افغانستان

په کرونا ویروس د اخته سوو کسانو شمېر تر ۴۳ میلیونو واوښتی

خبریال: فضل الله فضلي په نړۍ کي د کرونا ویروس مثبتي پېښي لاهم په چټکۍ سره پورته کیږي او اوس مهال د ورځنیو مثبتو پېښو شمېر تر ۴ لکو اوښتی دئ. تراوسه په ټوله نړۍ کي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر تر ۴۳،۱ مېلیونو اوښتئ دئ. په ټوله کي تر اوسه تر ۱،۱ مېلیونو پوري کسان ځني مړه سوي او تر نږدې ۲۹ مېلیونو تنه ځني روغ سوي دي. تېره ورځ تر ۴۰  … نور ولولئ
سیاست

د اسرائیل‌ پېژندل به ایران، قطر او سعودي عربستان ته د وژلو چانس ورکړي

د سعودي ولیعهد «شهزاده محمد بن سلمان» هم لکه د متحده عربي اماراتو او بحرین په څېر د اسراییلو په رسمیت پیژندلو څخه انکار وکړ. په امریکا کې زېږیدلی اسراییلي میلیاردر “حیم سبان” دا ادعا د اسراییلي ورځپاڼې حارث سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې. سبان وايي، شهزاده محمد بن سلمان وېره لري، که چېرته سعودي عربستان اسراییل په رسمي توګه ومني، نو د ​​ایران، قطر او سعودي وګړو د وژلو چانس به ترلاسه … نور ولولئ
ټیکنالوژي

هند له متحده ایالاتو سره د سپوږمکۍ لاسرسي تړون ته رسېدلی

هند د متحده ایالاتو سره د توغندیو او ډرون الوتکو فعالیت ښه کولو لپاره د سپوږمکۍ لاسرسي تړون ته نږدې شوی. د راپورونو په حواله، دغه تړون به هند ته د چین له نظامي ځواک سره د مبارزې په موخه مختلفو هوایي او ځمکنیو معلوماتو ته لاسرسی ورکړي. د بهرني خبري اژانس د راپور له مخې احتمال شته چې دغه تړون راتلونکې اونۍ هند ته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر او د دفاع … نور ولولئ
په زړه پورې

هغه ځوان ووژل شو، چې یو ښوونکی یې د محمد(ص) د کارتون په تور وژلی وو

خبریال: فضل الله فضلي تېره جمعې ورځ په فرانسه کي د یوې ښوونځی هغه ښوونکی ووژل سو، کوم چي په ټولګۍ کي یې د اسلام د دین د وروستي پېغمبر د کارتون په اړه بحثونه کول او ښکاره کول یې. دا ښوونکی چي ۴۷ کاله عمر یې درلود، سمویل فاتې نومېدئ او په ښوونځی کي د تاریخ او جغرافيې د مضمونو ښوونکی وو. د نوموړي وژونکی بیا عبدالله نومیدئ، ۱۸ کلن وو او په روسیه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د عمان لومړۍ مېرمن: ډېری مېرمنې به په مهمو دولتي پستونو کې په دنده وګمارل شي

راپور: نسیمه محمدي د عمان د سلطان هېثم بن طارق مېرمن عهد بوسعيدي د اکټوبر ۱۷مه د شنبې ورځ د عماني مېرمنو په ورځ، د دغه هېواد د فرهنګي، علمي، ټولنیزو او روغتیايي برخو یو شمېر شخصیتونه وستایلې. بوسعیدي په مراسمو کې وویل: “په تېرو پنځوسو کلونو کې، عماني مېرمنو زدهکړو او کار ته ډېر لږ لاسرسی درلود. په زدهکړو، قوانینو او رهبرۍ اتکاء سره به دوی، وتوانېږي په ملي جوړښت کې مهم رول ولوبوي.” … نور ولولئ
سیاست

د سعودي شاهي فرمان: د بهرنیو کارګرانو لپاره زېری

ریاض: سعودي عربستان د بهرني کارمندانو د ویزو موده د اکتوبر تر ۳۱ نېټې په بېخي وړیا توګه غځوي. د عربي رسنیو د راپورونو له مخې، د دوو سپېڅلو جوماتونو سرپرست، پاچا سلمان بن عبد العزیز ، د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر تر ۳۱ مې نیټې پورې په سعودي عربستان کې میشتو بهرنيانو ته د وتلو نیهایي ویزو آنلاین تمدید منظور کړ. د شاهي فرمان په صادرولو سره، د پاسپورت ریاست د ټولو بهرنيانو د … نور ولولئ
سیاست

متحده ایالاتو د مکسیکو د دفاع پخوانی وزیر نیولی

واشنګټن: امریکایي چارواکو د میکسیکو د دفاع پخوانی وزیر سیلواډور سانفیوګس زاپیدا د مخدره توکو د قاچاق په تور نیولی دی. د میکسیکو د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مارسیلو ابرارډ په خپلې ټولنیزې رسنۍ ویلي، چې د متحده ایالاتو چارواکو د جنرال سلواډور سانفیګوس د لاس انجلس په هوایي ډګر کې توقیف کړ. د متحده ایالاتو د رسنیو راپورونو په حواله، جنرال سلواډور له خپلې کورنۍ سره په متحده ایالاتو کې د رخصتۍ په ورځ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د جاپان لخوا جوړ سوي لوی ربوټ لومړي حرکات کړي + ویډیو

خبریال: فضل الله فضلي د جاپان هیواد د پلازمینې توکیو اړوند په یوکوهاما ښار کي د دې هیواد لخوا د نړۍ تر ټولو لوی ربوټ (انساني ماشین) خپل لومړي حرکات کړي دي. ددې ربوټ جګوالی ۱۸ متره دئ او وزن یې ۲۵ ټنه یاد سوی. دا د کلنو کلنو هغه خواریو او هڅو نتیجه وه، چي چاپان په یوکوهاما کي د ګنډم کمپنۍ لخوا جوړ سوی ربوټ نندارې ته وړاندي کړ او لومړي حرکات یې … نور ولولئ
ژوند بڼه

امریکا له سعودي عربستان څخه وغوښتل چې اسرایل وپېژني

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مائیک پامپیو په سعودي عربستان غږ کړی چې اسرائیل وپېژني. د AFP په حواله، په واشنګټن کې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر «فیصل بن فرهان» سره د یوې غونډې پر مهال مائیک پومپیو ویلي، چې د متحده عربي اماراتو، بحرین او اسراییل ترمنځ شوي تړونونه په سیمه کې د سولې او امنیت لپاره زموږ د ګډ اهدافو په ترلاسه کولو کې مهم رول لوبولی. د بهرنیو چارو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

۱۶ ورځي وروسته، د نړۍ مسلمانانو ته د عمرې اجازه ورکول کیږي

خبریال: فضل الله فضلي له څه باندي ۷ میاشتو ځنډ وروسته د مسجدالحرام دروازې خلاصي سوې او د سعودي اوسېدونکو ته د عمرې او زیارت اجازه ورکول سول. د سعودي د کورنیو چارو وزارت ویلي وه، چي د نوومبر په لومړۍ او د ربیع الاول پر ۱۵ نېټه به سعودي د نړۍ مسلمانانو ته د عمرې کولو اجازه ورکړي. سعودي لومړی هغه هیوادونه په نښه کوي، چي د کرونا وبا پکښي لږ ده. سعودي په … نور ولولئ