افغانستان

طالبان: قطر کې خو واده نه دی؛ د کابل د مرکچیانو لیست دې محدود شي

طالبانو په قطر کې د بین الافغاني مذاکرتو په تړاو د افغان حکومت له لوري په برابر شوي لیست نیوکه کړې. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د کنفرانس تنظیموونکي ددومره کسانو د منلو او سمبالولو تابیا نلري. د قطر په مرکز دوحه کې د افغانستان د سولې او ټیکاو په تړاو دې مشورتي غونډې ته، چې راتلونکې جمعه به پيل شي، افغان حکومت د ۲۵۰ کسانو نوملړ استولی. د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د … نور ولولئ
افغانستان

د غني نرمښت که ماتې؛ د قطر ناستې ته یې د خپلو استازو سفر ومانه

ولسمشر غني په قطر کې د وسله والو طالبانو د استازو او افغان سیاستوالو ترمنځ کیدونکې ناستې ته له ټولو مخالفتونو سره بالآخره د خپلو استازو پر استولو سلا شو. یونیم سل کسیزه ګډ پلاوی د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد خبریالانو ته ویلي: «حکومت د مصالحې د رهبرۍ شورا کې چې د حکومت او سیاسي ګوندونولخوا په ګډه جوړ شوی، منلې ده چې د حکومت او سیاسي ګوندونو یو مشترک یونیم سل … نور ولولئ
افغانستان

د سولې جرګې پر سر جګړې؛ ارګ ولې انحصار او مخالفین یې انکار کوي؟

د سولې مشورتي لویه جرګه، چې د شوي اعلان له مخې د راتلونکي ثور میاشتې په نهمه به کابل کې جوړه شي، د ارګ او نورو مقتدرو سیاسي ډلو د لانجې تازه موضوع ګرځیدلې ده. په داسې حال کې چې دغې جرګې ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، مختلفو سیاسي ډلو او ان د ارګ د واک شریکوال ( ډاکټرعبدالله ) له دغې جرګې بایکاټ کړی. دلایل څه دي؟ د ډاکټر عبدالله، حنیف … نور ولولئ
افغانستان

د مشورتي لویې جرګې جوړیدو سره مخالفت؛ د عبدالله دا دریځونه حکومت مذاکراتو کې کمزوری کوي

اجرایه رییس عبدالله عبدالله تازه د جوړیدونکې (مشورتي لویې جرګې) مخالفت وکړ. هغه دا مخالفت په یوه اعلامیه کې څرګند کړی. دې اعلامیه کې یې د (اجرایه رییس) پرځای د (ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم) نوم لیکلی، په داسې حال کې چې دا اعلامیه هم د عبدالله له شخصي پیج ځیني نه، بلکې د حکومت له رسمي اجرایه ریاست (ریاست اجراییه جمهوری اسلامی افغانستان) پاڼې نه خپره شوې. په اعلامیه … نور ولولئ
افغانستان

جګړه که جرګه؛ خالد او الفتح عملیات ولې پلان شوي، پایله به څه وي؟

سولې ته د ظاهري لېوالتیا او امادګیو سره هم مهاله افغان حکومت او وسله والو طالبانو د یو بل خلاف د پوځي عملیاتو اعلان هم کړی. افغان حکومت د نوي لمریزکال له پيله خپل دا عملیات اعلان او د (خالد) نوم یې پرې ایښی. ترهغې وروسته څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د (الفتح) په نوم د پوځي عملیاتو اعلان وکړ. خو ولې له سولې سره هم مهاله د جګړې تیاری نیول شوی؟ جرګه که … نور ولولئ
افغانستان

سوله که ټاکنیز کمپاین؛ غني او مخالفین یې څه غواړي، لویه جرګه به څه پریکړه کوي؟

ټاکل شوې چې د راتلونکي غویي میاشتې په نهمه د کابل د لویې جرګې خېمه (د سولې ملي مشورتي لویې جرګې) په نوم د یوې سترې را ټولیدنې کوربه وي. جرګه د ولسمشر غني په فرمان جوړیږي، چې هدف یې د سولې لپاره د ولس له استازو سره د سولې د روانو هڅو په اړه مشوره ښودل شوې. خو دا خبره د ولسمشر د سیاسي مخالفینو له توند غبرګون سره مخ شوې. دوی وایي دا … نور ولولئ
افغانستان

د ۵ طالب مشرانو کیسه؛ د ګوانټانامو هغه بندیان چې امریکا سره د مذاکراتو مېز ته ناست دي

سرچینه: نیویارک ټایمز لیکوال: مجیب مشعل ژباړن: بشر دروېش ـ یاران وېب پاڼه په ۲۰۰۱ کې کله، چې امریکا متحده ایالاتو پر افغانستان برید او د طالبانو دولت را وپرځاوه، حتا له هغو کسانو سره یې هم د ترهګرو په حیث چلند وکړ، چې پخپله دوی ته تسلیم شوي وو. دوی هغه کسان هم ونیول او په تړلو سترګو یې کیوبا په ګوانټانامو کې امریکایي زندان ته واستول. اوس د هغو کسانو ۵ تنه یې … نور ولولئ
افغانستان

ولې د اور بند غوښتنه؟

لیکنه: رفيع الله روشن کله چې جام یا کاسه ‌‌‌‌‌‌ډکه شي نو اوبه یې په سر ور اوړي، یا هم کله چې د انسان په وجود کې درد انتها ته ورسېږي نو بیا یې له خولې چیغې او فريادونه وځي، یا په بل ‌‌‌‌‌‌ډول کله چې زړه درد وکړي نو له ړندې سترګې څخه هم اوښکې لارې کوي، نو مونږ (افغانانو) دا ټولې تجربې په شا پرې ایښې دي او دا پړاوونه مو یو په … نور ولولئ
افغانستان

د ۵۳ کلنو ملګرو تقابل؛ غني که خلیلزاد به د سولې لوبه وګټي؟

سوله که د افغانستان خلکو ته یوه جدي او ترهرڅه لومړنۍ اړتیا ده؛ سیاستوالو ته که په افغانستان دننه دي، یوه مهمه سیاسي لوبه او د خپلو ګټو د بقا کیسه ده. افغان سوله اوس د نورو پېچلو اړخونو ترڅنګ د دوه ۵۳ کلنو زړو یارانو د سیاسي لوبې مهمه نقطه ګرځیدلې. د یوه پوهنتون دوه لوبغاړي اشرف غني احمدزی او زلمی خلیزاد د ظاهر شاه د پاچاهۍ پر وخت د لبنان د بیروت امریکایي … نور ولولئ
افغانستان

د سولې او نظام بحث باید له افرادو په پورته سطحه وارزول شي

لیکنه: بهیر لوګروال له تېرو اوږدو اوونیو راهیسې د افغان سولې په اړه په کور دننه او بهر بحثونه تاوده شوي، په تېره بیا وروسته له هغه، چې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په دې اړه هيښوونکې څرګندونې وکړې او یو شمېر هغه حقایق یې برسیره کړل، چې د افغانانو او نړیوالو پام لا نه و ورته شوی. د نوموړي په خبرو کې که څه هم ډېر څه له سولې سره د افغان … نور ولولئ