رسنۍ

د چین او اسراییل ټکر؛ چین یې د خپل اطلاعاتي سیستم د هیک کولو په هڅو تورن کړ

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش د امریکا او چین د اقتصادي او نورو ناندریو له پراخیدو سره د اسراییلو حکومت پر چین تور لګولی، چې د دغه هېواد د اطلاعاتي سیستم د هیک کولو هڅه یې کړې ده. فارن پالېسۍ رسنۍ د اسراییلو د استخباراتي چارواکو په حواله ویلي، چې د چین د دې هڅې اصلي هدف د دغه سیستم د هیک کولو له لارې د امریکا د فني او صنعتي اطلاعاتو ترلاسه کول و. … نور ولولئ
سیاست

د کم عمره ګاونډي زوکړه؛ هند د پاکستان ملي ورځ تحریم کړه

د افغانستان کم عمره ګاونډي (پاکستان) پرون خپله ملي ورځ ونمانځله. دا ورځ د ۱۹۴۰ د مارچ له درویشتمې سرچینه اخلي. په دغه ورځ د پخواني برتانوي د مستعمرې (هند) یوه برخه مسلمانانو د قاید اعظم په مشرۍ د پاکستان په نوم د یوه هېواد رامنځته کیدل تصویب او ترهغې وروسته یې له هند څخه د ازادۍ اخیستو لپاره مبارزه پيل کړه. تاریخي محرومیت پاکستان هرکال دغه ورځ په ډېره شانداره توګه نمانځي او د … نور ولولئ
افغانستان

واشنګټن اېګزماینر: د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د امنیت په پرتله خپله ځانغوښتنه پورته بولي

ژباړه: عبدالله جاويد واشنګټن اېګزماینر په خپل یوه مطلب کې لیکي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د امنیت څخه خپله ځانغوښتنه (اېګو) پورته بولي. خلیلزاد او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دواړه د طالبانو سره د خپل چوکاټ معاملې په اړه د نیوکو د خاموشولو په لټه کې دي. تېره اونۍ محب واشنګټن ته لاړه خو امرالله صالح ته ځکه د امریکا سفارت ویزه ورنکړه تر څو د صالح … نور ولولئ
مخکښان

د نیوزیلینډ پر جومات د برید کیسه؛ یوه افغان په تش ټوپک د لسګونه تنو ژوند وژغوره

سرچینه: العربیه نیټ ژباړه: بشر دروېش د تېرې جمعې پرورځ (د مارچ پینځلسمه) یوه افغان په نیوزیلینډ کې اتلولي وګټله. عبدالعزیز په دې ورځ د لینووډ جومات ته له ننوتي بریدګر سره مقابلې ته ووت او هغه یې اړ ویست، چې له جوماته ووځي او د نورو لمونځ کوونکو له وژنې لاس واخلي. په دې ورځ په هم مهاله توګه د نیوزیلینډ په کرایسټ چرچ ښار کې پر النور او لینووډ جوماتونو ترهګریز بریدونه وشول. … نور ولولئ
سیاست

هغه څه چې د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې «پر دوو جوماتو له برید» وروسته ترسره کړل

ژباړه او راټولونه: غازي عابد د نیوزیلینډ لومړۍ وزیرې جسینډا ارډرن د نوموړې د هغه مهم او لوی دریځ له امله چې په دوو جوماتونو له بریدونو رامنځته کیدو وروسته، ونیول ستایل شوې ده. عامو مسلمانو او نامسلمانو وګړو د اغلې ارډرن خواخوږي او چلند ستایلی دی. په یادو بریدونو کې تر ۵۰ پورې مسلمانان د لمانځه پرمهال شهیدان شول. لومړۍ وزیرې ددې پیښې له قربانیانو سره داسې نیږدې خواخوږي او چلند وکړ چې د … نور ولولئ
افغانستان

د توماس جاسېلین او بېل روګیو لیکنه: له طالبانو سره د ټرمپ ناوړه معامله

سرچینه: پولیټیکو ژباړه: ډاکټر فهیم ساپی داسې ښکاري چې د امریکا اداره د سولي لپاره د خپل استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ اراده لري چې ټول هغه څه له لاسه وباسي چې د سپټمبر له یوولسمې پېښې وروسته يې د هغو لپاره په افغانستان کې جګړه کړې ده. تېره اونۍ، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پر زلمي خلیلزاد په واشنګټن کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال له دې امله سختې … نور ولولئ
افغانستان

د افغان حکومت او ټرمپ د ادارې خوږه دوستي ولې خرابه شوه؟ د سیاسي علومو له ډاکټر احمد ویس وردګ سره پرې غږیدلي یوو.

احمد ویس وردګ د سیاسي علومو ډاکتر او دا مهال د امریکا په هارټفورډ پوهنتون کې استاد دی. نوموړی د امریکا په نورو پوهنتونو کې هم استاد پاتې شوی او د امریکا د سیاست، نړېوالو اړیکو او مقایسوي سیاست تدریس کوي. هغه تر دې مخکې په افغانستان کې د ګوربت فرهنګي ټولنې او ګوربت مجلې موسس و. ګوربت دوه میاشتنۍ مجلې هغه مهال د ملي ارزښتونو په روزلو کې بې سارې ونډه درلوده. له ویس … نور ولولئ
افغانستان

د نړۍ تر ټولو پرمصرفه ټاکنې؛ هندي کاندیدان د ټولنیزو رسنیو ترڅنګ د جادوګرانو لمنه نیسي

ژباړه: بشر دروېش هندوستان د نړۍ هغه هېواد اعلان شوی، چې تر بل هر هېواد ډېر یې پر ټاکنو لوړ مالي لګښتونه کیږي. د دې هېواد د راتلونکې میاشتې ټاکنو په اړه وړاندوینه شوې، چې تر اوو میلیاردو ډالرو پورې لګښت به لري. په داسې حال کې، چې د امریکا د پېچلو ولسمشریزو ټاکنو لګښت په ۲۰۱۶ کې ۶،۵ میلیارده ډالره و. ولې ترټولو قیمتي ټاکنې؟ د هند پارلماني ټاکنې راتلونکې میاشت ترسره کیږي، چې … نور ولولئ
سیاست

د مولانا سمیع الحق زوی: افغان طالب مشرانو د مشورتي ناستې بلنه راکړې

د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند د وژل شوي شوي مشر مولانا سمیع الحق زوی حامد الحق وایي، د افغان طالب مشرانو په بلنه قطر ته ځي څو د سولې پر روانو مذاکراتو مشورې ورکړي. حامد الحق په ملتان ښار کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې د دغه سفر بلنه د طالبانو د قطر دفتر مشرانو ورکړې ده. د عافیې پر خلاصون ټینګار د سمیع الحق زوی دا هم ویلي، چې طالب مشرانو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د جنسي ځورونو ناورین؛ ملګري ملتونه وایي د دوی کارکوونکي یې هم عامل دي

ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چې د دوی له کارکوونکو هم د مراجعینو د جنسي ځورونې په تړاو شکایتونه زیات شوي. تازه راپور یاد شوي سازمان په دې تړاو پرون یو راپور خپور کړ، چې پکې ویل شوي: یوازې په ۲۰۱۸ کې د ملګرو ملتونو له کارکوونکو د جنسي ځورونې تر ۲۰۰ ډېر شکایتونه شوي. دغه راپور د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر چمتو کړی او خپور کړی. سرچینه وایي له دغو شکایتونو څخه څه باندې … نور ولولئ