کرونا

د ټرمپ مشر زوی هم پر کرونا اخته شو

ژباړه: عایشه حیدري د امریکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مشر زوی، ډونالډ ټرمپ جونیور د کوویډ‌۱۹ د ټسټ پایله مثبت اعلان شوه. د راپورونو پر اساس، د بلومبرګ بنسټ د یوه وياند په يوې بيانيه کې ويلي چې د ټرمپ جونیور د کوویډ۱۹ د معاينې پایله د تېرې اونۍ په پيل کې مثبته اعلان شوې او نوموړی اوس مهال کرنټين دی. ټرمپ جونیور له هغه مهاله چې کورونا تشخیص شوه، تل یې د ډاکټرانو … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان د نړۍ تر ټولو غمځپلی هېواد شو !

ګالوپ بنسټ د نورو کلنیو څېړنو په څېر , دا ځل د نړۍ هېوادونو کې خوښي او خپګان وڅېړه. دوی هغه هېوادونه معلوم کړل چې تر ټولو غمځپلي او تر ټولو خوشحاله وو. د دې څېړنې پر بنسټ تر ۲۰۱۸زېږدیز وروسته, د افغانستان وګړي خورا خپه شوي. تر دې مخکې افغانستان د غمګینو هېوادونو په نوملړ کې درېیم دریځ درلود؛ خو دغې وروستۍ څېړنې جوته کړه چې له درېیم ځایه, لومړي مقام ته تللی. اوس … نور ولولئ
اقتصاد

د جوبایډن بریا او خلیج کې سیاسي ناقراري؛ د هیوادونو وضعیت څه رقم دی او څه به وشي؟

لیکنه: مهر تاج د متحده ایالاتو ټاکنې چې څومره د متحده ایالاتو وګړو په دقیق ډول څیړلي په همدې انډول نوره نړۍ هم ورته ځیره وه. د خلیج هېوادونو ټول تلویزیوني پروګرامونه په همدې لوري وو. د امارتو، قطر ،او سعودي تلویزیونونو پر هره رایه تبصره کوله او تر ډیره د ډونالد ټرمپ خواخوږي ښکاریدل. دغو کړنو اړ کړم، تر څو د نوموړو هېوادونو ګټې او تاوانونه له نظره تیر کړم. کله چې “بارک اوباما” … نور ولولئ
خوندیتوب

بشریت له ستر ناورین سره مخ کېدونکی دی

ژباړه: ملیحه ناصري پوهان دې پایلې ته رسېدلي چې د نړۍ اقلیمي ستر بدلون کولی شي نړیوال له ستر ناورین سره مخ کړي. د (اکیناوي)  د علومو او ټکنالوژۍ انسټیټیوټ پوهان, تر یو لړ څېړنو وروسته دې پایلې ته رسېدلي چې په نړۍ کې وروستي اقلیمي بدلونونه د سختو توپانونو لامل ګرځېدلی شي او ډېر وخت ته اړتیا ده څو فعالیتونه یې په وچو سیمو کې وځنډېږي.  او دا کېدی شي خرابې پایلې ولري. هغه … نور ولولئ
افغانستان

مودي د ټرمپ انډیوالي پریښوده؛ وايي بایډن سره ښې اړیکې ولرو

راپور: بشر درویش د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په یوه پیغام کې جوبایډن چې رسنیو د امریکا متحده ایالاتو نوی منتخب ولسمشر اعلان کړی دی، ورته مبارکي ورکړې ده. ښاغلي مودي له ټرمپ سره هم ښې اړیکې درلودې چې هند ته د ښاغلي ټرمپ د سفر پرمهال دواړو د هیوادونو ترمنځ د لا نیږدې اړیکو خبر ورکړی و. مودي له بایډن سره پر خپل فیسبوک د شریک عکس په خپرولو لیکلي: «جو بایډن ! … نور ولولئ
افغانستان

په نیواډا ایالت کې د یوه وسله‌وال په ګډون څلور تنه وژل شوي

د امریکا په نیواډا ایالت کې د ډزو په پایله کې د وسله‌وال په ګډون څلور تنه وژل شوي. د متحده ایالاتو په نیواډا ایالت کې ډزو کې د بریدګر په ګډون څلور تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د متحده ایالاتو د رسنیو په حواله، ډزې د «نیواډا» په هنډرسن کې شوې. د رسنیو د راپورونو پر اساس، کله چې پولیس د پیښې ځای ته ورسیده، یو ټوپک‌وال (وسله‌وال) یې وموند، دوی … نور ولولئ
افغانستان

تازه حال: جوبایډن ۶ انتخاباتي رایو ته اړتیا لري

د دیموکراتانو کاندید جوبایډن د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو په څرګندیدو سره بریا ته ډیر نږدې شوی. د ولسمشرۍ نوماندان: د متحده ایالاتو ولسمشرۍ د ځان کاندیدولو او د سپینې ماڼۍ مېلمه کیدلو لپاره ۲۷۰ انتخاباتي رایو ته اړتیا لري. د بهرنیو رسنیو په حواله، دیموکرات کاندید جو بایډن ۲۶۴ انتخاباتي رایې ترلاسه کړې او د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ تر دې دمه ۲۱۴ انتخاباتي رایې ترلاسه کړې. د متحده ایاالتو رسنیو … نور ولولئ
افغانستان

جوبایډن: بریا ته نږدې، خو اعلان نه کوم

د ډیموکرات ولسمشرۍ نوماند “جوبایډن” ویلي دي؛ پایلې ښیې چې موږ ګټونکي یو. د ګټلو په هیله، خو اوس د خپلې بریا اعلان نه کوم. بایډن، “ډلاوئیر” کې په یوه وینا کې ویلي: “دا واضیح ده، چې موږ به د اړتیا وړ انتخاباتي رایې ترلاسه کوو،  کله چې د رایو شمېرنه بشپړه شي، نو موږ به ګټونکي شو.“ نوموړي زیاته کړې، چې د عامه/ مشهورو رایو تر منځ توپیر به هم پراخه/ لوړ شي، چې … نور ولولئ
افغانستان

د بایډن د بریا ادعا، او ټرمپ په ټاکنو کې د درغلیو تور پورې کول

د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د رایو شمیرل روان دي، خو مخکې له دې چې پایلې اعلان شي، د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو په خپلو اړوندو بریاو دعوی لري. تر دې دمه، د دیموکراټانو کاندید “جو بایډن” د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي کاندید “ډونالډ ټرمپ” مخکې دی، چې شاوخواد د ۱۶ ایالتونو د رایو نتایج لا پاتې دي. ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” په ټولنیزه رسنۍ ټویټر کې په … نور ولولئ
افغانستان

د ټاکنو د پایلو فشار، که ستړیا؛ د ولسمشرۍ نوماند "جو بایډن" تېروتنې

د ولسمشرۍ کمپاینونو ستړیا او که د ټاکنو د پایلو فشار دی، چې د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ کاندید جو بایډن تېروتنې پسې تېروتنې کوي. کله چې ‘جوبایډن ‘ په “فلاډلفیا” کې د خپل زوی “بیو بایډن” تر قبر لیدلو وروسته پلویانو ته ورسید، نو نوموړي د خپلې لمسۍ په معرفي کولو کې تېروتنه وکړه،لمسۍ یې غلطه معرفي کړه. “جو بایډن” خپله لمسۍ خپل مرحوم زوی ته منسوب کړه، او کله چې د خپلې دې … نور ولولئ