور ولولئ
سپورټ

بابراعظم یو بل ریکارډ هم په خپل نوم کړ

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې او ددې هیواد د کرکټ په روان سوپرلیګ کې د کراچي کینګز لوبډلې لوبډلمشر او تکړه لوبغاړي بابراعظم په یاد لیګ کې یو بل ریکارډ هم په خپل نوم کړ. بابراعظم لومړنی لوبغاړی شو، چې د پاکستان په سوپرلیګ کې یې خپلې ۲۰۰۰ منډې بشپړې کړې. هغه دا منډې په ۵۵ انینګزونو کې کړې دي. بابر په یادو سیالیو کې ۲۰ پنځوسیزې وهلې، خو کومه سلیزه یې نه ده … نور ولولئ
سپورټ

انسټاګرام کې د رونالډو تعقیبونکي ۳۰۰ میلیونه کسانو ته ورسېدل

د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د ایټالوي کلب یوونټوس د تکړه او نامتو فوټبال لوبغاړي کریسټیانو رونالډو تعقیبونکي په انسټاګرام کې ۳۰۰ میلیونه کسانو ته ورسېدل، چې په دې سره په نړۍ کې لومړنی کس دی، چې په انسټاګرام کې دومره تعقیبونکي لري. د تېر ۱۳۹۹ کال په جدې میاشت کې د رونالډو تعقیبونکي ۲۵۰ میلیونه کسانو ته ورسېدل، خو په دې کمه موده کې یې بیا، چې یوازې شپږ میاشتې کیږي، … نور ولولئ
سپورټ

نور‌احمد لکڼوال: دُعاوي راته وکړئ، ترڅو نورو لوبو کې هم ښه ولوبېږم

ځوان افغان لوبغاړی نوراحمد لکڼوال، چې د نورو افغانانو ترڅنګ د پاکستان په سوپرلیګ کې لوبیږي، په خپله وروستۍ لوبه کې ښه وځلېد او اوس یې تازه ټویټ پيغام کې ویلې، دُعاوي راته وکړئ، ترڅو نورو لوبو کې هم ښه ولوبېږم. نوراحمد لکڼوال پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې په خپرې کړې لیکنه کې لومړی د خپلې مور او کورنۍ څخه مننه کړې، چې تل یې ورڅخه د ښه لوبېدو په موخه ملاتړ کړی. نوراحمد لکڼوال لیکلې: … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان په «PSL» لیګ کې د ځوان افغان لوبغاړي د ځلېدو ورځ

د پاکستان سوپرلیګ په ۲۷مه لوبه کې پرون کراچي کینګز او لاهور قلندرز لوبډلې یو د بل پر وړاندې ولوبېدې، چې پکې کراچي کینګز لوبډلې په ۷ منډو توپیر لاهور قلندرز لوبډلې ته ماتې ورکړه.   د یادي لوبې بشپړ جذیات   لومړی توپوهنه کراچي کینګز لوبډلې وکړه، چې په ټاکل شلو اورونو کي یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۶ منډې وکړې او سیالي لوبډلې ته یې د ۱۷۷ منډو هدف وټاکی. کراچي … نور ولولئ
سپورټ

د نیوزیلنډ پر وړاندې ننۍ پایلوبې ته د هند ۱۱ کسیزه لوبډله

د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه   د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي د ۲۰۱۹م کال د اګسټ میاشتې د لومړۍ نېټې څخه د ټیسټ قهرمانۍ جام سیالۍ پيل کړي دي، چي په دې لوبو کې ټولې مخکښې او نامتو لوبډلې شاملې دي. د راپورونو له مخي د ټیسټ لوبو قهرمانۍ جام کې تر دې دمه پورې ټولې ۵۷ سیالۍ شوې دي، چې پایلوبه به یې نن د جمعې په ورځ ماپښین ۲ بجې … نور ولولئ
سپورټ

تیم‌سوتي: روهیت شرما په درې‌واړه فارمټونو کې فوق‌العاده لوبغاړی دی

د نیوزیلینډ د کرکټ ملې لوبډلې تېز توپ‌اچونکي تیم سوتي تازه په یوې مرکه کې د هند کرکټ ملې لوبډلې او د هند ملې لوبډلې د تکړه لوبغاړي روهیت شرما په اړه څرګندونې کړي. تیم سوتي ویلي، روهیت شرما په درې واړه فارمټونو کې غوره لوبغاړی دی او هغه کولای سي، په درې واړه فارمټونو کې هر وخت لوبه په خپل کنټرول کې واخلي. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې هند غوره توپوهونکي … نور ولولئ
سپورټ

سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي د ۲۰۱۹م کال د اګسټ میاشتې د لومړۍ نېټې څخه د ټیسټ قهرمانۍ جام سیالۍ پيل کړي دي، چي په دې لوبو کې ټولې مخکښې او نامتو لوبډلې شاملې دي. د راپورونو له مخي د … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال؛ د نړۍ غوره دفاعي لوبغاړی د ریال ماډریډ کلب څخه جلا شو

د اسپانیا فوټبال ملې لوبډلې او د اسپانوي فوټبال کلب «ریال ماډریډ» تکړه او نامتو لوبغاړی سرجیو راموس د ریال ماډریډ کلب څخه تر ۱۶ کالو لوبېدو وروسته جلا شو. هغه د ریال ماډریډ کلب لپاره ۶۷۱ لوبې وکړې، پکې ۱۰۱ ګولونه یې ولګول او ټول یې ۲۲ بېلابیلو جامونه ترلاسه کړل او دې کلب دده تر لوبډلمشرۍ لاندي ۱۲ جامونه وګټل. ددې ترڅنګ هغه په خپل لوبیز ژوند کې نورو لوبغاړو ته ۴۱ د … نور ولولئ