افغانستان

له سیاسي او جهادي مشرانو سره د ولسمشر غني ګډ روژه ماتی: پر څه بحث او خبرې شوي؟

راپور: بشر درویش ارګ وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د هیواد سیاسي او جهادي مشرانو سره په دلګشاه جومات کې د عظیم الشان قران د ختم مراسمو او د روژه ماتي په مناسبت جوړه شوې مېلمستیا او ګډه ناسته کې ګډون وکړ او ټولو مشرانو د روژې مبارکې میاشتې له برکته په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین دعا وکړه. د ناستې ګډونوال په ارګ کې د روژه ماتي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ارين خان وايي زه اختر نه لرم!

لیکنه: مدثر دعوت افغان مشهور سينمايي ستوری او هنرمند ارين خان وايي زما وجدان اجازه نه راکوي چې اختر کې کنسرتونه ورکړم او سندري ووايم. ارین خان له ياران سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په هېواد کې وروستيو پېښو سخت ناارامه کړی او نه غواړي چې د اختر لپاره په ځانګړو کنسرتونو کې برخه واخلي. ارين خان وايي: “د افغانستان د تلويزيونونو له لوري ورته بلنې استول شوي، چې د اختر په ځانګړو کنسرتونو … نور ولولئ
خوندیتوب

د سولې په پروسه کې د ځوانانو رول

ليکنه: کامران ستانکزى په تاريخونو کې ذکر شوى، له کومې خاورې چې آدم جوړېده په هغې خاوره پوره څلوېښت ورځې د غم او يوازې يو ساعت د خوشحالۍ باران وورېده؛ سوله خوشحالي او جګړه يوه غميزه ده چې ټولنه د تباهۍ اوج ته رسوي. مخکې له دې چې د سولې په پروسه کې د ځوانانو د رول په هکله فکر په کار واچو او ليک وکاږو، اړينه ده چې سوله په جامع، مستند او مکمل … نور ولولئ
افغانستان

طالبانو مشر: امریکا دې چاته اجازه نه ورکوي چې هوکړه له ناکامۍ سره مخ کړي

یاران May 20, 2020 – ولمه ځلا د طالبانو مشر پر امریکا غږ کړی چې له دوی سره پر شوې هوکړې ژمن پاتې شي، دی وايي چې دا کار به د ټولو خواوو لپاره ګټور تمام شي. د طالبانو مشر ملا هبت الله نن (۳۱ غويي) د کوچني اختر مبارکي په مناسبت په یو غږیز پیغام کې ویلي چې دوی له امریکا سره په شوې هوکړې کې ژمن دي، نو مقابل لوری دې هم کلک … نور ولولئ
افغانستان

غني: طالبانو له بهرنیانو سره تړون وکړ، خو په خپلو خلکو بریدونه کوي، دېته هیڅ توجیه نشه

راپور: بشر درویش ولسمشر غني وايي، د هیواد او هیوادوالو پر وړاندې د طالبانو د جګړې دوام او تاوتریخوالی هېڅ ډول توجیه نه لري. ارګ وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون له غرمې وروسته په کورنیو چارو وزارت کې د ملي پولیسو ځانګړو قطعاتو منسوبینو او رهبري پلاوي سره وکتل. جمهوررئیس کورنیو چارو وزارت ته له ورتګ او د تشریفاتو قطعې له معاینې وروسته د ملي پولیسو د شهیدانو په یاد نوي جوړ شوي … نور ولولئ
افغانستان

 نړۍ د ولسمشر غني او عبدالله د سیاسې هوکړې په اړه څه وايي؟

یاران May 18, 2020 راپور: ولمه ځلا زلمی خلیل زاد وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله دې اوس د تولشموله حکومت په رامنځته کولو سره دې یو ځل بیا پخوانۍ اشتباه نه تکراروي. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد پر خپل ټوېټر پانه لیکلي چې له یوې اوږدې مودې وروسته د اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله تر منځ کرکېچونه حل او پر … نور ولولئ
افغانستان

امرالله صالح: دوه سري حکومت کې هیڅلکه کار نه کوم، استعفا کوم

راپور: بشر درویش د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، چې افغانستان يو زعيم لري او د خلکو په رايه معامله نه ده شوې. د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح دا خبرې ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې کړي دي. نوموړي په ننګرهار کې د علماء کرامو، مېرمنو، ځوانانو، رضا کارانو او مخورو سره په غونډه کې وويل، چې جمهور رییس او مرستیالان یې د خلکو په رایو سره ټاکل شوي، افغانستان يو … نور ولولئ
افغانستان

همایون همایون: زه نور همایون طالب شوم او د اسلامي امارتو څخه ملاتړ کوم!

په ولسي جرګه کي د خوست پخواني استازي همایون همایون تازه پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه ویلي، چي نور همایون طالب شو او د امارت اسلامي څخه ملاتړ کوي. هغه ویلي، چي د ولسمشر محمداشرف غني او عبدالله عبدالله په وړاندي د همایون همایون څخه همایون طالب شوم او د امارت اسلامي څخه ملاتړ کوم. هغه پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي: «زه د عبدالله او غني په مقابل کي د همایون همایون څخه همایون … نور ولولئ
افغانستان

ملي امنیت شورا: موږ معلومات لرو، برید طالبانو او شریکانو یې کړی، ملاتړ دې ترې نه کيږي

ولمه ځلا – یاران May 16, 2020 د افغانستان ملي امنیت شورا وايي چې د افغان حکومت شریکان دې د طالبانو بریدونو او کړنو ته برائت نه ورکوي او پرده دې پرې نه اچوي. د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن (۲۷ غويي) د یوې خبرې غونډې پر مهال د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد خبرو ته په اشاره وویل، د افغان حکومت متحدين دې له داسې تبلیغاتو لرې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

سوله؛ هغه څه چې هر انسان یې غوښتونکی دی

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ سوله یوه سپېڅلې کلمه ده او د الله ج د ټولو مخلوقاتو لپاره اړینه او طبیعي غوښتنه ده، انسان تر نورو زیات سولې او آرامي ته اړتیا لري. سوله هغه تړون دی چې جنګ او شخړې پرې ختمېږي، ځکه یې نښه هم کوتره ورته ټاکلې چې آزاده و اوسي او په ازاده هوا کې وزرې ورپوي. سوله د جنګ، جګړو ځای ته ځان ور رسوي او د خلکو د کلونو ویر او … نور ولولئ