سپورټ

قیس احمد دې په سل بالیز کرکټ کې دویمه بریا ثبت کړه

  د انګلستان د سل بالونو لوبو کې تېره شپه ۸ مه لوبه د قیس احمد دې اړوند لوبډلې وېلش فایر او ساوترن برېف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. وېلش فایر لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې په سل توپونو د ۴ وېکټو په نقصان سره د جوني بېرسټو د ۷۲ منډو، د بېن ډکېټ د ۵۳ منډو او د ټام بنټن د ۳۴ منډو په مرسته ۱۶۵ منډې وکړې او ساوترن بریف لوبډلې ته یې … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان پر وړاندې د لوبډلې نوملړ او د خلکو نظریات

  افغان کرکټ بورډ نږدې یوه اوونۍ وړاندې د پاکستان پر وړاندې درې یو ورځنیو لوبو ته ۱۷ کسیز نوملړ اعلان کړ. یادې لوبې د کابو ۳۴ ورځې وروسته په سریلانکا کې پیليږي. په نوملړ کې شامل لوبغاړي؛ حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدران، صدیق اتل، نجیب الله ځدران، اکرام علي خېل، شاهدالله کمال، محمدنبي عیسی خېل، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، راشدخان، عبدالرحمن، نوین الحق، مجیب الرحمن، … نور ولولئ
سپورټ

اُلمپیک؛ ورور او خور د سرو زرو مډالونو په ګټلو سره تاریخ جوړ کړ

د جاپان په توکیو ښار کې د روانو ۲۰۲۰م کال اُلمپيکي سیالیو په لړ کې د کوربه جاپان هیواد دوو لوبغاړو، چي ورور او خور دي، د سرو زرو مډالونه یې وګټل او د اُلمپیک په سیالیو کې یې تاریخ جوړ کړ. اوتاآبه او هیفومي په نوم دې جاپاني خور او ورور خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه او سرو زرو مډالونه یې وګټل، چي د اُلمپیک په تاریخ کي دا لومړی ځل دی، داسي څه … نور ولولئ
سپورټ

د IPL سیالیو رسمي نېټه او د پاتې ۳۱ لوبو تازه اعلان شوی مهالوېش یې

د هند آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو لیګ ۲۹ سیالۍ د هند په کوربتوب ترسره شوې، خو له هغه وروسته یې یو شمېر لوبغاړي په کورونا اخته شول او ددې لیګ ۳۱ لوبې وځنډېدې. ددې لیګ تر ځنډېدو وروسته اسټرالیا، سریلانکا، انګلستان او متحده عربي اماراتو د هند کرکټ بورډ ته ویلې وه، تر څو ددې لیګ د پاتې لوبو کوربتوب ورکړي او ډاډ یې هم ورکړی و، چې له هر ډول ستونزو پرته … نور ولولئ
سپورټ

فضلي: نوې اعلان شوې لوبډله ډېره ښه ده، خو پکې د دریو لوبغاړو کمی دی

د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني مشر عزیز‌الله فضلي ویلي، د پاکستان پر وړاندې دریو لوبو ته نوې اعلان شوې لوبډله ډېره ښه ده، خو پکې د دریو لوبغاړو اړتیا شته، چې باید لوبډله کې اخیستل شوي وای. عزیز‌الله فضلي پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې ویلې، حضرت‌الله ځاځی، نورعلي ځدران او شراف‌الدین اشرف هغه درې وړتیا لرونکي لوبغاړي دي، چې باید لوبډله کې اخیستل شوي وای او هغه نیمګړتیاوي، چې لوبډله یې د توپوهنې په برخه … نور ولولئ
سپورټ

قیس احمد لومړی افغان شو، چې په سل توپونو سیالیو کې د لوبې غوره لوبغاړی اعلانېږي

د انګلستان د سل توپونو سوداګریزو لوبو په څلورمه لوبه کې تېره شپه قیس احمد تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه او ځان یې د غوره توپ اچونې څېره کړه. هغه چې د وېلش فایر لوبډلې په ګټه لوبېږي، د مجیب الرحمن دې اړوند لوبډلې نارترن سوپرچاجرز پر وړاندې یې په شل توپونو ۱۳ منډې ورکړې او ۴ وېکټې یې ترلاسه کړې. قیس احمد په دې سره لومړی افغان شو، چې په سل توپونو سیالیو … نور ولولئ
سپورټ

د نبي یو بل ویاړ؛ تر ویراټ‌کوهلي، مکسویل او شعیب‌ملک مخکې دی!

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې الراونډر لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل د کرکټ په یوې برخه کې د نړۍ تر مخکښو لوبغاړو اسټرالوي مکسویل، هندي ویراټ کوهلي او پاکستاني شعیب ملک څخه مخکې دی. د «Cric Tracker» د راپور له مخي افغان لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل د ۲۰۱۶م کال څخه راوروسته د شل اوریزه سیالیو په وروستیو اورونو کې تر بل هر لوبغاړي په غوره سټرایک رېټ سره توپوهنه کړې.   ۱ـ محمدنبي   د … نور ولولئ
سپورټ

ټیسټ سیالیو کې د افغانستان لپاره چا زیاتې منډې جوړې کړي؟

افغان کرکټ ملې لوبډلې تر دې دمه پورې یوازې شپږ ټیسټ لوبې ترسره کړې دي، چې په یادو شپږ ټیسټ لوبو کې ترټولو ډېرې منډې د ملې لوبډلې د درې واړه فارمټونو مخکني لوبډلمشر اصغر افغان کړي. اصغر افغان په کړیو شپږ ټیسټ لوبو کې ۴۴۰ منډې کړې، چې په دې سره په ټیسټ سیالیو کې د ملې لوبډلې لپاره ترټولو مخکښ منډه جوړونکی لوبغاړی دی. په دې لیست کې تر اصغر افغان وروسته رحمت‌شاه … نور ولولئ
سپورټ

محمدنبي په سل توپونو سیالیو کې غوره توپ اچونه وکړه

  د سل توپونو سیالیو په دویمه لوبه کې محمدنبي عیسی خېل د لندن سپایرېټ لوبډلې په ګټه ولوبېد. نوموړی په توپ اچونه کې خورا ښه وځلېد. هغه په شل توپونو شل منډې ورکړې، چې په هر توپ یې یواځې یوه منډه ورکړې ده او یوه وېکټ یې هم ترلاسه کړه. تر اوسه په داسې کمه ایکانومي توپ اچونه کوم بالر نه ده کړې، خو محمد نبي عیسی خېل د کمو منډو ورکولو بنسټ جوړ … نور ولولئ
سپورټ

جاپان کې د افغان لوبغاړو په ګډون د اُلمپيک سیالۍ پيل شوې

ټاکل شوې وه په ۲۰۲۰م کال کې د نړۍ ترټولو ستري بېلابیلې سیالۍ د جاپان په توکیو ښار کې پيل شوي وای، خو د کورونا ویروس له امله وځنډېدې او تر ځنډ وروسته دادی پرون جمعه «د جولای په ۲۳مه» په یو لړ خاصو مراسمو سره پيل شوې. په دې سیالیو کې به د افغانستان په ګډون له ۲۰۷ هیوادونو څخه ۱۱ زره ۳ سوه لوبغاړي په بېلابیلو سیالیو کې ولوبیږي. دا سیالۍ چې پرون … نور ولولئ