افغانستان

یونسیف: اروپایي ټولنه د افغان ښوونکو د دوو میاشتو معاشونه ورکوي

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې (یونسیف) ویلي چې اروپایي ټولنه د افغان ښوونکو د دوو میاشتو معاشونه ورکوي. د یادې ادارې په وینا، یونسیف د ۱۹۴ زره دولتي ښوونځیو د ښوونکو د معاشونو ورکړې لپاره بودجه ځانګړې کړې ده او ژمنه یې کړې ده چې ژر به هر ښوونکي ته د میاشتې سل ډالر ورکړي. د دغې ادارې په وینا، له دې چارې نه یې موخه د افغان ښوونکو ستونزو ته رسېدګي … نور ولولئ
افغانستان

ایران د هلمند سیند اوبو پر خوشې کولو ټينګار کړی

د ایران د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې دوی له افغان حکومت سره د هلمند سیند اوبو خوشې کولو پر سر په تېرو دریو میاشتو کې په مسلسل ډول مذاکرات کړي دي. ایراني رسنیو د دغه هېواد د انرژۍ وزیر له قوله ویلي، سره له دې چې دوی له افغان لوري څخه په لنډه موده کې د هلمند سیند اوبو خوشې کولو غوښتنه هم کړې ده خو افغان حکومت تر اوسه په دې برخه … نور ولولئ
افغانستان

دې هېل: بایډن په ښکاره له افغانانو غلا ته ملا تړلې ده

بایډن په ښکاره د افغانانو له شتمنۍ سترې غلا ته ملا تړلې ده. دې هېل نشریې په یوه مطلب کې په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت، د امریکا وتلو او د بایډن وروستۍ پرېکړې ته کتنه کړې ده. سرچینه وایي نړیوالو قوانینو ته په کتو د بایډن اداره د یوې داسې پرېکړې حق نه لري، نو له همدې امله دا یوه ښکاره غلا ګڼل کېږي. سرچینه وایي بایډن له یوه بېوزله هېواد غلا کوي او … نور ولولئ
افغانستان

پنټاګون: امریکا ته ځينې راغلي کډوال خطرناکه جرمي سابقه لري

امریکا وایي د تخلیې ماموریت کې د تللو ځينو کسانو دوسیې یې څېړلې او ثابته شوې چې دوی خطرناک مجرمین دي. . د امریکا د دفاع وزارت په یوه راپور کې ویلي د راغلو افغان کډوالو په منځ کې شاوخوا پنځوس کسه یې داسې دي چې په خطرناکو جرمونو یې لاس پورې کړی دی او ان له ترهګرو ډلو سره د اړیکو مخینه لري. سرچینه همدا راز وایي دې مسئلې دوی اړ کړي چې د … نور ولولئ
افغانستان

د پوهنتونونو استادان: امریکا له یو فقیر هېواده غلا او باجګیري کوي

د افغانستان د پوهنتونو استادانو د یوې غونډې په ترڅ کې ویلي چې د سپټمبر پېښې ۱۱مې قربانیانو ته د افغانستان له مالي پانګې د پیسو تخصیص د یو فقیر هېواد له خلکو د باجګیري او غلا مانا لري. د پوهنتونونو استادانو نن د افغانستان د رسنیو مرکز کې یوې غونډې ته تر خبرو وروسته په خپل پرېکړه لیک کې، د افغانستان د مالي زېرمې په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن پرېکړه ظالمانه، د … نور ولولئ
افغانستان

اروپایي ټولنه: ا.ا د افغانستان اساسي قانون ته د درناوي ژمنه کړې

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي ویلي چې د افغانستان ا.ا پلاوي ژمنه کړې ده چې د افغانستان جمهوري نظام اساسي قانون ته به درناوی کوي. ایسنا د اناتولي اژانس په حواله د وان برنت له قوله ویلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په مشرۍ د ا.ا پلاوي په دوحه کې دوی ته ډاډ ورکړی دی چې د افغانستان اساسي قانون ته به درناوی کېږي. هغه زیاته کړې ده چې … نور ولولئ
افغانستان

سیګار: افغانستان کې اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ دی

سیګار وایي ښایي د افغانستان نا خالص داخلي تولید شاوخوا ۴ میلیارده ډالر راښکته شي. سیګار د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې د یوه راپور پر بنسټ ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت له څو کلونو راهیسې مخ پر ځوړ دی. سرچینه وایي چې ان د تېر حکومت پر مهال د افغانستان د سړي سر کلنی عاید راښکته شوی دی او ټاکل شوې چې په ۲۰۲۲ کال کې دغه عاید ۳۵۰ ډالرو ته راښکته … نور ولولئ
افغانستان

له یوه ښوونځي سره د مرستې په موخه درې میاشتنۍ سیالۍ پای ته ورسیدې

راپور: بشر درویش په ننګرهار ولایت کې له یوه ښوونځي سره د مرستې په موخه جوړې شوې درې میاشتنۍ (مزينې چمپین ټرافي) کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې. د کرکټ دا ټورنمینټ چې د ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ په مزینې سیمې کې د ۳۳ ټیمونو ترمنځ پیل شوی وو، وړمه ورځ پنجشنبه یې د پای لوبه ترسره شوه. د یاد ټورنمینټ جوړوونکي وايي، ددې سترو او اوږد مهاله سیالیو هدف یې د زده کړو ملاتړ او … نور ولولئ
افغانستان

نړیوال بانک د افغانستان ۶۰۰ میلیونه ډالر کنګل شوې شتمني ازادوي

ښايي نړیوال بانک د افغانستان ۶۰۰ میلیونه ډالر کنګل شوې شتمني ازاده کړي. رویټرز خبري اژانس وایي د نړیوال بانک مدیره هیت یو وړاندیز لاسلیک کړی چې له مخې یې ددغه بانک په امانتي صندوق کې د افغانستان میلیونونه ډالر کنګل شوې شتمني ازادېږي. راپورونه وایي چې دغه پیسې به د بیا رغونې وجهي صندوق تمویل کوونکو ته په افغانستان کې د مرستو په موخه ورکول کېږي. نړیوال بانک ویلي چې دا شپږ سوه میلیونه … نور ولولئ
افغانستان

د ماشومانو ملاتړ صندوق: پنځه میلیونه افغان ماشومان له لوږې سره مخ دي

د ماشومانو د ملاتړ صندوق په خپل یو تازه راپور کې لیکلي، چې په افغانستان کې نږدې پنځه میلیونه ماشومان له لوږې سره مخ دي. سیمه کې د ماشومانو د ساتنې دغه نړیوال صندوق د رسنیو مسوولې شارلوټ روز ویلي، چې په افغانستان کې د خوارځواکه ماشومانو شمېره دوه چنده زیاته شوی دی. مېرمن روز وویل، د امریکا له خوا د افغانستان د پیسو کنګل کېدل د دې هېواد اقتصادي ستونزې ډېرې کړي دي. هغې … نور ولولئ