افغانستان

سوله او ټاکنې؛ معنوي وایي ټاکنې به وشي او غني به یې وګټي

د ټاکنو خپلواک کمیسون پخوانی ریس فضل احمد معنوي په یوه ځانګړي تلویزوني بحث کې د روانو ټاکنو او سولې هڅو په اړه خپل نظریات شریک کړي. هغه څه موده مخکې له اریانا نیوز تلویزون سره مېلمه و او خپل دغه نظریات یې له خلکو سره شریک کړل. یاران یې مهم ټکي د موضوع د اهمیت له مخې دلته له خپلو لوستونکو سره شریکوي. سوله کیږي کنه، څنګه به وي؟ په دې اړه فضل احمدي … نور ولولئ
افغانستان

د غني اختریز پیغامونه؛ وایي د سولې پریکړه به بهرنیان نه؛راتلونکی حکومت کوي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر تر لمانځه وروسته په ارګ کې د سولې د روانو هڅو او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه نوې خبرې لرلې. یاران یې د خبرو مهم ټکي دلته له خپلو لوستونکو سره د ځینو اړینو تبصرو او معلوماتو په ملتیا شریکوي. ملي او هراړخیزه سوله غواړو! ولسمشر غني د سولې په اړه ملت ته ډاډ ورکړ، چې نیږدې ده او خامخا به راځي، خو ځينې نوې خبرې یې … نور ولولئ
افغانستان

د طالبانو نوي خوبونه؛ معتصم آغاجان د اسلامي جمهوري امارت غوښتنه لري

د سولې خبرو له تودیدو سره دا بحث تود شوی، چې د افغانستان د سیاسي نظام راتلونکی څرنګوالی به څه ډول وي؟ د دغو بحثونو په منځ کې د وسله والو طالبانو یوه مخکیني لوړ پوړي مقام د دغه راتلونکي نظام په اړه خپل نظریات وړاندې کړي. دا طالب چارواکی په مختلفو مرحلو کې د خپلې ډلې لوړپوړی سړی و. دی ملامعتصم آغاجان نومیږي، چې د طالب واکمنۍ پرمهال د دوی د مالیې وزیر او … نور ولولئ
افغانستان

که سوله وشي طالب مشران او جنګیالي به یې څه نقش ولري؟

د سولې د روانو هڅو په اړه په ټوله کې څو ډوله لیدلوري موجود دي: ـ وسله وال طالبان وایي دوی به بیا اسلامي امارت جوړوي او د دوی واکمني به له نسبي بدلونونو سره بیا راګرځي. ـ یو نظر دا دی، چې وسله وال طالبان به اساسي قانون او حکومت مني او کوم اساسي بدلون به نظام او قدرت کې نه راځي. ـ بل نظر دا دی، چې د وسله والو طالبانو د مشرانو … نور ولولئ
افغانستان

بې کمپاینه نوماند؛ د اتمر ټیم پاشل شوی، غني ته ورځي که بله کیسه ده؟

د ولسمشریزو ټاکنو یو مطرح نوماند محمد حنیف اتمر، چې د سولې او اعتدال په نوم یې یو نسبتاً قوي ټاکنیز ټکټ جوړ کړی و، له ټاکنیزو کمپاینونو په شا شوی. د دغه کار دلایل ګڼ ښودل شوي. څوک وایي اتمر له غني سره یو لاس کیږي، څوک یې لامل د ده د ټیم داخلي ټکرونه او پاشلتیا ښيي، خو ځینې نور باور لري چې اتمر د سولې له تړونه ډاډه دی او نه غواړي … نور ولولئ
افغانستان

سوله او ټاکنې؛ کوم یو به مخکې شي؛ دلایل او تازه پرمختګونه څه دي؟

د افغانستان په روان سیاسي وضعیت کې د سولې او ټاکنو د دواړو پر لومړیتوب کیدو تاوده بحثونه روان دي. دا چې دا بحثونه ولې رامنځته شوي، کوم یوه ته زیات کار کیږي او څوک د څه لپاره د کوم لومړیتوب زیات پلویتوب کوي، دلته به پرې رڼا واچوو. سوله ولې او د څه لپاره؟ په ټوله کې سوله د ټولو افغانانو لومړیتوب دی. داسې خلک به لږ وي، چې له دغه لومړیتوب سره جوړ … نور ولولئ
افغانستان

د کمپاینونو کم رنګي؛ ولسمشریزې ټاکنې په کوم لور ځي، ولې یې پخوانی خوند نشته؟

ټاکل شوې، چې د راتلونکي میزان میاشتې په شپږمه د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي، خو د کمپاینونو د پيل باوجود یې لیدل کیږي، چې دغه کار ډېر کمرنګه دی او هغه خوند یې نه دی پاتې، لکه پخوا چې و. دلیل یې څه دی؟ دا طبیعي که عمدي موضوع ده؟ څه پایلې لرلی شي او پر راتلونکو ټاکنو به یې اغېزې څه وي؟ په دې مطلب کې همدې موضوعاتو ته کتنه کوو: د سولې … نور ولولئ
افغانستان

نوماندانو ته چېلنج؛ غني وایي: دا ګز دا میدان، ټاکنې په قاطع اکثریت رایو ګټم!

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند هم دی، وایي په غوڅ اکثریت به دا ځل ټاکنې وګټي. ښاغلي غني دا خبره د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو د پيل په ورځ د لویې جرګې په تالار کې خپلو زرګونه پلویانو ته د غونډې پر وخت وکړې. یاران د بې طرفه اطلاع رسونې د اصل له مخې دلته خپلو لوستونکو ته د ولسمشر غني د دغې وینا مهم ټکي وړاندې کوي. ستومانه … نور ولولئ
افغانستان

د اتمر واورې پر غني اچوي؛ عطا نور ارګ د ملت د ناموس د غلو مرکز ګڼي

د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین له نیږدې کیدو سره ټاکنیز ټیمونه د یو بل خلاف د سختو تبلیغاتو او لفظي بریدونو تیاری نیسي. په دې ترڅ کې د بلخ مخکیني جنجالي والي او د جمیعت اسلامي ګوند اجرایه ریس عطامحمد نور د حکومت پرضد ترټولو تونده ادعا ( د فحشا تورونه) را میدان ته کړي. نور له طلوع نیوز خبري شبکې سره په یوه جنجالي مرکه کې په دې اړه تر ټولو توندې ادعاوې مطرح … نور ولولئ
افغانستان

د سولې هڅو سره هم مهاله؛ جګړه ولې توده شوې، امریکا او پاکستان څه غواړي؟

د افغان سولې هڅو له ګرمیدو سره د جګړې شدت هم په زیاتیدو دی. نن د کابل په ګډون د هېواد یو شمېر نورې سیمې د مختلفو خونړیو پېښو شاهدانې وې. په پېښو کې اکثره ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ورسره یې بیا د جګړې د شدت اندیښنې زیاتې کړي. دا پېښې په داسې وخت دي، چې د پاکستان صدراعظم عمران خان امریکا ته د سفر پرمهال له امریکایي ولسمشر سره ژمنه کړې، چې … نور ولولئ