سوله

د روغتیا نړیوال سازمان؛ د نړۍ ټولو بې وزلو هېوادونو ته د کرونا واکسین یواځې ۲۵ دوزه ورکړل شوي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې تر دې دمه د ټیټ عاید لرونکي هیوادونو ته د کرونا واکسین یوازې ۲۵ دوزه ورکړل شوي دي. ددې سازمان عمومي منشي تدروس آدانوم د نړۍ هغو ۳۹ ملیونه واکسینو ته اشاره وکړه چې بډایه هیوادونو ته ورکول شوې او دا کار یې یو ناورین یاد کړی. د ښاغلي ادانوم په وینا، دا عادلانه نه ده چې په بډایه هیوادونو کې دې ځوانانو … نور ولولئ
افغانستان

معصوم ستانکزی: ددې اونۍ تر پایه جدي بحثونه پيلوو

د افغانستانستان اسلامي جمهوریت د سولې د خبرو اترو پلاوي مشر وايي، ددې اونۍ تر پایه جدي بحثونه پیلوي. معصوم ستانکزي دا خبرې پرون دویمه پرلیکه ناسته د ( سولې بهیر د ملاتړ په برخه کې د اجماع تقویت) تر عنوان لاندې د ملي مصالحې عالي شورا د سیمه ییزو او نړیوالو چارو کمېسیون، د بهرنیو چارو وزارت او د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت جوړه شوې وه ګډون وکړ. یاده … نور ولولئ
افغانستان

قطر کې د سولې مرکچي پلاوي مخامخ ناسته کړې

په قطر کې د افغانستان د مرکچي پلاوي او د طالبانو د سیاسي ډلې د مشرانو او یو شمیر غړو ترمنځ تیر ماښام مخامخ ناسته شوې ده. د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر مسایلو خبرې شوي دي. دوحه کې د افغان مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري تېر ماښام پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: “‏نن ماښام د دواړو خواوو د مذاکراتي ډلو د رئیسانو او د هیئت د څو غړو تر منځ ناسته وشوه. په دې … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان: هند افغان سولې ته ژمن نه دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو ځلې بیا په هند تور لګولی چې افغانستان کې د سولې روانه پروسه ګډوډول غواړي. قریشي ویلي پاکستان په افغانستان کې د تلپاتې سولې هڅې کوي او د سولې په روانه پروسه کې یې خپل رول لوبولی دی. نوموړي تور لګولی چې هند افغانستان کې د سولې مخې ته خنډونه راولاړوي. تر دې مخکې هم کله ناکله د پاکستان دولتي چارواکو په هند تورونه لګولي … نور ولولئ
افغانستان

نعیم وردګ: د سولې بین الافغاني مذاکرات نه دي ځنډول شوې

د افغان سولې د دوهم پړاو له پیل څخه څو ورځې وروسته یو شمیر کورنیو او بهرنیو رسنیو خبر خپور کړ، چې بین الافغاني مذاکرات د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن د نوي حکومت تر پیل کیدو پورې ځنډول شوي دي. خو تیره شپه بیا په قطر کې د طالب پلاوي ویاند محمد نعیم وردګ، رسنیو ته په یو استول شوي پیغام کې ویلي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: جګړه د خلکو په زیان ده، طالبان دې اوربند وکړي

ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې پر اوربند هوکړه وکړي. ولسمشر غني چې نن یې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د درېیو مهمو پروژو د پرانیستې لپاره په جوړو شوو مراسمو کې خبرې کولې وویل، چې روانه جګړه د هېچا په ګټه نه ده او طالبانو ته په کار ده چې ژر تر ژره اوربند ته غاړه کېږدي. ولسمشر همدا راز وویل، که په افغانستان کې سوله راځي او امنیت … نور ولولئ
افغانستان

مذاکراتي ټیمونو له څو ورځو راهیسې غونډه نه ده کړې

د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ مذاکراتو کې وقفه او ځنډ راغلی دی. په دوحه کې د مذاکراتي ټیم ځینو غړو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې له څو ورځو راهیسې د طالبانو او افغان حکومت مذاکراتي ټیمونو له یو بل سره نه دي لیدلي. بل خوا د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون له رسنیو سره ویلي چې دمګړی د افغان حکومت مذاکراتي ټیم په خپلمنځي بحثونو بوخت دی او … نور ولولئ
افغانستان

اتمر، ویلسن ته؛ افغان حکومت سولې ته ژمن دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په کابل کې د امریکا د سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره کتلي دي. دا خبرې پرون د ویډیو کنفرانس له لارې شوي دي. ددې خبرو پرمهال ښاغلي حنیف اتمر ویلي، افغان حکومت سولې ته ژمن دی خو هغه سوله چې لاس ته راوړنې وساتي او د دایمي ثبات سبب شي. په خبرپاڼه کې … نور ولولئ
افغانستان

غني:له انتخاباتو پرته به واک بل چاته انتقال نه کړم

ولسمشر محمد اشرف غني له سي ان ان سره په تازه مرکه کې یو وار بیا ټینګار کړی چې له ټاکنو پرته به واک بل چاته انتقال نه کړي. ولسمشر غني په خپله مرکه کې ویلي، چې زما د واکمنۍ له پیل تر دې دمه څلویښت زره ملکي او نظامي افغانان وژل شوي چې ستر اکثریت یې سرتیري دي. نوموړي زیاته کړې چې دغه ټوله موده کې یوازې ۹۸ بهرني سرتیري وژل شوي چې تیر … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه باید د دوحې خبرو کې پرېکړې وشي

طالبان وایي، د افغانستان د راتلونکي نظام او د واک لېږد په اړه باید په دوحه کې د خبرو په لړ کې پرېکړه وشي. د طالب پلاوي یو شمېر غړو ویلي، په افغانستان کې د راتلونکي نظام بڼه، د دوی د بندیانو خوشي کېدل او د ملګرو ملتونو له تور لېسته د طالب چارواکو د نومونو ایستل یې د اجنډا لومړیتوبونه دي. دوی دا څرګندونې، د ولسمشر غني د هغې خبرې په ځواب کې کړې، … نور ولولئ