افغانستان

ګوترش؛ طا لبان که په رسمیت پېژندل غواړي، نو د ښځو حقونو ته دې درناوی وکړي

انتونیو ګوترش، د ملګرو ملتونو عمومي منشي، وايي که طالبان غواړي چې د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت وپېژدل شي او بهرنۍ مرستې ترلاسه کړي، باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو او په ټوله کې بشري حقونو ته دې درناوی ولري. ښاغلي ګوترش تېره جمعه د دلو لومړۍ – نیویارک کې د یوې ناستې پر مهال خبرو کې وویل، د ښځو د حقونو او په مجموع کې ټول بشري حقونه هغه موارد … نور ولولئ
سیاست

امریکايي او روسي چارواکو د اوکراین پر سر خبرې کړې دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په جنیوا غونډه کې سره وکتل او د اوکراین په اړه یې خبرې کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل چې امریکا او روسیه د خپلو اختلافاتو د حل کولو تمه نه لري. په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم دغه خبرې اترې ګټورې بللې دي. له خپل … نور ولولئ
ادبیات

پټ استعداد مو وغوړوﺉ؟

انتوني برجس څلوېښت کلن و، چې روغتیاپالانو ورته وویل یو کال نور ژوند کوي، ځکه په خپل مغز کې تومور لري. هغه له ځان څخه زیات خپلې مېرمنې ته اندېښمن و، چې وروسته له ده ورته هېڅ نه پاتې کېږي. انتوني وړاندې تر دې تکړه لیکوال نه و، خو په باطن کې یې داستان لیکلو ته لېوالتیا لرله او پوهېده چې بالقوه وړتیا په وجود کې لري. نو له همدې امله یې خپلې مېرمنې ته … نور ولولئ
افغانستان

ا.ا پر اماراتو د حوثیانو برید غندلی دی

د ا.ا.ا پر اماراتو د حوثي یاغیانو برید غندلی دی. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې حوثي یاغیانو پر هوایي ډګر او ملکي تاسیساتو برید کړی دی چې ملکي وګړي یې پکې وژلي دي. د سرچینې په خبره افغانستان دغه برید غندي او هغه بشر ضد جنایت بولي. د یادونې ده چې پر متحده عربي اماراتو د حوثي یاغیانو بریدونو سخت غبرګونونه پارولي دي. تېره ورځ حوثي یاغیانو … نور ولولئ
سیاست

ټرمپ: د امریکا د ژغورلو لپاره بېرته راګرځم

د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد په اریزونا ایالت کې د خپلو پلویانو یوې پراخې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا پر اوسني ولسمشر جوبایډن توندې نیوکې کړې دي. نوموړي زیاته کړې ده چې جوبایډن د امریکا د اداره کولو وړتیا نه لري. ټرمپ ټینګار کړی دی چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په ټاکنو کې هم درغلي شوې ده او د دې درغلۍ په ترڅ کې د بایډن په څېر … نور ولولئ
سیاست

قزاقستان کې سلګونه نور لاریون کوونکي هم نیول شوي دي

په قزاقستان کې سلګونه کسان نور هم په نارامیو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي. د راپورونو له مخې تازه په تازه شاوخوا ۱۶۰۰ کسان د حکومتي ځواکونو له لوري نیول شوي چې په دې توګه د ټولو نیول شوو کسانو شمېر ۱۲ زره ته رسېږي. حکومت همدا راز په دې لاریونونو کې د جنایتونو د څېړلو لپاره شاوخوا ۴۰۰ قضیې پرانیستې دي. قزاقي چارواکو ویلي دا له روسیې د ازادۍ تر … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: قزاقستان دې ‌خپله ستونزه له سوله ییزې لارې حل کړي

د ا.ا.ا په قزاقستان کې له سوله ییزې لارې د رامنځته شوې پراخې ګډوډۍ پر حل ټینګار کړی دی. د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي چې افغانستان په قزاقستان کې روان وضعیت له نږدې څاري او د یوه نږدې ګاونډي او سوداګريز شريک هېواد په توګه هلته د وروستیو نا ارامیو په اړه اندېښمن دی. سرچينه زياتوي د قزاقستان له حکومت او لاريون‌ کوونکو څخه یې هیله کوي چې … نور ولولئ
سیاست

قزاقستان کې د لاریونونو له امله اوختي زیانونه

کار ګمارونکو په قزاقستان کې د لاریونونو له امله زیانونه ٩٢ میلیونه ډالر اټکل کړي دي. د اسپوتنیک د راپور پر اساس، د قزاقستان د کار ګمارونکو ابتدایه خونې د محاسبو پر بنسټ، ټولټال اوختی زیان څلوېښت میلیاره ټنګه” شاوخوا ٩٢ میلیونه ډالر“ ښودلي دي. د دې بیانې پر اساس، دغه زیانونه کې د استوګنې کورونه، ګرانبیه ماشینونو چور، تجهیزات او د کالیو انبارونه شامل دي. د ویلو وړ ده، چې په قزاقستان کې د … نور ولولئ
سیاست

ملا فضل الرحمان: پاکستان سقوط ته نږدې دی

د پاکستاني حکومت د مخالفو ګوندونو (پي‌ډي‌ایم) مشر مولانا فضل الرحمان وایي چې پاکستان سقوط کېدو ته نږدې دی. نوموړي په پېښور کې د خپل ګوند یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي چې د پاکستان حکومت له ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اړیکې د رغولو پر ځای نورې هم خرابې کړې دي او دغه راز په خپلو غلطو سیاسي پالیسیو یې د اقتصادي پراختیا مخه ډب کړې ده. هغه څرګنده کړې ده چې پاکستان تر … نور ولولئ
کرونا

ادهانوم: د کرونا اومیکرون بڼه د چټکې پراختیا په حال کې ده

د کرونا اومیکرون بڼه د چټکې پراختیا په حال کې ده. د روغتیا نړیوال سازمان مشر په تازه خبري کنفرانس کې ویلي، چې د کرونا اومیکرون بڼه د دلتا په پرتله د چټکې پراختیا په حال کې ده او ټولو ته په کار ده چې پر وړاندې یې تیاری ولري. د تدروس ادهانوم په خبره دوی تر اوسه د هېڅ داسې لارې چارې په پیدا کولو نه دي بریالي شوي چې وکړی شي د اومیکرون … نور ولولئ