افغانستان

امریکا که غني؛ د سولې روانه لوبه به څوک وګټي؟

د سولې د روانو هڅو او د افغانستان د راتلونکي پر سر د افغان ـ امریکایي لوري ترمنځ روان کشمکش که څه هم تر ډېره د غني ـ امریکا کشمکش ګڼل کیږي، خو دا په واقعیت کې د افغانستان ـ امریکا ترمنځ کشمکش دی. په دغه کشمکش کې امریکا د یوه نړیوال ځواک په توګه د افغان سولې نقشه پخپله ګټه او طبع طرحه کړې او د خپلو ګټو له مخې یې تطبیقول غواړي. په … نور ولولئ
په زړه پورې

د ازادۍ مفهوم په معاصره نړۍ کې

لیکنه: محمد صمیم زلمی وړمه ورځ د اماني خپلواکۍ د بېرته ګټلو سلمه کالیزه وه، د تېر په پرتله دا ملي جشن په دې وروستیو کې په شاندارو مراسمو نمانځل کېږي، چې سلمه کالیزه یې تر نورو کلونو په ډېر متفاوت شکل ونمانځل شوه، که څه هم د کابل وروستۍ خونړۍ پېښې ډېر خلک ودردول، خو له نېکه مرغه دښمن بریالی نشو چې دا ملت مات او د ملي حماسې چیغه یې خپ کړي. په … نور ولولئ
اقتصاد

د امریکا او چین اقتصادي جګړه: ټرمپ خپله پښه په خپله ویشتلې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا غږ کړی چې پر چینایي توکو به تعارفه لوړه کړي. د او پر چینايي توکو د ۳۰۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت چې لس سلنه کیږي پخوانۍ تعارفې د امریکایي سواداګرو غوسې راپارولي. ځکه د دوی په وینا پر چینایي توکو د تعارفو د لوړولو زیان به تر ډېره بیرته امریکا ته ورسیږي، که امریکا پر نورو چینايي توکو ګمرکي تعارفې لوړې کړي، نړیوال بازار به هم اغیزمن … نور ولولئ
سیاست

ټرمپ سره له لیدنې وروسته داسې احساس کوم، لکه نړیوال جام مې چې ګټلی وي – عمران خان

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د امریکا متحده ایالاتو ته له درې ورځني سفر وروسته، پرون بیرته پاکستان ته ورسیده. د خان هرکلي ته په اسلام باد کې د هغه پلویان ورټول شوي ول، او د هغه په ستاینه يې شعارونه ورکول. بل پلو په پاکستان کې د نوموړي مخالف ګوندونه د هغه په ضد لاریونونه کوي. د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د امریکا د بهرنیو … نور ولولئ
سیاست

ټرمپ عمران خان ته بېټ ډالۍ کړ

لیکنه: بهار سمسور د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د واک تر ترلاسه کولو وروسته امریکا ته لومړی سفر وکړ، چې د امریکا د لوړ رتبه چارواکو سره د لیدو کتو په دوام یې د امریکایي ولسمشر سره ملاقات هم وکړ. د نوموړي دا سفر له یو شمېر نیوکو، ناندریو او تبصرو سره لا جالب دی، داسې چې په هغه کچه، کوم چې امریکا ته د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو د تګ … نور ولولئ
په زړه پورې

ټرمپ نور نه شي کولی پر ټویټر څوک بلاک کړي – د امریکا فیډرالي محکمه

د سه شنبې په ورځ د امریکا د استناف یوې فیډرالي محکمې حکم وکړ چې ددې هیواد ولسمشر ډنالډ ټرمپ د خپل ټویټر له اکاونټ څخه د هغو کسانو په بلاک کولو چې دده یې نظریات یا انتقادونه نه دي خوښ، د امریکا له اساسي قانون څخه سرغړاوی کوي. د نیویارک په منهاټن کې د قاضیانو درې کسیز هییت په دې اړه تیر کال د فیډرالي قاضي هغه پریکړه تایید کړه چې ویلي یې وو … نور ولولئ
سیاست

هوټل ته نه ځي، سفارت ته یې نه پریږدي؛ عمران خان به چېرته شپه کوي؟

د پاکستان صدراعظم عمران خان په نیږدې وخت کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بلنه امریکا متحده ایالاتو ته روان دی. د دغه سفر موخې پر دوه اړخیزو اړیکو، له ترهګرۍ سره مبارزه، افغان سوله او پاکستان سره د امریکا اقتصادي مرستې ښودل شوي. اوس د دغه سفر د نیږدې کیدو په درشل کې د سفر د چمتووالي پر سر د عمران خان او امریکایي چارواکو جنجال دی. هوټل که سفارت؟ عمران خان د دغه … نور ولولئ
سپورټ

بریتانیا کې افغان او پاکستاني کرکټ مینوالو خپلمنځۍ شخړه کړې

همدا اوس په نړیوال جام کي د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو تر منځ خورا له ولولو څخه ډکه لوبه روانه ده چي افغان لوبډلي له ټاس ګټلو وروسته لومړی د توپ وهني پرېکړه کړې او په پوره پنځوس اورونو کي یې پاکستان ته د ۲۲۸ منډو هدف ټاکلی. د لوبي په جریان کي کې یوې خوا د بېټ او بال مقابله روانه وه، بل خوا د افغانستان او پاکستان  ترمنځ د کرکټ د … نور ولولئ
رسنۍ

پاکستاني ټلویزون کې د بحث میلمنو یو بل څملولي

د پاکستان په یو ټلویزوني چینل کې د بحث دوه میلمانه سره ګرم شول، او د خپرونې پرمهال یو بل سره غېږ په غېږ شول. د کراچې په ټلویزوني چینل کې د (افتاب مغیری سره د نیوز لاین) په نوم پروګرام کې د اصف زرداري په نیول کیدو او د فساد په ضد د اوسني حکومت په هڅو بحث روان و. په بحث کې دوه میلمانه، چې يو يې د عمران خان د ګوند (پاکستان … نور ولولئ
نړۍ

عربستان د «حلالې ډیسکو» جوړیدل بیرته منع کړل

سعودي عربستان اعلان کړی، چې د «وایټ» په نوم د هغه شپني نڅا کلب د پرانیستل کیدو اجازه یې بیرته لغوه کړې، چې توند غبرګونونه یې پارولي وو. د نڅا دا مرکز د «وایټ» په نوم د شپنیو نڅاوو د کلبونو مشهور نړیوال شرکت جوړاوه. د دغه شرکت مرکزي دفتر د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې دی. دغه شرکت غوښتل، چې په لومړي ځل د سعوي عربستان په جدې ښار کې د شپنیو … نور ولولئ