سپورټ

د موتای افغان لوبغاړو په نړیوالو سیالیو کي ۴ د برنزو مډالونه وګټل

د افغانستان په ګډون د ۱۰۷ هیوادونو ترمنځ د موتای نړیوالي لوبي د ټایلېنډ هیواد په بانکوک ښار کي ترسره سوې، چي افغانانو پکښي ۴ د برنزو مډالونه خپل کړل. د موتای په دې نړیوالو سیالیو کي ۱۱ افغان لوبغاړو لوبي ترسره کړې، چي له ډلي ئې دوې ښځینه ورزشکاراني هم وې. د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي د افغان لوبغاړو له ډلي محمد یوسف، حمید حسن زاده، مشعل اسلامزي او فرشتې شېرزاد مډالونه … نور ولولئ
سپورټ

د تکواندو افغان ځوانانو په آسیايي سیالیو کي پنځم مقام خپل کړ

راپور: صابر حمیدي په اُردن هیواد کي د ۳۲ آسیايي هیوادونو ترمنځ د ځوانانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره سوې، چي د افغانستان د تکواندو نوي ځواني لوبډلي پکښي د ۲۹ نمرو او ۳ مډالونو په ګټلو سره پنځم مقام خپل کړی. د افغانستان د تکواندو فدراسیون پر رسمي فیسبوک پاڼه راغلي، چي په دې سیالیو کي افغان لوبغاړو یو د سپينو زرو او دوه بیا د برنزو مډالونه خپل کړل. افغان لوبغاړو د ګډونوالو … نور ولولئ
سپورټ

وروسی بوکسر په مسابقه کې له ټپي کېدو وروسته ومړ

روسی سوک وهونکی ماکسېم ډاډاشیف د هغه ټپ له امله ومړ کله، چې نوموړی په امریکا کې د مسابقې پرمهال ټپي شوی و. د شیف مړینه د روسیې هېواد د سوک وهنې فېدراسیون تائید کړې ده. د روسیې د سوک وهنې فدراسیون د جولای په ۲۳ مه نېټه اعلان وکړ، چې ماکسېم له خپل سیال سوبریل ماټیاس سره د جولای په ۱۹ مه نېټه په لوبه کې د ضربې له امله سخت ټپي شو، چې … نور ولولئ
سپورټ

د پارا تکواندو ملي لوبډلي په ۳۳ هیوادونو کي ۱۳م مقام خپل کړ

د افغانستان د پارا تکواندو ملي ټيم د ۳۳ آسیايي او غیر  آسیايي هیوادونو ترمنځ د پارا تکواندو په سیالیو کي یو د برنزو مډال وګټی او په دې سره ئې ۱۳م مقام خپل کړ. د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي په دې سیالیو کي د افغانستان لپاره متین هوتک وتوانېد، چي د برنزو مډال خپل کړي. د دوی په خبره، چي نورو دوو افغان لوبغاړو … نور ولولئ
روغه سټه

سهارنی ورزش ډیرې ګټې لري؛ مه یې هیروئ

ژباړه: نسیمه محمدي نن ورځ ډېری خلک د وخت څخه د ښې ګټې اخېستنې په لټه کې دي، تر څو له کم وخت څخه ډېره ګټه تر لاسه کړي؛ یو له دې شمېر ګټو څخه د وزن کمښت او د بدن د اضافي وازدې لرې کول دي، مګر د ډېرو لپاره دا پوښتنه ذهن ته راځي چې د بدن و وزن کمولو او د وازدې لرې کولو لپاره غوره وخت کوم دی؟ پدې د تر … نور ولولئ
سپورټ

د بدن ښکلا په سیالیو کي افغانانو لومړی مقام خپل کړی

د جنوبي آسیايي هیوادونو ترمنځ د بدن ښکلا په سیالیو کي د افغانستان د بدن ښکلا ملي لوبډلي د ۱۲ بیلابیلو مډالونو په ګټلو سره لومړی مقام خپل کړ. دا د جنوبي آسیايي هیوادونو ترمنځ د بدن ښکلا ۱۲م پړاو سیالۍ وې، چي په نیپال هیواد کي ترسره سوې. د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چه په دې سیالیو کي افغان لوبغاړو ۶ د سرو زرو، ۲ … نور ولولئ
سپورټ

د جوجېتسو یوه افغان لوبغاړي د سرو زور مډال خپل کړ

راپور: صابر حمیدي د آسیايي هیوادونو ترمنځ په جوجېتسو سیالیو کي افغانستان د سرو زرو مډال ترلاسه کړ. د افغانستان د جوجېتسو ملي لوبډلي لوبغاړي حسین بخش صفري په یادو سیالیو کي ښې لوبي ترسره کړې، چي له امله یې دوه مډالونه یو د سرو زور او بل بیا د برنزو مډال وګټی. د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست د خبرپاڼي په حواله، په دې سالیو کي د حسین بخش صفري ترڅنګ وحیدالله نثاري … نور ولولئ
سپورټ

زابل کې د باسیکل ځغلوني سیالي ترسره سوه

راپور: صابر حمیدي د مسئولینو په خبره د هیواد د خپلواکۍ د بیرته اخېستلو ۱۰۰مي کلیزي په ویاړ په زابل ولایت کي د ځغاستي سیالي ترسره سوه، چي پکښي لسګونه لوبغاړو ګډون کړی وو. د ځغاستي دا لوبه په زابل ولایت کي د بایسکل ځغلوني فدراسیون د رئیس نثاراحمد امیري له لوري د زابل مدني ټولني په مالي ملاتړ جوړه سوې وه. په زابل ولایت کي د بایسکل ځغلوني فدراسیون رئيس نثاراحمد امیري یاران ته … نور ولولئ
سپورټ

په کندهار کي د فوټسال ۸ ورځنۍ سیالۍ پاي ته ورسېدې

راپور: صابر حمیدي د افغانستان د آزادۍ ۱۰۰مي کلیزي په ویاړ کندهار کي جوړي سوي د فوټسال لوبي د پنجشنبې په ورځ پاي ته ورسېدې. د مسئولینو په خبره د فوټسال دا لوبي د افغانستان د آزادۍ د ۱۰۰م کلیزي په ویاړ یوه اونۍ مخکي د کندهار په درو جمنازیمونو شهیداحمدولي خان، احمدشاهي او ملي ورزشي جمنازیمونو کي پيل سوي وې، چي تیره پنجشنبه د بامیکا فوټسال لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پاي ته … نور ولولئ
سپورټ

د موتای افغان لوبغاړي د نړيوالو سیالیو لپاره ټایلینډ ته ولاړل

راپور: صابر حمیدي د افغانستان د موتای ملي لوبډله د موتای په نړیوالو سیالیو کي د ګډون په موخه پرون د پنجشنبې په ورځ د ټایلینډ هیواد ته ولاړه. د موتای دا نړیوالي لوبي نن د جمعې په ورځ د ۱۰۷ هیوادونو ترمنځ د ټایلینډ هیواد په بانکوک ښار کي پېلیږي. د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست مسئولین وايي، چي په دې سیالیو کي ۱۱ افغان لوبغاړي برخه اخلي، چي له ډلي ئې ۲ … نور ولولئ