سپورټ

د افغانستان د تکواندو نوې او ځوانه لوبډله اردن ته ولاړه

د مسئولینو په خبره د افغانستان د تکواندو نوي ځوان لوبغاړي د نوي ځوانانو ترمنځ په آسیايي سیالیو کي د ګډون په موخه پرون چهارشنبه اردن هیواد ته ولاړه. دا به د نوي ځوانو لوبغاړو ترمنځ د تکواندو لسم پړاو سیالۍ وي، چي افغانستان به پکښي ګډون وکړي. دا سیالۍ په آسیا لویه وچه کي د ټولو هیوادونو ترمنځ د رواني جولای میاشتي په ۲۱مه د اردن په امان ښار کي پېلیږي او د یادي … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان د بدن ښکلا ملي لوبډله نیپال ته لاړه

راپور: صابر حمیدي په جنوبي آسیايي سیالیو کي د ګډون په موخه د افغانستان د بدن ښکلا ۱۴ کسیز ټیم پرون د سې شنبې په ورځ نیپال هیواد ته ولاړ. د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست مسئولین وايي، چي په دې سفر کي د یادو ۱۴ لوبغاړو ترڅنګ د ټيم مشر، روزونکي او یوه لوبڅار هم ګډون کړی. د دوي په خبره، په دې لوبغاړو کي ۱۲ هغه دي، چي دلې په افغانستان کی … نور ولولئ
سپورټ

په کابل کې د کیک بُکس ځلېدلي کندهاري لوبغاړي وستایل سول

راپور: صابر حمیدي د یکشنبې په ورځ د کندهار بدني روزني ریاست له لوري هغه کندهاري لوبغاړي وستایل سول، چي تیره اونۍ ئې په مرکز کابل کي د کیک بُکس په سیالیو کي ښې لوبي ترسره کړې او بیلابیلي لاسته راوړني ئې خپلي کړې. د کندهار د بدني روزني سرپرست رئیس مدیر آغا یاران ته وویل، چي دې لوبغاړو ته ئې بیلابیلي جایزې ورکړې. د مدیر آغا په خبره، چي ددې لوبغاړو د ستایلو څخه … نور ولولئ
سپورټ

په غزني کې د سوک وهنې سیالۍ پيل سوې

راپور: صابر حمیدي د مسئولینو په خبره د سوک وهني دا لوبي د افغانستان آزادۍ د ۱۰۰ کلیزي په ویاړ په غزني ولایت کي جوړي سوې. دا لوبي د غزني ولایت د سوک وهني په عمومي ورزشي جمنازیم کي د ۳ ورځو په جریان کي ترسره کیږي، چي موخه ئې ورڅخه د غزني منتخبي لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندل دي. د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست چارواکي وايي، چي د سوک وهني په … نور ولولئ
سپورټ

په کابل کي د والیبال روزونکو لپاره ۵ ورځنی کورس پاي ته ورسېد

د مسئولینو په خبره د والیبال لومړۍ درجې دا ۵ ورځنی کورس تیره سې شنبه په کابل ولایت کي پيل سو وو، چي موخه ئې ورڅخه د والیبال د روزونکود وړتیاوو لوړول وه. د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست چارواکي وايي، چي د والیبال په دې روزنیز کورس کي ۲۰نارینه او ښځینه روزونکو ګډون کړ وو، چي یادو روزونکو ته د نړیوال روزونکي یوسف صادقي او د لوبڅارانو د کمېټې مسئول فهیم صمیم له … نور ولولئ
سپورټ

کابل کې د ښځینه وو ترمنځ د باوولینګ لوبي ترسره وشوې

د مسئولینو په خبره د ښځینه وو ترمنځ د کابل منتخبي لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه د باوولینګ دوهم پړاو سیالۍ ترسره سوې، چي موخه یې ورڅخه د کابل منتخبې لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندل وه. د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست مسئولین وايي، چي په دې سیالیو کي ۱۵ ښځینه لوبغاړو ګډون کړی وو، چي له ډلي یې ۶ لوبغاړي د کابل منتخبي لوبډلي ته غوره کړل سوې. د … نور ولولئ
سپورټ

کندهار: د کیک بوکسینګ درې لوبغاړي ملي لوبډلي ته انتخاب شول

لیکنه: عبدالله عادل تېره اونۍ د کندهارولایت د کیک بوکسینګ فدراسیون نهه تنه غړي د سپورټ او بدني روزني د ریاست په همکارۍ په ولایتي سېالیو کي د ګډون په موخه مرکز کابل ته تللي وه چي په یادو نهه غړو کي دوه روزونکي او پاته اووه لوبغاړي (فایټران) وه. د کندهار د کیک بوکسینګ فدراسیون مسئول میرویس فرقانیار وايي چي د کندهار څخه برخه اخیستونکو ۷ لوبغاړو ټولو ښې لوبي ترسره کړې چي د … نور ولولئ
وزش او تمرین

رومن رائینز د ریسلینګ سره مخه ښه کوي

د ریسلینګ مشهور، ښکلی او قويترین ریسلر رومن رائينز خبر ورکړی چې له ریسلینګ سره خدای پاماني کوي. دغه خبره خپله رومن رائنز په یوه مرکه کې کړې ده او ویلي یې دي چې په راتلونکو دوه کالو کې ځان له ریسلینګ څخه لرې وباسي، چې په خبره یې ریسلینګ سره تر خدای پامانۍ وروسته به یې ټول پام پر نورو پروژو او فلمونو وي. باید وویل چې په هالیوډ کې د رومن رائینز لومړی … نور ولولئ
سپورټ

کندهار: د کیک بوکسینګ منتخب ټېم د ولایتي سېالیو لپاره کابل ته تللی

لیکنه: عبدالله عادل دوه ورځي وړاندي د کندهارولایت د کیک بوکسینګ فدراسیون نهه تنه غړي د سپورټ او بدني روزني د ریاست په همکارۍ په ولایتي سېالیو کي د ګډون په موخه مرکز کابل ته تللي چي په یادو نهه غړو کي دوه روزونکي او پاته اووه لوبغاړي (فایټران) دي. د کندهار ولایت د کیک بوکسینګ د فدراسیون رئیس ښاغلی میرویس فرقانیار وایي چي د هیواد په کچه د کیک بوکسینګ په یادو ولایتي سېالیو … نور ولولئ
سپورټ

امريکايي سپين سري د ځغاستو نړيوال ريکارډ جوړ کړ!

ليکنه: مدثر دعوت ۱۰۳ کلني ښځي د ځغاستو نړيوال ريکارډ جوړ کړ. تر سل کالو لوړ عمري جوليا لپاره چي د هيريکن په نوم هم پيژندل کيږي، عمر ورته يوازي يو عدد دی. هيريکن چي په امريکا کي يې د ځغاستو په سياليو کي ګډون وکړ يوځل بيا وکولای سوله چي په ۱۰۳ کلنۍ کي د سرو زرو مډال وګټي. هيريکن د ۱۰۰ متره په واټن ځغاستي لپاره يوازي په ۴۶ ثانيو کي ځان ورسوی. … نور ولولئ