سیاست

اوبو وړی ځګ ته لاس اچوي؛ پاکستان پرخپلو ځینو ترهګرو ډلو بندیزونه لګولي

پاکستاني چارواکو ترهغې وروسته چې په نړیواله کچه یې هېواد د ترهګرۍ په ملاتړ خورا ډېر بدنامه او تحقیر شو، اوس پر خپلو ځینو ترهګرو ډلو نوي بندیزونه اعلان کړي. دا بندیزونه ترهغې وروسته لګول شوي، چې پاکستان د هند د بریدونو له بالقوه خطر سره مخ دی. د پاکستان دغه ګاونډي دښمن پرخپلو سرتېرو د پاکستاني ترهګرو تر ځانمرګي برید وروسته د پاکستان دننه د جیش محمد په نوم د بریدګرې ډلې مرکزونه بمبار … نور ولولئ
سیاست

غوره سیاستوال دا ۳۰ ځانګړنې لري

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش د غوره سیاستوال د معیارونو په اړه هرڅوک خپل نظریات لري او حق لري، چې ویې لري. خو دلته چې کومې ځانګړنې شریکیږي، په نړیواله کچه ټولمنلي دي او په اکاډمیکو بنسټونو کې حوالې پرې ورکول کیږي. – اول یې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړي وي او بیا اجرایي مسولیتونه مني. – تر ډېره حده د کاغذ له مخې وینا کوي، البته تر ټولو پياوړي ویناوال کیدای شي له … نور ولولئ
سیاست

د اردوغان د منځګړتوب باوجود؛ ډارن پاکستان ۱۷۸ هېوادونو ته هند نه فریاد کړی

د پاکستان او هند د کړکېچنو اړیکو تازه انکشاف دا دی، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان غوښتنه منلې او له هند سره یې د دغه هېواد منځګړتوب ته غاړه ایښې ده. اردوغان ته څو ورځې مخکې د پاکستان صدراعظم ټلیفون کړی و، څو له هند سره یې ستونزه حل او منځګړتوب وکړي. د اردوغان ترڅنګ عمران خان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، د ملګرو ملتونو سرمنشي او یو شمېر نورو … نور ولولئ
سیاست

د نړۍ تر ټولو وېروونکي او خطرناک زندانونه

لیکنه: شپنه حیدري کله چې د زندان نوم اخلو نو سملاسي مو ذهن ته د تورو تیاره خونو، وهلو ټکولو، شکنجو او ځورونو تصویر راځي، په نړۍ کې د داسې زندانونو شمېر کم نه دی چې زندانیان یې خپلو بنسټیزو بشري حقونو، لومړنیو روغتیايي اسانتیاوو او خوړو ته لاسرسی نه لري. په زندانونو کې بندیان له ډول ډول شکنجو سره مخ کېږي او ډېری زندانیان له محاکمې پرته مجازات کېږي. د بشریت په تاریخ کې … نور ولولئ
نړۍ

د هند هوايي ځواک: زموږ غشی خطا نه ځي

د هندوستان د هويي ځواک مشر مارشاال بیریندر سینګ ډاناو د دوشنبې په ورځ د پاکستان هغه ادعاوې رد کړي، چې ویلي د هندوستان په هوایي برید کې څوک نه دي وژل شوي. ښاغلي مارشال ډاناو، چې نن يې په ډهلي کې خبریالانو ته خبرې کولې، وویل: “کله چې موږ هدف په نښه کړو؛ بیا يې ولو. که چیرې موږ بمونه په ځنګل غورځولي وي، نو بیا ولې پاکستان غبرګون ښيي.” پاکستاني چارواکي او رسنۍ … نور ولولئ
سیاست

عمران خان: زه د نوبل جایزې حقدار نه یم

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان نن (دوشنبه) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دی د سولې د نوبل جایزې ارزښت نلري. له تېرو څو ورځو راهیسې، یو شمیر پاکستانیانو په ټولنیزو رسنیو کې کمپاین پیل کړی، چې پکې د سولې نوبل جایزې له ورکوونکې کمېټې غوښتنه شوې، څو د سږ کال د سولې نوبل جایزه عمران خان ته ورکړي. د عمران خان پلوي پاکستانیانو وروسته له هغې لومړي وزیر ته د سولې نوبل جایزې … نور ولولئ
افغانستان

پروني متحدین، ننني حریفان؛ د عبدالله ګل ګوند به اردوغان مات کړي؟

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش د ترکیې مقتدر ولسمشر رجب طبیب اردوغان، چې په دیکتاتورۍ او ځان غوښتنې هم مشهور دی، یوه ډله مخکیني مخکښ سیاسي متحدین یې ورنه خوابدي او د بل سیاسي ګوند د جوړولو په تکل کې دي. د دغو ناراضو خلکو په سرکې پخوانی ولسمشر عبدالله ګل، د بهرنیو چارو مخکینی وزیر داوود اوغلو او بل مطرح سیاستوال علي بابا جان دي. په څه خپه دي؟ یاد شوي درې واړه مطرح … نور ولولئ
سوله

پاکستانیان عمران خان ته نوبل جایزه غواړي

نیږدې ۳ سوه زره پاکستانیانو د ډله ییزو لاسلیکونو په کولو سره خپل صدراعظم عمران خان ته د سولې د نوبل جایزې په نومانداتو کې د نوم لیکنې غوښتنه کړې ده. د هندي پیلوټ خوشې کیدل دا پاکستانیان د عمران خان په امر د هند د یوې جنګي الوتکې د پیلوټ خوشې کول سولې ته د عمران خان قرباني او لېوالتیا ګڼي. دوی باور لري، چې د صدراعظم دغه کار یې د هندوستان او پاکستان … نور ولولئ
افغانستان

د پاکستان پر وړاندې د هند او افغانستان ملامتول؛ حکمتیار د پاکستان دفاع ته راووت

د حزب اسلامي مشر او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید ګلبدین حکمتیار د پاکستان او هند د وروستیو ناندریو په اړه اعلامیه ورکړه. په دې مطلب کې د اعلامیې مهم ټکي او شننه وړاندې کیږي: د حکمتیار اندیښه ګلبدین حکمتیار په اعلامیه کې د پړې ګوته هند ته نیولې او په مقدمه کې یې پر ازاد کشمیر د هند د هوایي ځواک د بریدونو پیل د وروستیو ناندریو سبب ګڼلی. هغه د دغه برید په … نور ولولئ
اقتصاد

د امریکایي میلیونر کیسه؛ یو وخت زوی سره په تشناب کې ویده کیده

ژباړن: بشر درویش کریس گاردنر هغه امریکایي میلیونر دی، چې یو وخت د سخت غربت له کبله له خپل زوی سره په تشناب کې ویده کیده. هغه اوس د نړۍ له مطرحو میلیونرانو څخه دی. په دې مطلب کې به د دغه میلیونر د ژوند او لوړو ژورو کیسه درته وکړو: دا سړی سختیو مات نه کړ! کریس گاردنر هغه میلونر دی، چې د ژوند سختیو ځانته تابع او مات نه کړای شو. دغه میلیونر … نور ولولئ