افغانستان

هند نه د پاکستان غچ؛ پرهندي فلمونو او ۸ سوه ورځینیو الوتنو یې بندیز لګولی

د هندي جیټ الوتکو لخوا د پاکستان پر هوایي حریم له تېري او د ۳ سوه پاکستاني ترهګرو د وژل کیدو تر ادعا وروسته پاکستاني صدراعظم عمران خان له هندوستان څخه د غچ اخیستو ګواښ وکړ. له دغه ګواښ څخه وروسته دغه هېواد د هند پر ضد د مستقیم اقدام په توګه یوازې د پاکستان پر حریم د ننوتو دوه هندي جیټ الوتکو د نسکورولو ادعا کړې. دا ادعا هم هندي چارواکو رد کړې او … نور ولولئ
سیاست

امریکا: هند په پاکستان نه؛ په ترهګرو برید کړی

د امریکا متحده ایالاتو په پاکستان غږ کړی، چې ژر تر ژره په خپله خاوره کې د ترهګرو پناه ځایونه له مینځه یوسي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي سره خبرو کې، د پاکستان له حکومته په جدي ډول غوښتي، چې د ترهګرو پټنځایونه په باوري ډول له مینځه یوسي. د پمپيو په ټکو، شامحمود قریشي ته يې ټيلفون کړی او ورته يې ویلي، … نور ولولئ
سیاست

د ټرمپ او پوتین سیالي؛ اروپایان پر چا زیات باور لري؟

په اروپا کې د یوې تازه نظر پوښتنې له ترسره کیدو سره خلک د دوی د خوښې سیاسي رهبرانو په اړه پوښتل شوي. په دغه نظر پوښتنه کي د مختلفو هېوادونو د مشرانو نومونه وړاندې شوي څو تر ټولو ډېر خوښ سیاستوال یې خلک په نښه او انتخاب کړي. ټرمپ بایللې دا نظر پوښتنه څرګندوي، چې ډیری اروپایان د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پرتله پر روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین او د … نور ولولئ
سیاست

هند نه د ځان ژغورنې پلمه؛ پاکستان په اسراییلوځان ساتي

له اسراییلو سره د پاکستاني حکومت د پټو او حتا استخباراتي اړیکو ډېرې ادعاوې شوې وې، خو اوس دا خبره مخ په رسمي کیدو ده. د پاکستان پخواني ولسمشر او پوځي دیکتاتور جنرال پروېز مشرف دا ځل په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې پاکستان د هند پر وړاندې د بریالیتوب لپاره باید اسراییل په رسمیت وپېژني. د اړیکو اسلامي توجیه دغه پخوانی پوځي دیکتاتور، چې د پاکستان د نورو ګڼو سیاستوالو په شان تل … نور ولولئ
کلتور او هنر

د نړۍ مشهورو هنروالو ولې ځانونه وژلي؟

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق د نړۍ په هغو خلکو کې، چې مشهور دي او ځانوژنه یې کړې، د لیکوالو، شاعرانو او هنروالو شمېر زیات دی. خو دوی ولې ځانونه وژلي او تر ټولو مهم کسان یې څوک دي؟ فردي پراینز (Freddie Prinze) پراینز په ۱۹۵۴ د جون په ۲۲ مه زیږیدلی او د ۱۹۷۷ د جنورۍ په ۲۹ مه یې ځان وژلی. هغه د کومیډي فلمونو لوبغاړی و. د وزن زیاتوالی، د هویت دوه … نور ولولئ
اقتصاد

ښځې او شتمنۍ؛ د ۲۰۱۸ نړیوالې میلیاردرانې څوک وې؟

ژباړه: صادق طارق فوربز مجله، چې په نړیواله کچه یوه مشهوره اقتصادي مجله ده، د هرمیلادي کال له پای ته رسیدو سره د کال د بریالیو او شتمنو ښځو نوملړ خپروي. دغې مجلې د تېرمیلادي کال د ښځینه میلیاردرانو لیست هم خپور کړی. دلته به د دغه لیست د برخوالو ښځو د ژوند او شتمنیو په اړه معلومات درکړو: پرنا کي پرنا کي په لندن پوهنتون کې اقتصاد لوستی. هغه د املاکو د برخې د … نور ولولئ
سیاست

پاکستاني چارواکو له خوا سعودي شهزاده ته جرمنۍ ماشینګڼه د ډالۍ په توګه ورکړل شوې

د هیوادونو د مشرانو د رسمي سفرونو پر مهال هغوی ته د کوربه هیوادونو د چارواکو او ادارو له خوا د ډالیو ورکول معمول دي. په دې ډالیو کې عموما د کوربه هیوادونو مشهور مصنوعات، تولیدات، محصولات او انتیک توکي شامل وي. خو پاکستان ته په وروستي سفر کې د سعودي ولیعهد محمد بم سلمان یوه بل ډالۍ تر لاسه کړې ده. د سي این این تلویزون د راپور له مخې پاکستاني چارواکو محمد بن … نور ولولئ
سیاست

هندوستان کې د کشمیر مسلمانانو پر وړاندې کرکه زیاته شوې

د هندوستان په کشمیر کې په هندي نیمه پوځي ملیشې له ځانمرګي برید وروسته، په دغه هیواد کې د کشمیري مسلمانانو په وړاندې د هندوانو کرکه زیاته شوې ده. په تیرو دریو لسیزو کې دا په هندي پولیسو تر ټولو مرګونی تروریستي برید و، چې پکې لږ تر لږه د هند ۴۰ ملیشه سرتیري ووژل شول، او یو شمیر نور ټپيان شول. پاکستان میشتې جیش محمد ډلې د برید مسؤلیت په غاړه واخیست. په کشمیر … نور ولولئ
سیاست

پاکستان ته د بن سلمان سفر؛ د عمران خان ډریوري، ۲۰ میلیارده ډالر او غبرګونونه

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش پاکستان تازه د سعودي عربستان د ولیعهد ( د پاچا د زوی او تر مرګ وروسته د پاچایۍ وارث) محمد بن سلمان د شانداره سفر کوربه و. دلته به د دغه سفر مهم اړخونه بحث او جزیات به یې درسره شریک شي: شانداره هرکلی پاکستان د خپل دغه قیمتي مېلمه شانداره او بې ساری هرکلی وکړ. د پاکستان هوایي حریم ته د محمد بن سلمان له رسیدو سره ګڼې پاکستاني … نور ولولئ
ټیکنالوژي

سعودي عربستان؛ نارینه د یوه اپلکیشن په وسیله خپلې مېرمنې څاري

په سعودي عربستان کې به مو د ښځو پر وړاندې د سختو قیوداتو او د دوی د حقونو د نقض ډېرې کیسې اوریدلې وې؛ نن به مو له یوې بلې خبر کړو. د ښځو انلاین نظارت په سعودي کې داسې یو اپلکیشن هم حکومت جوړ کړی، چې نارینه یې په وسیله خپلې مېرمنې په انلاین ډول څاري. دا اپلکیشن (ابشر) نومیږي او د ګوګل او ايپل شرکتونو له لارې په سعودي کې لاسرسی ورته کیدای … نور ولولئ