افغانستان

د تاجکستان ولسمشر عامو افغانانو سره مخامخ؛ غوښتنو ته به مو په ګډه کار وکړو

راپور: نسیمه محمدي د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د بدخشان ولایت په درواز ولسوالۍ اړوند سیمه کې، د آمو سیند هغې غاړې ته د یو تفريحي پارک او څو نورو پراختیايي پروژې پرانستې پر مهال، د بدخشان ولایت د درواز اوسېدونکو سره د لوډ اسپیکر له لارې خبرې وکړې. د بدخشان د درواز اوسېدونکو د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان څخه د اوبو، برښنا او نورو رفاهي پروګرامونو کې د امکاناتو د برابرولو … نور ولولئ
افغانستان

دوه سوه نور بهرني سرتیري له افغانستانه ووتل؛ امریکا کې یې پراخ هرکلی ونه شو

راپور: بشر درویش له افغانستانه شا او خوا ۲۰۰ امریکايي سرتیري خپل هیواد ته ستانه شوي دي. د امریکايي رسنیو د راپورونو پر اساس د ویسکانسن ملي ګارډ په نوم ۲۰۰ امریکايي عسکر امریکا ته رسیدلي دي. لویدیځو رسنیو ویلي چې دغو سرتیرو ته د راستنیدو مراسم د کورونا ویروس د خپریدو ترسره نه شول او یوازې د لوړ پوړو نظامي چارواکو یوې ډلې لخوا ورته ښه راغلاست ویل شوی و. د دې ځواکونو شاوخوا … نور ولولئ
سیاست

د ټرمپ د ورور نامعلوم مرګ؛ وايي، یوازې ورور نه، ملګری مې رانه لاړ

راپور: بشر درویش د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر په یوه پیغام کې د خپل کشر ورور مړینه اعلان کړې. راپورونو کې ویل شوي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ کشر ورور رابرټ ټرمپ مړ شوی دی. نوموړی ۷۲ کلن و. ښاغلي ټرمپ نن سهار د خپل ورور د مړینې خبر خپور کړ. هغه لیکلي: «د خواشینۍ ځای دی چې زما فوق العاده ورور، رابرټ، ارامګاه ته لاړ. هغه زما یوازې ورور نه و ، … نور ولولئ
سپورټ

مسلمان فوټبالر: نړیوال باید په دې پوه شي، چې مسلمانان تر ټولو مهم دي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د جرمني هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او ارسنال کلب تکړه مسلمان لوبغاړي مسعود اوزیل په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې نړیوال باید پوه شي مسلمانان تر ټولو مهم دي. هغه دا څرګندونې د ایغوري مسلمانانو په وړاندې د روان ظلم په مخالفت کي کړې. مسعود اوزیل زیاته کړې، چي د ایغوري مسلمانانو په وړاندې روان ظلم ډېر ناراحته کړی او «د مسلمانانو ځانونه مهم دي» شعار د نړیوالو لپاره مهم … نور ولولئ
سیاست

د حزب الله بنسټګر: ایراني رژیم لبنان، سوریه او اسلامي نړۍ تباه کړل

راپور: بشر درویش په لبنان کې د حزب الله ډلې منشي، سوبي توفیلي ایراني رژيم باندې سختې نیوکې کړي دي. هغه ویلي؛ د حزب الله وسله والې ډلې اوسنی منشي، سید حسن نصرالله او د ایران رژیم د “لبنان او سوریې د تباهۍ لامل” دي. نوموړي زیاته کړې: «لبنان د غلو او غدارانو په لاس کې دی.» دی چې له کلونو راهیسې د حزب الله مشرتابه سره د خپلمنځي اختلافاتو له امله د ګوند د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د بارک اوباما د ژوند اړخونه؛ اووه ځلې یې ژړلي دي

لیکنه: ملیحه ناصري بارک اوباما په ۱۹۶۱ز کې زېږېدلی دی. د پلار نوم یې بارک حسین اوباما، د مور نوم یې آن دانهام دی. یو یې اصلي پلار و او بل سړي ته یې هم پلار ویلي و، دوی دواړه مسلمانان و، خو دویم بارک اوباما عیسوي شوی. یانې مذهب یې مسیحیت او په مسیحیت کې پروټسټانټ دی. په هونولولو-هاوايي کې زېږېدلی. د ایلینوي- شیکاګو یې استوګنځی دی. د بارک اوباما مېرمن (مېشل اوباما) نومېږي. … نور ولولئ
نړۍ

لبنان: د وروستۍ چاودنې له امله ټولې کابینې استعفا ورکړه

لیکنه: محمدصابر حمیدي د لبنان هېواد لومړي وزیر په رسمي توګه تایید کړه، چې د هېواد ټولې کابینې یې استعفا ورکړې. د دې هېواد لومړي وزیر حسن دیاب د دوشنبې پر ورځ د لبنان هېواد ټولې کابینې د استعفا ورکولو خبر ورکړ. حسن دیاب د لبنان هیواد خلکو ته په خبرو کې وویل: “موږ غواړو د خپل هېواد د ساتلو لپاره لارې پرانیزو، زه نن د ټولې کابینې د استعفا اعلان کوم.” هغه خپل پخوانی … نور ولولئ
مخکښان

د ارواه پوهنې بنسټ ګر، زېګمنډ فرویېډ؛ له نیکونو ورته دا درې میراثه پاتې وه

ژباړه: ملیحه ناصري  فرویېډ د ارواپوهنې بنسټګر (نا خود آګاه/ لاشعوري) دی چې په ۱۸۵۶ز کې په چک جمهوریت کې وزېږېد. ده ته له نیکونو درې خویونه میراث پاتې و، یو یې له علم سره مینه، بل د علم زده‌کړه، درېیم د  رخې او کینې پر وړاندې ډېره پیاوړتیا او مقاومت و. له علم او پوهې سره مینې، فرویېډ اړ کړ چې له همغه کوچنیوالي طبي علومو ته مخه کړي، بوټي، کیمیاوي توکي، څاروي، کالبدونه، … نور ولولئ
سیاست

د ایران دښمن (سعودي پاچا) له لبنان سره د پراخو مرستو امر وکړ

راپور: بشر درویش د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز السعود د سه شنبې په ماښام د بیروت په بندر کې له یوې چاودنې وروسته ، د پاچا سلمان د مرستې او بشري مرستو مرکز له لارې لبنان ته د بشري مرستو د سمدستي لیږلو امر وکړ. د سعودي رسمي خبري اژانس (واس) په وینا ، د لبنان سره د همکارۍ او ودریدو په ډول ددې هیواد پاچا د مرستو د لیږلو حکم کړی دی. د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

دغه سړي په ۹۶ کلنۍ کې لوړې زده‌کړې بشپړې کړې

لیکنه: محمدصابر حمیدی د ایټالیا هېواد یوه ۹۶ کلن سړي په پوهنتون کې تر ازموینو وروسته بریالی اعلان شو او د پوهنتون له لوري ورته د فراغت سند ورکړل شو. د جوزپه پاترنو په نامه دا سړی اوس په نړۍ کې تر ټولو زوړ سړی وپېژندل شو، چې لوړې زده‌کړې بشپړوي. جوزپه پاترنو له رسنیو سره په خبرو کې وویل: “زده‌کړه داسي څه ده، چې هر څوک یې هر وخت او په هر عمر کې … نور ولولئ