سیاست

بنګالۍ ممتا: مودي ته به خاوري ولیږم، چې خوله يې پرې ډکه شي

د لودیځ بنګال اعلی وزیرې ممتا بنیرجي د هندوستان د لومړي وزیر نریندرا مودي په څرګندونو غوصه شوې او ویلي يې دي، چې مودي ته به له خاورو جوړ مټیان ولیږي. د هندي سینما د نوموتي ستوري اکشي کومار سره د تیرې اوونۍ په مرکه کې لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي وه، چې په اپوزیسون کې خواږه ملګري لري. نوموړي وویل: “زه په اپوزیسون کې ډیر ملګري لرم. تاسې به حیران شئ، که درته ووایم، … نور ولولئ
اقتصاد

۲۰۳۰ ته د هند اقتصادي ټارګیټ؛ امریکا څنډې ته کول غواړي

د هند حکومت ویلي، چې په ۲۰۳۰کې د دغه هېواد اقتصادي ټارګیټ په اقتصادي برخه کې د امریکا متحده ایالاتو څنډې ته کول دي. د دغه هېواد د کابینې یوه غړي راجنات سینګ این ډي ټي وي ته د مرکې پرمهال دا خبره کړې ده. هغه ادعا کړې، چې د صدراعظم مودي په حکومت کې یې د هېواد اقتصاد د پام وړ پرمختګ کړی. د ده په وینا هېواد یې په ۲۰۱۴ کې د نړۍ … نور ولولئ
افغانستان

د ثور اومه که دوهمه کربلا؛ د انتظار خادم تحلیلي لیکنه

په ۱۹۷۶ او ۱۹۷۷ کلونو کې، هغه وخت چې مجید کلکاني شمال د ترور او مرګونو قبرستان ګرځولی وه، ناڅاپه ووژل شو. ورپسی د اریانا الوتکې پیلوټ انعام الحق د کابل په ښار کې بی نومه قاتلانو وواژه. بیا د داود خان د پلان وزیر خرم د لغمان اوسیدونکې مرجان وواژه. داود خان هم خپل نژدی ملګری شیراغا له لاسه ورکړ. برسیره پردی، د کابل په قلعه زمان کې هم ۵۰۰ مړي چې په وهلو … نور ولولئ
افغانستان

له غني څخه د اروپايي ټولنې مخ اړول؛ اروپایان د سولې په اړه د امریکایي اجنډا ملګري شول!

د برتانیې پلازمېنه لندن د چارشنبې په ورځ په نا اعلان شوي ډول د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې د یو شمېر مهمو هېوادونو د ګډې ناستې کوربه و. دا ناسته د افغان سولې بهیر د ملاتړ په نوم جوړه شوې وه. د رسمي اعلامیې جزیات د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي،چې د دغې ناستې پرمهال ټولو خواوو د افغان سولې بهیر د ملاتړ ترڅنګ د افغانانو ترمنځ … نور ولولئ
سیاست

مودي چې په عوصه شي، نو بیا څه کوي؟

د هندي سینما وتلي ستوري اکشي کومار د هندوستان له لومړي وزیر نریندرا مودي سره په یوه غیری ژورنالیستیکه مرکه کې د نوموړي د ژوند لوړې او ژورې سپړلي. اکشي کومار او مودي په سیاست او هندوستان کې په روانو پارلماني ټاکنو خبرې نه دي کړي؛ خو د مودي د شخصي ژوند په اړه جالبې خبرې راسپړل شوي دي. لومړي وزیر نریندار مودي د بالیووډ ستوري اکشي کومار ته ویلي، صدارت يې په خيال کې … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان او زبرځواکونه؛ امریکا، روسیه او چین به پر افغان سوله څه هوکړې ته وردسیږي؟

ټاکل شوې، چې د ماسکو پلازمېنه په همدې څو ورځو کې د افغان سولې په تړاو د نړۍ د څو زبرځواکونو( امریکا متحده ایالاتو، روسیې او چین) د درې اړخیزې ناستې کوربه وي. د دغې ناستې ډېر جزیات نه دي مشخص شوي، خو ویل شوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف او یو … نور ولولئ
سیاست

پاکستانیان: زموږ پزه يې راپرې کړه؛ عمران خان ته جعرافیه ولولئ

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون په ایران کې وویل، چې جرمني او جاپان د پولې په سر شخړې له خبرو او اقتصادي همکاریو د پراختیا له لارې حل کړې. نوموړي د جرمني او جاپان مثال ځکه راوړ، چې ایران ته وښيي، د پاکستان او ایران په ګډه پوله روانه ګډوډي هم د خبرو او اقتصادي پراختیا له لارې هوریدلای شي. خو لومړی وزیر عمران خان په دې نه پوهیده، چې جاپان په ختیځه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د کتاب نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې د کتاب د کمې مطالعې څو لاملونه

لیکنه راټولونه: مریم محمدي د اپریل ۲۳ د کتاب نړیوالې ورځ هر کال په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږي، دا ورځ د ملګرو ملتونو د فرهنګي، علمي او روزنیز سازمان، یونېسکو له خوا په دې نوم ونومول شوه چې د نړۍ په څه د پاسه ۱۰۰ هېوادونو کې لمانځله کېږي. د نړۍ په ډېرو هیوادنو کې د کتابونو په نړیواله ورځ کتاب چاپوونکي، کتاب پلورونکي او د کتاب مینه وال په ګډه کار سره کوي … نور ولولئ
افغانستان

غني سره د امریکایي وزیر توندې خبرې؛ د خلیلزاد د کابل سفر خو به لویه جرګه ونه ځپي؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپو د دوشنبې پر ورځ له افغان ولسمشر اشرف غني سره ټلیفوني خبرې کړي. د غني دفتر د معمول خلاف د دغو خبرو په اړه نه کومه اعلامیه ورکړې او نه یې ویاندویانو په دې اړه کومه مرکه یا نظر څرګند کړی. څه یې سره ویلي؟ د روسیې خبري اژانس اسپوتنیک په یوه راپور کې ویلي، چې امریکایي لوري له غني غوښتي څو د سولې پر وړاندې نور … نور ولولئ
سیاست

ایران او پاکستان په پوله ګډ سرحدي ځواک جوړوي او ټرمپ وايي د ایران د تیلو صادرات صفر کوي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ایران ته په خپل رسمي سفر کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني او یو شمیر لوړ رتبه چارواکو سره لیدلي. عمران خان ایران ته په داسې مهال سفر کوي، چې د دواړه هیوادونو ترمینځ دعوو دنګلو زور اخیستی. تیره اوونۍ په بلوچستان کې د پاکستان د پوځ ۱۴ ملیشه سرتیري په یو کمین کې ووژل شول. د پاکستان حکومت ایران تورن کړ، چې په پيښه کې ښکیله وسله … نور ولولئ