افغانستان

د مجیب ځدران، شهزاد محمدي او جاوید احمدي کارنامه!

هغه افغان اتلان چي د افغانستان لپاره يې په ټیسټ لوبه کي لومړنۍ منډه، څلوريزه او شپږیزه ترلاسه کړي دي. د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلي لپاره په لومړۍ ټیسټ لوبه کي جاوید احمدي لومړۍ منډه، شهزاد محمدي لومړۍ څلوریزه او مجیب الرحمن ځدران بیا لومړۍ شپږیزه وهلې. د افغانستان کرکیټ بورډ د کرنټین دې شپو او ورځو کي د افغان مینوالو د خوښ ساتلو لپاره پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه د لوبغاړو د ریکارډونو او … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د فوټسال نړیوال جام په رسمي ډول یو کال وځنډېد

لیکنه: محمدصابر حمیدي د ۲۰۲۰م د فوټسال نړیوال جام سیالۍ، چې ټاکل شوې وه د لیتواني هېواد په کوربتوب ترسره شي، خو د کرونا ویروس له امله یو کال وځنډېده. د فوټسال نړیوال جام سیالۍ د ۲۰۲۰م د سپټمبر میاشتې له ۱۲مې بیا د اکتوبر  تر ۳ مې یې دوام کاوه، خو د فیفا یا فوټبال نړیوال فدراسیون له پرېکړې سره سم دا سیالۍ یو کال وځنډېدې. د فیفا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه … نور ولولئ
پوهنه

جان سينا خپل هغه مينه‌وال حيران کړ چې له وژونکې ناروغۍ سره په جګړه اخته دی

خبريال: مدثر دعوت د رسلينګ ستوري جان سينا د خپل هغه مينه‌وال کور ته ورغلی چې د سرطان په ناروغۍ مبتلا دی. د مرګ هسې هم نېټه نه ده معلومه او انسان د راتلونکې يوې شېبې په اړه هم معلومات نه لري چې څه به پېښېږي خو ځينې ناروغۍ د دې شاهدي ورکوي چې د يوه چا ژوند ډېر کم وي، انسان يې درک کولای او طبابت اټکل کولای شي. ۷ کلن ډيويډ کيسل د … نور ولولئ
سپورټ

د سهيل احمد مغلزي بنسټ د غريبانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

خبريال: مدثر دعوت د افغانستان د سوک وهنې ملي لوبغاړي سهيل احمد مغلزي د ۳۱ غريبو او اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه. د مغلزي د بنسټ له لورې دغه مرسته په کابل کې هغه کسانو ته وويشل سوه چې د کرونا ويروس له کبله زيانمن سوي وه او يا يې هم د روژې په مبارکي مياشت کې لاسنيوي ته اړتيا درلوده. د افغانستان هغه ولايتونه چې د کرونا ويروس ورباندې ډير اثر … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبغاړی د انګلستاني سیال پر وړاندې چمتوالی نیسي

د سوکوهني تکړه افغان لوبغاړی سهیل احمد د قرنطین دې شپو او ورځو کې په سختو تمرینونو بوخت دی، تر څو د انګلستاني سیال پر وړاندې راتلونکي لوبې ته پوره چمتوالی ونیسي. هغه د قرنطین دې شپو او ورځو کي په یوازې توګه تمرینونه کوي، چي د خپل برتانوي سیال په وړاندي لوبې ته د هر اړخه اماده ګي ولري. د انګلستاني سیال په وړاندي د سهیل احمد مغلزي لوبه د کرونا ویروس له امله … نور ولولئ
خوندیتوب

په روژه کې دا ډول سپورټ ګټور دی

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ ځینې خلک په عادي ورځو کې ورزش کوي، خو کله چې روژه راشي، نو ورزش کول پرېږدي، خو ورزش کول په دې مبارکه میاشت کې هېڅ ضرر نه لري. موږ فکر کوو چې د روژې په میاشت کې که ورزش وکړو، نو زموږ بدن ته به زیان ورسوي، خو دا خبره سمه نه ده، زیاتره ډاکټران او پوهان وایي: “چې په حقیقت کې ورزش کول په دې میاشته کې د مغز عصبي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

مایک تایسون یو ځلې بیا لوبو ته راستنېږي!

ژباړه: محمدصابر حمیدي د سوکوهني پخوانی نوموتی امریکايي لوبغاړی یو ځلې بیا لوبو ته راستنېږي! د سوکوهني پخواني نوموتي او تکړه لوبغاړي مایک تایسون پرېکړه کړې چې په ۵۴ کلنۍ کي یو ځلې بیا لوبو ته راستون شي. مایک تایسون یو له هغه نړیوالو لوبغاړو څخه دی چې په لوبو کې د ډېرو بریاوو او ښه ځلېدو له امله یې نړیوال نوم درلود. واشنګټن پوسټ وايي، چې د خپل وزن نړیوال اتل مایک تایسون یو … نور ولولئ
سپورټ

د تاجکستان فوټبال لوبغاړي افغانستان ته: قوي پاته شه، موږ درته دعا کوو

د تاجکستان هیواد د فوټبال لومړی درجه لیګ روان دی او د دې هیواد د فوټبال فدراسیون له هغو ګاونډیو هیوادونو څخه ملاتړ اعلان کړ، چې کرونا ویروس ځپلي دي. د تاجکستان فوټبال فدراسیون په یوه ښکلي پيغام سره له هغو ګاونډیو هیوادونو د ملاتړ اعلان کړی، چې کرونا ویروس پکښې خپور شوی او دې ویروس ځپلي دي. تر دې دمه په تاجکستان کې هیڅ د کرونا ویروس مثبته پيښه نده ثبت شوې او په … نور ولولئ
روغه سټه

تازه څیړنه؛ سپورټ مو د ځیګر سرطان له مرګونې ناروغۍ ژغوري

ژباړه: نسیمه محمدي د تازه ترسره‌شویو څېړنو پر اساس، په منظم ډول ورزش کول د ځیګر له سرطانه مخنیوی کوي. د سرطانونو له امله په مړینه کې د ځیګر سرطان څلورم ځای لري او پراختیا یې د (دیابټ، چاغښت) د تشدید له امله په چټکۍ د زیاتېدو په حال کې دی. چاغوالی او شکر ناروغي د غوړ ځیګر د اخته ناروغانو ترمنځ ډېره عامه ده او دا ناروغي هم د ځیګر (هپاتوسلولار کارسینوما) پوښ د … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان کې په انلاین ډول د فوټبال لوبڅارانو او روزونکو ته زده کړه روانه ده

د افغانستان فوټبال فدراسیون د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) په غوښتنه اوس په هیواد کي د کرنټين څخه په استفادې انلاین ډول لوبڅارانو او روزونکو ته زده کړه پيل کړی، چې پکښي لسګونه لوبڅاران او روزونکي په انلاین ډول زده کړه کوي. فیفا د کرونا ویروس تر خپرېدو او د روغتیا نړیوال سازمان تر خبرداري وروسته د فوټبال اړوند ټول فعالیتونه وځنډول او له ځان سره ګډونوالو فدراسیونونو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د فوټبال … نور ولولئ