افغانستان
طالبانو د افغان پوځ یو کومانډو تر ۵ میاشتو بند وروسته وواژه– وکیل
راپور: ملیحه ناصري د افغانستان د ولسي جرګې یوه غړي ویلي چې د افغان پوځ یو سرتېری له پنځه میاشتې بند وروسته طالبانو وواژه. په ولسي جرګه کې د غزني استازي محمد علي اخلاقي ویلي چې په کندهار کې د پوځ د څلورمې لوا د ځانګړو عملیاتو یو کومانډو څلور ورځې مخکې په زابل کې طالبانو وواژه. علي محمد د غزني د مالستان اوسېدونکی و. مړه یې په زابل کې سړک ته څېرمه غورځول شوی … نور ولولئ