نړۍ

امریکا کې سخت توپان ۷۰ کسه وژلي دي

په امریکا کې سختو توپانونو اویا کسان وژلي دي. د راپورونو له مخې د امریکا په کنتاکي ایالت کې سخت توپان او دوړې شاوخوا ۷۰ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي. دې توپان د امریکا په نورو ایالتونو کې هم د خلکو کورونه ویجاړ کړي او مرګ ژوبله یې اړولې ده. امریکايي چارواکو دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو سخت توپان بللی دی. جو بایډن په یوه اعلامیه کې ایالتي … نور ولولئ
سیاست

پاکستاني طالبانو د پاکستان له حکومت سره اوربند پای ته ورساوه

د پاکستاني طالبانو تحریک د پاکستان له حکومت سره یو میاشتنی اوربند پای ته رسېدلی اعلان کړ. د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي، چې د افغان طالبانو په منځګړيتوب یې د پاکستان له حکومت سره په مشروط ډول یو میاشتنی اوربند اعلان کړی و، وايي چې د پاکستان حکومت د بندیانو د خلاصون په ګډون د اوربند د موافقې له شرطونو سرغړونه کړې ده. د پاکستاني طالبانو تحریک اسلام اباد د اوربند د … نور ولولئ
سیاست

آنګ سان سوچي په څلور کاله زندان محکومه شوه

په میانمار کې یوې محکمې ددغه هېواد پخوانۍ رهبره په څلور کاله بند محکومه کړه. د راپورونو له مخې د میانمار پوځي حکومت ویلي چې آنګ سان سوچي په فساد، بې نظمیو او د حکومتي اسرارو په خپرولو کې لاس لرلی دی. ټولټال پر هغه ۱۱ تورونه دي چې نوموړې یې بې بنسټه بولي. محکمې پرېکړه کړې چې سوچي به له کورني بند وباسي او د څلورو کلونو لپاره به په زندان کې وي. سوچي … نور ولولئ
نړۍ

اروپایي ټولنه: پاکستان دې د سخت دریځۍ ضد شواهد وړاندې کړي

اروپایي ټولنې په پاکستان کې د بشري حقونو پر وضعیت ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې که چېرته د پاکستان حکومت د سختدریځۍ پر ضد کوم اقدامات کړي وي نو مهرباني دې وکړي خپل شواهد دې وړاندې کړي. یادې ټولنې پاکستان ته خبرداری ورکړی دی چې نور په دغه هېواد کې مذهبي تاوتریخوالی او د سختدریځو پر وړاندې نرم چلند ورته د منلو وړ نه دی. اروپایي ټولنې دا څرګندونې وروسته … نور ولولئ
کرونا

امریکا کې د کرونا وبا د نوې بڼې ډیرې پېښې ثبت شوې دي

په امریکا کې د کرونا وبا د نوې بڼې اومېکرون ډېرې نوې پېښې ثبت شوي دي. په ټوله نړۍ کې د اومېکرون د مخنیوي لپاره هېوادونو یو وار بیا محدودیتونه پيل کړي دي. اومېکرون د کرونا وبا نوې بڼه ده چې له افریقايي هېوادونو په چټکۍ نورو سیمو ته خپره شوې او اوس د امریکا په څلورو ایالتونو کې یو شمېر خلک پرې اخته شوي. د امریکا روغتیایي چارواکو ویلي چې اته داسې ناروغان په … نور ولولئ
نړۍ

امریکا: روسیه پر اوکراین د برید پلان لري

امریکا وایي روسیه پر اوکراین د برید پلان لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي، ټول شواهد او اسناد دا ښيي چې روسیه غواړي پر اوکراین نظامي حمله وکړي او ددغه هېواد حریم نقض کړي. بلینکن وایي که روسیه پر دې اقدام لاس پورې کړي نو له سختو پایلو سره به مخ شي. دده په خبره امریکا به پر روسیه داسې بندیزونه وضع کړي چې تر دې دمه یې نړۍ ساری نه … نور ولولئ
نړۍ

پنټاګون: نړۍ کې باید ژر خپل نظامي موقف بدل کړو

امریکا وایي ددې اړتیا لري چې په چټکه توګه په ټوله نړۍ کې خپل نظامي پلانونه او موقف بدل کړي. د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون چارواکو ویلي چې دوی په ټوله نړۍ کې په تېره په سمندرون و کې د خپل نظامي حضور څرنګوالی ارزولی دی. سرچینه وايي دوی دې پایلې ته رسېدلي چې دمګړی نړۍ له نوو ګواښونو سره مخ کېدونکې ده او امریکا هم ددې اړتیا لري چې د خپلو رقیبانو د … نور ولولئ
نړۍ

ترکیه کې توپان ۴۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

سکای نیوز راپور ورکړی دی چې په ترکیه کې د نن ورځې له سهاره راهیسي پیل شوي توپان لږ تر لږه ۴۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. راپور کې د پلازمینې استانبول د طبیعي پېښو سره د مبارزې چارواکو له قوله راغلي چې د ترکیې په تر ټولو ستر ښار کې د نن ورځې له سهاره راهیسې د تېزو بادونو په ملتیا شدید باران پیل شوی دی چې په نتیجه کې یې یو شمېر … نور ولولئ
کرونا

د کرونا نوې بڼه؛ جنوبي افریقا وايي نړۍ دې تبعیض نه کوي

جنوبي افریقا د اروپايي هېوادونو او امریکا پر وروستۍ پرېکړه غبرګون ښوودلی دی. وروسته له هغه چې اومیکرون ډوله کرونا ویروس په نړۍ کې خپور شو، نو برېټانیا او امریکا وویل چې دا له جنوبي افریقا خپور شوی او له دغه هېواد سره یې پر سفرونو بندیزو ولګاوه. د جنوبي افریقا ولسمشر په تازه څرګندونو کې ویلي چې د امریکا دې ادعا ته علمي بنسټ نشته دی او د جنوبي افریقا پر وړاندې د دوی … نور ولولئ
کرونا

د کرونا نوې بڼې اروپا اندېښمنه کړې ده

له بندیزونو سره سره په ګڼو اروپايي هېوادونو کې د کرونا نوې بڼه ثبت شوې ده. د راپورونو له مخې دمګړی په برېټانیا، المان، چک او هالنډ کې د کرونا ویروس نوې بڼه ثبت شوې ده. د کرونا نوې بڼه امیکرون نومول شوې چې روغتیايي پوهان یې خطرناکه او پرمختللې بولي. دوی وایي چې د کرونا دا بڼه په چټکۍ پراخېږي او تر څنګ یې د کرونا اوسني واکسین ددغه ویروس پر وړاندې مقاومت نه … نور ولولئ