سپورټ

کندهار کې د سولې په نوم د غېږنیوني لوبې وشوې

د مسئولینو په خبره د غېږنیوني دا لوبي د سولي په نوم د کندهار په باغ عمومي فوټبال لوبغالي کي د دوو ورځو لپاره ترسره سوې، چي پکښي لسګونه پهلوانانو ګډون کړی وو. د کندهار بدني روزني عمومي ریاست مسئول مدیر آغا زما یاران ته وویل، چي دا لوبي په کندهار کي د سوداګرو په مالي لګښت د سپورټ او بدني روزني ریاست لخوا جوړي سوي وې. د مدیر آغا په خبره، چي په دې … نور ولولئ
سپورټ

د کراټې یو افغان لوبغاړی د نړیوالو سیالیو لپاره جاپان ته ولاړ.

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان د کراټې ملي لوبغاړی محمد احساس کریمي د کراټې په نړیوالو سیالیو کي د ګډون په موخه پرون دوشنبه جاپان هیواد ته ولاړ. د کراټې د نړیوالو سیالیو دا دوهم پړاو دئ، چي د جاپان په کوربتوب به ترسره سي. د افغانستان بدني روزني عمومي ریاست چارواکي وايي، چي د کراټې نړیوالي لوبي د رواني نومبر میاشتي په ۲۱مه نېټه پېلیږي او د رواني نومبر میاشتي په ۲۹مه نېټه پای ته … نور ولولئ
افغانستان

افغان تکواندو لوبغاړي ډک لاس هیواد ته راستانه سول

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلي د چین هیواد په آزادو نړیوالو سیالیو کي دوه بېلابېل مډالونه خپل کړ، چي په یادو سیالیو کي تر لوبېدو او لاسته راوړنو وروسته پرون سې شنبه هیواد ته راغله. په دې سیالیو کي مډال ګټونکي افغان لوبغاړي د افغانستان اُلمپیک ملي کمېټې له لوري وستایل سول. د دې کمېټې مسئول حفیظ الله ولي رحیمي د مډال ګټونکو لوبغاړو هڅي وستایلې او هغوی ته ئې د هر ډول همکاریو … نور ولولئ
سپورټ

افغان ښځینه والیبال ملي ټیم بنګله دېش ته ولاړ.

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان د ښځینه والیبال ملي لوبډله د آسیا په مرکزي سیالیو کي د ګډون په موخه پرون چهارشنبه بنګله دېش هیواد ته ولاړه. دې لوبډلي تر سفر مخکي د افغانستان المپیک ملي کمېټې او بدني روزني رئیس حفیظ الله ولي رحیمي سره وکتل. رحیمي په یاده کتنه کي ټولو لوبغاړو ته سپارښتنه وکړه، چي په یادو سیالیو کي ښه په میړانه ولوبیږي. د ښځینه وو ترمنځ د آسیا د دې مرکزي سیالیو … نور ولولئ
سپورټ

کابل کي د وزن پورته کولو ټاکنیزي سیالۍ پاي ته ورسېدې.

ليکنه: صابر حميدي تېره یکشنبه په کابل ولایت کي افغانستان ملي ټیم ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه د وزن پورته کولو سیالۍ پيل سوې وې، چي په لسګونه لوبغاړو پکښي ګډون کړی وو. د افغانستان اُلمپيک ملي کمېټې پر رسمي فیسبوک پاڼه راغلي، چي د وزن پورته کولو په دې سیالیو کي د کابل په ګډون د هیواد د لسو ولایتونو څخه ۱۲۰ تنو لوبغاړو ګډون کړی وو. پر یاده فیسبوک پاڼه لیکل … نور ولولئ
سپورټ

کابل کي د ښځینوو ترمنځ د فوټبال ستري لوبي پيل سوې!

ليکنه: صابرحميدي د ښځینه وو ترمنځ د فوټبال دا جام لومړنی ځل دئ، چي د افغانستان په تاریخ کي د ۸ لوبډلو ترمنځ پېلیږي، چي پکښي ۶ ولایتونو او دوو لوبډلو بیا د کابل څخه ګډون کړی. د افغانستان فوټبال فدراسیون سرپرست یوسف کارګر د یادو لوبو د پیل په مراسمو کي وویل، دا لومړی ځل دئ، چي په افغانستان کي د ښځو لپاره دا ډول ستري سیالۍ جوړیږي. هغه زیاته کړه « د خوشحالۍ … نور ولولئ
سپورټ

د لامبو وهلو ځوانه ملي لوبډله د تمرینونو لپاره قطر ته ولاړه.

ليکنه صابر حميدي د افغانستان د لامبو وهلو ځوانه ملي لوبډله د یوه تمریناتي کمپ لپاره پرون سې شنبه قطر هیواد ته ولاړه. د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي په یاد سفر کي درې افغان لوبغاړي او یو روزونکی شامل دئ. د افغانستان د اُلمپيک ملي کمېټه وايي، چي افغان ځوانان به د یو شمېر نورو آسیايي هیوادونو سره د قطر هیواد په دوحې ښار کي د آب بازۍ تمرینونه ترسره کړي. د یادي … نور ولولئ
سپورټ

کابل کي د وزن پورته کولو ټاکنیزي سیالۍ پيل سوې.

ليکنه: صابرحميدي پرون یکشنبه په کابل ولایت کي افغانستان ملي ټیم ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه د وزن پورته کولو سیالۍ پيل سوې، چي په لسګونه لوبغاړو پکښي ګډون کړی. د افغانستان د اُلمپيک ملي کمېټې پر رسمي فیسبوک پاڼه راغلي، چي د وزن پورته کولو په دې سیالیو کي کابل او د هیواد د یو شمېر نورو ولایتونو څخه ۱۲۰ تنو لوبغاړو ګډون کړی. پر یاده فیسبوک پاڼه لیکل سوي، چي یادو … نور ولولئ
سپورټ

افغان تکواندو ملي لوبډله چین ته ولاړه.

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان د تکواندو ملي لوبډله د ۲۰۲۰م کال د المپيک سیالیو ته د لاري پيداکولو په موخه پرون یکشنبه چین هیواد ته ولاړه. ټاکل سوې د ۲۰۲۰م کال المپيک سیالیو ته د لاري پيداکولو په موخه د تکواندو دا لوبي د رواني نومبر میاشتي په ۷مه نېټه پيل سي او تر دوو ورځو دوام وروسته د یادي میاشتي په نهمه نېټه پای ته ورسیږي. دا لوبي د چین په ژاون ښار کي … نور ولولئ
سپورټ

د کراټې افغان لوبغاړو ایران کي مډالونه ګټلي.

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان د کراټې ملي لوبډلي د ایران په کوربتوب د ګلستان کپ په لومړي پړاو سیالیو کي درې بیلابیل مډالونه ګټلي او د یادو مډالونو په ګټلو سره ئې درېیم مقام خپل کړی. د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي افغان لوبغاړو په یادو سیالیو کي دوه د سرو زرو او یو بیا د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ. د افغانستان د المپيک ملي کمېټې پر رسمي فیسبوک پاڼه راغلي، چي یاد … نور ولولئ