افغانستان

یا واک یا جګړه؛ عطامحمد نور وایي که انتخاباتو کې درغلي وشوه، طالب به شي

د بلخ مخکینی والي او د جمیعت ګوند اجرایه ریس عطامحمد نور خبرداری ورکوي چې که راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې له درغلیو ډکې وي، دی به ان له وسله والو طالبانو سره یو ځای شي. نور دا خبرې له طلوع نیوز تلویزوني شبکې سره په یوه تازه مرکه کې کړي. هغه په دغه مرکه کې پر ولسمشر غني توندې نیوکې کړي او ناکام یې ګڼلی. نور چې د ولایت د دندې پروخت یې د بلخ د … نور ولولئ
افغانستان

طالب رهبري په لوی ازميښت کې – د انتظار خادم لیکنه

په معاصره نړۍ کې هیڅ کورنۍ جګړه افغان جګړې ته ورته نه ده. که څه هم د تاریخ ارزښت پدې کې وي چې د تیرو نه به ګټه اخیستلو راتلونکی سمبال کړو، خو له بده مرغه چې افغانان د تاریخ ددې جبر لاندې ژوند کوي.‌ اتلس کاله جګړه وشوه. څنګه وشوه؟ ولې وشوه؟ د چا لخوا وشوه؟ ایا جګړه اوږدول د ټولو اړخونو لپاره اساسي هدف وو کنه د جګړې تر شا ځانګړې، ستراتیژیک، سیاسي، … نور ولولئ
افغانستان

په دوحه کې د سولې د بین الافغاني کانفرانس پریکړه لیک

بسم الله الرحمن الرحیم موږ د روان ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۱۶ ــ ۱۷ چي د ۲۰۱۹ کال دجولای د میاشتي له ۷ ـ ۸ نیټي سره سمون خوري په دوحه کي دسولي لپاره د بین الافغانی کانفرانس ګډون کوونکي په افغانستان کي دسولي لپاره د جرمني د فدرالي جمهوریت او د قطر هیواد هڅو ته د ارزښت په سترګو ګورو او بین الافغاني ناستو د کوربتوب او سهولت برابرولو له کبله یې مننه … نور ولولئ
افغانستان

د قطر ناسته؛ سوله که ټاکنې به را مخکې شي؟

په قطر کې د طالب استازو او افغان سیاستوالو ګډه غونډه په داسې وخت شوې، چې امریکایانو افغان حکومت ته څه موده مخکې د ولسمشریز ټاکنو د پر وخت ترسره کیدو ډاډ ورکړی و. مخکې افغان حکومت او خاصتاً  د ولسمشر غني ټیم په مختلفو ډولونو د طالبانو او امریکایانو د روانو مذاکراتو مخالفت کاوه او د وطن په تاوان یې باله. په دې اړه حکومت پلویان او منتقدین دواړه لرل، چې له هغو بحثونو … نور ولولئ
افغانستان

شورا که وزارت؛ غني څه غواړي، عبدالکریم که عبدالسلام به سوله راولي؟

ولسمشر غني په یوه تازه فرمان کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د جوړیدو امر کړی او د خپل دفتر مخکینی لوی ریس عبدالسلام رحیمي یې ورته وزیر ټاکلی. د ښاغلي غني په فرمان کې رحیمي د سولې په چارو کې د هغه ځانګړی استازی هم معرفي شوی او ویل شوي، چې نوموړی به د کابینې، ملي امنیت شورا او ټولو لوړپوړو کمیسونونو د غړیتوب ترڅنګ له خپلو ټولو مخکینیو حقوقو او … نور ولولئ
افغانستان

را نیږدې ټاکنې او ډېر شوي ټکرونه؛ ارګ او ولسمشریز نوماندان په څه وران دي؟

د کابل غازي ورزشي سټډیم د سې شنبې پر ورځ له دولسو ولسمشریزو نوماندانو څخه د دوی د جوړې شوې شورا د یوې لویې اعتراضیه غونډې کوربه و. غونډې ته یو شمېر نوماندانو ویناوې وکړې او هم یې خپل پریکړه لیک واوروه. یاران وېب پاڼه د دوی د غوښتنو او تورونو عمده ټکي او هم دا درسره شریکوي، چې دوی او ارګ مېشتي ولې وران شوي او نه سره جوړیږي؟ د نوماندانو عمده غوښتنې نننۍ … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان ته د افغان سیاستوالو سفر؛ د سولې هڅې ټاکنو سره څه تړاو لري؟

  د افغان ولسمشریزو ټاکنو او سولې هڅې په هم مهاله توګه په کور دننه او بهر د مختلفو لوریو د تمرکز دوه لوی ټکي دي. په وروستیو کې داسې لویه سیاسي مسئله کمه پېښیږي، چې له دغو موضوعاتو څخه یوه یا دواړو پورې اړوند نه وي. د سولې هڅې که حکومت یې کوي، یا د حکومت سیاسي مخالفین، په یو ډول ورته د شک په سترګه کتل کیږي. پاکستان، افغان سوله او ټاکنې د … نور ولولئ
افغانستان

داودزی: پرسولې شورا بیا کتنه کیږي، روسیه دې د سولې غرضي ناستې بندې کړي

د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په برخه کې د ولسمشر غني ځانګړي استازي او د سولې عالي شورا د دارالانشا ریس عمر داودزي په یوه تازه مرکه کې د سولې په تړاو مهمې خبرې کړي. دا مرکه له خورشید تلویزون سره شوې، چې یاران وېب پاڼه یې مهم ټکي له خپلو درنو لوستونکو سره شریکوي: سولې ته هیله مندي عمر داودزی وایي سولې ته تر بل هر وخت هیله مندي زیاته شوې او … نور ولولئ
افغانستان

د ماسکو غونډه؛ موخه، مهم ټکي او غبرګونونه څه وو؟

د روسیې پلازمېنه ماسکو پرون د افغانستان او روسیې د دیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې په پلمه د یوې غونډې کوربنه وه. په دغه غونډه کې د افغان حکومت یو شمېر سیاسي مخالفینو، طالب استازو او روسي چارواکو برخه لرله. مهم ګډونوال یادې غونډې ته له افغانستان څخه مخکینی ولسمشر حامد کرزی، د طالبانو د تحریک مرستیال او سیاسي مشر ملاعبدالغني برادر، د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي، د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم … نور ولولئ
افغانستان

هند ته په افغانستان کې د داعش د حضور ګواښونه؛ عمر داودزی پرې غږیدلی

د سولې په برخه کې د سیمه ییزې اجماع لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی او د سولې شورا د دارالانشا ریس عمر داودزی د تېرې اونۍ په پای کې د هند په سفر بوخت و. داودزي په دغه سفر کې یوې هندي رسنۍ سره د مرکې پر مهال په افغانستان کې د داعش ډلې لخوا هند ته پر رامنځته کیدونکو اندیښنو غږیدلی. یاران وېب پاڼه یې د مرکې مهم ټکي درسره شریکوي: ولې جدي ګواښ؟ … نور ولولئ