سوله

د فلسطین د ستونزو له حل پرته په منځني ختیځ کې سوله ناممکنه ده

ماسکو: روسیې په فلسطین کې د ستونزو له حل کېدو پرته په منځني ختیځ کې امن  ناممکن بللی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د فلسطین د مسئلې له حل پرته، په فلسطین کې د امن سوچ کول به ناسم وي. د روسیې بهرنیو چارو وزارت دا بیان وروسته له اسرائیل، متحده عرب امارات او د بحرین ترمنځ  د اړیکو د ښه کېدلو معاهدې یا تړون د رد عمل په صورت کې … نور ولولئ
افغانستان

خلیلزاد: افغانستان لپاره یوه بې سارې شیبه ده، باید استفاده ترې وشي

راپور: بشر درویش د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې اوس د افغانستان لپاره یوه غوره شیبه ده او باید ګټه ترې واخیستل شي. نوموړي دا خبرې د امنیت شورا د وروستۍ اعلامیې هرکلي په پار کړي دي. خلیلزاد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: «د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړه یوه اعلامیه خپره کړې چې پکښې د افغانستان پر «حاکمیت، … نور ولولئ
افغانستان

د بین الافغاني خبرو پرانیسته کې غیرحاضر(ایران): وايي، د مذاکراتو ملاتړ کوو

راپور: بشر درویش ایران وايي، د افغانستان د سولې له روانه بهیره ملاتړ کوو. دا خبره په افغانستان کې د ایران سفیر بهاد امینیان د ملي پخلاینې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې کړې ده. د مصالحې عالي شورا ویلي چې ښاغلي امینیان د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پيل د هرکلي ترڅنګ د ملاتړ ډاډ ورکړی دی. دې ناسته کې ښاغلي عبدالله قطر ته د سفر … نور ولولئ
افغانستان

د بین الافغاني خبرو بل احتمالي کوربه: د خبرو د بریالي کیدو لپاره باید اوربند وشي

راپور: بشر درویش د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر د ناروي د بهرنیو چارو وزېرې اینه اریکسن سوریدي سره تلیفوني خبرې وکړې. د بهرنیو چارو وزارت یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ چې افغان بهرنیو چارو وزیر په دوحه کې د سولې مذاکراتو په پرانیست غون‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډه کې د اغلې سوریدي د با محتوا او هراړخیزو خبرو، د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د راتلونکې ناستې په تړاو د دغه هیواد کوربه توب … نور ولولئ
افغانستان

خواجه آصف ته د منظور پښتین، وحید عمر، رحمت الله نبیل او محسن داوړ ځواب

فضل الله فضلي د پاکستان پخواني د کورنیو چارو وزیر خواجه آصف په ټویټر کي یو ټویټ کړی او دا ټویټ د سیمي او په خاص ډول د افغانانو غبرګونونه راپارولي دي. وړمه ورځ خواجه آصف په ټویټر کي د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو او په قطر کي د طالبانو د مرستیال ملابرادر د عکس په پورته کولو سره لیکلي وه: (زور ستاسي سره دئ او الله زموږ سره دئ، الله … نور ولولئ
افغانستان

اروپايي ټولنه: طالبانو ته مو ویلي چې زموږ ملاتړ په جمهوریت ساتنې پورې اړه لري

راپور: بشر درویش افغان ولسمش محمد اشرف غني د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسئول جوزپ بوریل سره ټلیفوني خبرې وکړې. دا خبرې پرون دوشنبه شوي دي. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دې ټلیفوني مکالمه کې جمهوررئیس غني له سولې پروسې، د جمهوریت ارزښتونو او سرتاسري اوربند څخه د اروپايي ټولنې د ملاتړ د اصولي دریځ، مننه وکړه. دې خبرو کې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسئول جوزپ بوریل د جمهوري ریاست پر لومړي مرستیال … نور ولولئ
افغانستان

د ۶ میاشتني اوربند په اړه له افغان مشرانو سره د خلیلزاد ژمنه

راپور: بشر درویش د افغانستان د حکومت یوې سرچینې ویلي چې د امریکا ځانګړي استازي ژمنه کړې وه چې د بین الافغاني خبرو په پیل کې به په افغانستان کې شپږ میاشتنی اوربند رامینځته کړي. ویل شوي، له تاز پيل شویو خبرو وړاندې زلمي خلیلزاد له افغان مشرانو سره ژمنه کړې وه چې له طالبانو سره د خبرو له پیل سره به په دغه هیواد کې شپږ میاشتنی اوربند وشي.. یادې سرچینې دا خبرې هشت … نور ولولئ
افغانستان

ملي شورا: د سولې پروسه کې د حکومت د دریځ بشپړ ملاتړ کوو

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې له رئیس میر رحمان رحماني او د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار سره جلا، جلا  په ارګ کې وکتل. ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې کتنو کې د حکومت او ملي شورا ترمنځ د همغږۍ پر لا زیاتوالي، د سولې پروسه کې د ملي شورا پر رول او مقام، د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملي شورا … نور ولولئ
افغانستان

د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان: هره پریکړه له افغان حکومت سره په مشوره کوو

راپور: بشر درویش افغان ولسشمر محمداشرف غني پرون ماښام د امریکا متحدو ایالتونو د پوځ د مرکزي  قومندانۍ قومندان جنرال مک کینزي سره په ارګ کې، وکتل. ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه کتنه کې د جمهوررئیس لومړي مرستیال، د ملي امنیت سلاکار او د ملي دفاع وزارت سرپرست هم حضور درلود، دواړو لوریو د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ډلې ترمنځ د سولې مذاکراتو د پیل، د افغان امنیتي … نور ولولئ
افغانستان

حنیف اتمر: د موقت حکومت موضوع قطعاً نسته او لومړی پر اوربند خبري کوو

خبریال: فضل الله فضلي د بین الافغاني مذاکراتو د پیلیدو سره سم د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمدحنیف اتمر قطر ته پر لاري رسنیو ته ویلي، چي په بین الافغاني مذاکراتو کي قطعاً د موقت حکومت موضوع نه مطرح کیږي. نوموړي ویلي: د موقت حکومت موضوع قطعاً نسته او لومړی موضوع د مذاکراتو داده، چي پر اصولو، وخت او ځای خبري کیږي. ښاغلي اتمر زیاته کړه، چي ددې ترڅنګ به پر اوربند کولو … نور ولولئ