افغانستان

د ټرمپ او جو بایډن ترمنځ د ولسمشرۍ بحث او پر یو بل د تورونو لګولو ناندرۍ

اوهائیو: د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ نوماندانو ټرمپ او جوبایډن ترمنځ په لومړنۍ ژوندۍ مناظره یا مستقیم بحث کې نښتې وشوې. ولسمشر ټرمپ ویلي؛ هغه د قاضي غوره کولو حق لري، چې بایډن دروغجن وباله. د جزئیاتو له مخې، په اوهائیو، کلیولینډ کې د تلویزیوني بحث په جریان کې، ولسمشر ټرمپ او دیموکرات کاندید جو بایډن په یو و بل باندې لفظې بریدونه وکړل او یو بل ته یې د سپکاوي او یو و بل … نور ولولئ
رسنۍ

ټرمپ په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کې یوازې ۷۵۰ ډالره مالیه ورکړې

د «نیویارک ټایمز» ادعا کوي چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په 2016 او 2017 کلونو کې یوازې په کال کې 750ډالره مالیه ورکړې. د نیویارک ټایمز په حواله، ډونالډ ټرمپ په خپل لومړي کال کې په سپینه ماڼۍ کې 750 ډالره مالیه ورکړې، په داسې حال کې چې ټرمپ د تېرو 15 کلونو په 10 کلونو کې هېڅ مالیه نه ده ورکړې. د راپور له مخې، تر 2018 کال پورې، ټرمپ د رئیلیټي … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان افغانانو ته د ویزې سهتولتونه برابروي

خبر/ حنیفه مومند پاکستان افغانانو ته د ويزو ورکولو خدمتونو کې د سهولتونو د رامنځته کېدلو خبر ورکړ. د آوا د خبر له مخې، اسد قیصر د پاکستان د مجلس ریيس وايي، چې افغان سوداګرو ته د ویزې صادرولو په سیسټم کې تغییرات به، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې په پراختیا کې مرسته وکړي. قیصر دا مطلب په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د سرپرست رحمت الله قطره سره شریک … نور ولولئ
سیاست

د ایران ولسمشر له نویو بندیزونو وروسته امریکا په وحشت تورنه کړه

خبریال: فضل الله فضلي د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چي د امریکا د بندیزونو له امله د ایران خلګو ته تر ۱۵۰ بیلیونو ډالرو پوري تاوان رسېدلئ دئ. نوموړي ددې ادعا ترڅنګ زیاته کړې چي امریکا یو وحشي هیواد دئ او د غیر قانوني او غیر انساني بندیزونو او تروریستي کړنو له امله یې ایرانیانو ته ستر زیانونه رسولي دي. حسن روحاني: ایرانیان باید خپله غوسه پر سپیني ماڼۍ ختمه کړي. روحاني تېره ورځ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د حزب الله د وسلو په ډیپو کې بمي چاودنې څو ودانۍ ویجاړې کړې

راپور: مهر تاج په لبنان کې د حزب الله د وسلو په ډیپو کې یوې زورورې چاودنې څو ودانۍ ویجاړې کړې. د عربي رسنیو په حواله، پېښه د لبنان د جنوب د طاهره په سیمه‌ییز کلي «عین قانع» کې رامنځته شوې، چیرې چې د لبنان ملیشې حزب الله د وسلو ډیپو کې چاودنې ټوله سیمه ولړزوله او په دوو لیرې پرتو سیمو کې د لوګیو پورته شوې لوخړې ولیدل شوې. د سیمه‌ییزو رسنیو راپور له … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

مسجدالحرام له میاشتو ځنډ وروسته د عمرې لپاره بیا پرانیستل کيږي

خبریال: فضل الله فضلي د سعودي د حج وزارت د خبر پر اساس د عمرې لپاره حرمین شریفین یا مسجدالحرام د مسلمانانو پر مخ په درو مرحلو کي بیا پرانیستل کیږي. حرمین شریفین به ۱۰ ورځي وروسته د راتلونکي اکټوبر میاشتي له ۴مي نېټې څخه پرانیستل سي. لومړۍ مرحله: د سعودي د شاهي نظام ۶۰۰۰ اوسېدونکي کولای سي، چي د ۱۴۴۲کال د صفري له ۱۷ څخه تر ۳۰ نېټې پوري د کرونا ویروس پر وړاندي … نور ولولئ
کرونا

امریکایان ډونالډ ټرمپ ته په غوسه دي، وایي: ټرمپ امریکا وژني

خبریال: فضل الله فضلي د امریکا د متحده ایالاتو اوسېدونکي ددې هیواد ولسمشر ته په غوسه دي، وايي چي د نوموړي له امله په امریکا کي له کرونا ویروسه د خلګو مړیني له ۲ لکو واوښتې. په امریکا کي په دې وبا د اخته سوو کسانو شمېر له ۷ مېلیونو واوښت. همداراز له وبا څخه د مړینو شمېر له ۲ لکو هم واوښت او روغ سوي کسان پکښي تر ۴ مېلیونو ډېر دي. ډونالډ ټرمپ … نور ولولئ
خوندیتوب

سپینې ماڼۍ ته د زهرو ککړ لیک په تور نیول شوې ښځې سره تفانچه هم نیول شوې

مهر تاج یوه ښځه سپینې ماڼۍ ته د (Ricin) زهري موادو د لېږدولو په تور د متحده ایالاتو – کاناډا په پوله کې نیول شوې او له هغې څخه یوه تومانچه هم ترلاسه شوې ده. د انګلستان نشریاتو، د متحده ایالاتو د کډوالۍ چارواکو په حواله ویلي، چې یوه ښځه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته د ریسن په نامه د خطرناک زهرجنو موادو کڅوړې د لېږدولو په شک نیول شوې وه. د کډوالۍ د … نور ولولئ
افغانستان

د افغانستان په اړه د چينايانو نظرونه

ليکوال: مدثر دعوت چينايان د افغانانو په اړه بيلابېل نظرونه لري. يوه چينايي مېرمن چې د نامه مانا يې په پښتو کې د چين غوټۍ ده د افغانستان سره خورا ډېره مينه لري او هر کله پر خپل شخصي فیسبوک اکاونټ په پښتو ژبه د افغانستان او چين طبیعت،تاریخ او ورځني مالومات بيانوي. د چين غوټۍ د چين د نړيوالې راډيو د پښتو څانګې خبرياله ده او پښتو ژبه په پوره فصاحت او بلاغت سره … نور ولولئ
سوله

د فلسطین د ستونزو له حل پرته په منځني ختیځ کې سوله ناممکنه ده

ماسکو: روسیې په فلسطین کې د ستونزو له حل کېدو پرته په منځني ختیځ کې امن  ناممکن بللی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د فلسطین د مسئلې له حل پرته، په فلسطین کې د امن سوچ کول به ناسم وي. د روسیې بهرنیو چارو وزارت دا بیان وروسته له اسرائیل، متحده عرب امارات او د بحرین ترمنځ  د اړیکو د ښه کېدلو معاهدې یا تړون د رد عمل په صورت کې … نور ولولئ