افغانستان

د افغانستان سوله؛ د راتلونکو دوه میاشتو سیناریو

داسې ښکاري چې تر دې مهاله د اورکم لړۍ ښه روانه ده او طالبانو د پخوا په څیر زیات بریدونه نه دي کړي، خو په ورته وخت کې د طالبانو ټویټري او فیسبوکي بریدونه، ستغې سپورې، کترې کنایې زیاتې شوي او مبلغین یې هڅه کوي چې خپلو صفوفو ته مورال ورکړي چې هر څه د دوی په ګټه روان دي. خو په اورکم یا بشپړ اوربند کې تر ټولو زیاته ګټه د ولس ده چې … نور ولولئ
افغانستان

د روغې جوړې هڅې؛ سیاف، کرزی له غني سره کیښناوه؛ ایا کوم جوړجاړی به وشي؟

لیکنه: غازي عابد جهادي شخصیت استاد عبدالرب رسول سیاف له تیرو دوو ورځو راهیسې لیدنې کتنې پيل کړې دي. استاد سیاف چې د محمد اشرف غني نیږدې ملاتړی دی، داسې ښکاري چې غواړي راپورته شوی جنجال د خبرو له لارې حل کړي. هغه تیره ورځ له پخواني ولسمشر سره ولیدل، د کرزي دفتر وویل د ټاکنو د پایلو پر شمول یې پر یو شمیر نورو مسایلو سره بحث او نظرونو تبادله وکړه. له ولسمشر غني … نور ولولئ
افغانستان

د حکمتیار په کور کې سیاستوالو ناسته او موازي حکومت؛ دا لار وطن ابادوي که بربادوي؟

لیکنه: غازي عابد وړمه ورځ د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول ګلبدین حکمتیار، انورالحق احدي، صلاح الدین رباني، محمد محقق، کریم خلیلي، باتور دوستم او عبدالله عبدالله د ګلبدین حکمتیار په کور کې راټول او د وروستیو مسایلو په اړه یې خبرې وکړې. دلته راټول شوي ټول هغه کسان دي چې د په واک کې ولسمشر اشرف غني سره مخالفتونه لري. راټولو شویو ټولو د افغانستان د ټاکنو کمیسیون له لورې د … نور ولولئ
افغانستان

د عبدالله وروستي اقدامات او د یوناما غبرګون؛ افغان ځواکونو یې عکسونه راښکته کړل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي دفتر یا یوناما د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همګرایي ټیم په اقداماتو غبرګون ښودلی. یوناما یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ ده او د هر چا له خوا زور یا هم ناقانونه لارې چارې کارول، سولې ته زیان اړولی شي. تازه داسې راپورونه خپریږي چې د عبدالله په مشرۍ ټاکنیزې ډلې بغلان، سرپل او پنجشیر ته والیان معرفي کړي … نور ولولئ
افغانستان

غني منتخب ولسمشر اعلان شو، خو عبدالله یې ولې نه مني او بلاخره څه به کیږي؟

لیکنه: غازي عابد د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون پرون سه شنبه د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزې ټاکنې اعلان کړې چې پر اساس یې د دولت جوړوونکي ټیم مشر محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر اعلان شو. د مخکښو نوماندانو رایې؛ د ټاکنو کمیسیون وویل چې محمد اشرف غني ټاکنو کې ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه یا ۹۲۳۵۹۲ رایې اخیستې. عبدالله عبدالله بیا د ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه (۷۲۰۸۴۱) رایې ګټلي او ګلبدین حکمتیار بیا ۳ اعشاریه … نور ولولئ
افغانستان

د سولې مشورتي ناستې؛ د ولسمشرغني او سیاستوالو مخالفت کې اصلي تاوان چاته رسیږي؟

لیکنه: غازي عابد د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وروسته له هغې چې د سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ د پرمختګونو خبر ورکړل شو او افغان حکومت هم له هغې طرحې سره موافقه وښوده چې تاوتریخوالي کمښت په اړه په کې یادونه شوې، د سولې په اړه مشورتي ناستې هم دوام لري. محمد اشرف غني پرون ماښام د سولې په اړه دویمه مشورتي ناسته وکړه، چې دا ناسته یې د افغانستان د … نور ولولئ
افغانستان

له امریکايي چارواکو سره پرلپسې لیدنې: افغان حکومت څه غواړي؟

لیکنه: غازي عابد افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا متحدو ایالتونو د سنا جرګې له یو شمېر غړو سره لیدلي دي. ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني وړم ماښام په المان کې د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د سناتور لینزي ګراهام په مشرۍ د امریکا متحدو ایالتونو د سنا جرګې له یو شمېر غړو سره وکتل. په دغه کتنه کې دواړو لوریو د … نور ولولئ
افغانستان

د ډاکټر نجیب لور د سولې په صورت کې له کابله تر پکتیا پلې د پلار قبر ته ځي!

د ډاکټر نجیب لور هیله نجیب وايي، که چیري په افغانستان کي سوله راشي، نو له کابل تر پکتیا پوري پلې د خپل پلار او تره قبر ته ځم. ځینو افغانانو پر ټویټر یو داسي کمپاین پيل کړی، چي یوې پوښتني ته به خپل په شخصي ډول ځواب وايي. هغه پوښتنه داده، چي که سوله وشي، نو څه به کوې؟ د دې پوښتني په ځواب کي د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب لور هیلي نجیب لیکلي، … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني او عبدالله سره لیدنه؛ زلمي خلیلزاد له افغان حکومت څه وغوښتل؟

لیکنه: غازي عابد افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون مازدیګر د افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل. ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه کتنه کې چې یو شمېر لوړپوړو دولتي مقاماتو هم حضور درلود ډاکټر زلمي خلیلزاد طالبانو او پاکستاني مقامانو سره د خپلو وروستیو خبرو اترو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل. افغانستان لپاره د امریکا متحدو … نور ولولئ
افغانستان

په کندهار کي د منظور پښتین په ملاتړ احتجاج! دوی څه غواړي؟

له هغه وروسته چي د پښتون ژغورني غورځنګ یا PTM مشر منظور احمد پښتین د پاکستاني پولیسو لخوا ونیول سو، ورسره سم په لراوبر کي د پښتنو غبرګونونه راپورته سول. له همدې امله نن د هیواد په سیاسي زړه کندهار کي هم د یو سولییز لاریون پر مهال کندهاریانو له پاکستاني حکومته وغوښتل چي منظور پښتین بیرته آزاد کړي. دوی د پاکستانۍ ادارې پر وړاندي تندي نیوکي وکړې او ددې ادارې ظلمونه یې د پښتنو … نور ولولئ