سیاست

اوکراین او نړیوال غبرګونونه؛فرانسې، المان او امریکا د پوتین پرېکړه غندلې ده

د نړۍ ګڼو هېوادونو د اوکراین پر وړاندې د روسیې پر پرېکړه غبرګونونه ښوودلي دي. د فرانسې ولسمشر او همدا راز د المان لومړي وزیر ویلي، روسیې د سولې هڅې ناکامې کړې او نوو ناندریو ته یې لار پرانیسته. دوی ویلي چې د روسیې دا کار غندي. له دې سره جوخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په ټوېټ پیغامونو کې ویلي، ژر او پر وخت باید د روسیې د اقدام ځواب وویل … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان ته د هندي غنمو لېږد پیل شو

ټاکل شوې چې د هند د مرسته شوو غنمو لومړۍ جوپه نن افغانستان ته حرکت وکړي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې هند او پاکستان هوکړه وکړه چې افغانستان ته د مرسته شوو غنمو لېږد پيل شي. ټاکل شوې چې نن سه شنبه ددې غنمو لومړنۍ محموله له واګه بندر تېره شي او د افغانستان پر لور حرکت وکړي. هند شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې له افغانستان سره د ۵۰ زره ټنه غنمو مرسته اعلان … نور ولولئ
سیاست

پوتین اوکراین تجزیه کړ؛ دوو نوو برخو ته یې ولسمشران معرفي کړل

پوتین د اوکراین دوې برخې د مستقلو هېوادونو په توګه په رسمیت وپېژندلې. د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین تېره شپه د روسیې تونتسک او لوهانسک سیمې د مستقلو سیمو په توګه په رسمیت وپېژندلې او ویل کېږي چې دغه سیمو ته یې ولسمشران معرفي کړل. دغه سیمې د بیلتونپالو په لاس کې وي او اوس پوتین هغه سیمو ته د خپلو سرتېرو د لېږلو فرمان هم لاسلیک کړی دی. دې مسئلې د امریکا او اروپا … نور ولولئ
افغانستان

د بښنې نړیواله اداره: د افغان شتمنۍ په اړه د امریکا پرېکړه غیر عادلانه ده

د بښنې نړیوالې ادارې د افغان شتمنیو په اړه د بایډن پرېکړه غندلې ده. دغه ادارې په یوه رسمي خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د بایډن د ادارې دا پرېکړه غیر منطقي او غیر عادلانه ده. د بښنې نړیوالې ادارې ویلي چې د سپټمبر د یوولسمې پېښه یو بشر ضد جنایت و، خو په دې جنایت کې هېڅ افغان لاس نه درلود. سرچینه وایي د یادو پېښو د قربانیانو لپاره باید عدالت تامین شي، خو … نور ولولئ
افغانستان

ملګرو ملتونو د اشرف غني نوم د ولسمشرانو له لېست لرې کړی

ملګرو ملتونو په رسمي توګه د محمد اشرف غني نوم د ولسمشرانو له لېست لرې کړی دی. د ملګرو ملتونو ادارې دا پرېکړه تازه کړې ده او ورسره جوخت یې د لومړۍ میرمنې په توګه د رولا غني نوم هم لرې کړی دی. د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې همدا راز د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د حنیف اتمر نوم هم له خپل لېست لرې کړی دی خو په دغه اداره کې د افغانستان … نور ولولئ
افغانستان

دفاع وزارت: ژر به افغانستان د یوې منظمې اردو خاوند شي

د افغانستان د سرپرست حکومت دفاع وزارت وایي چې ډېر ژر به افغانستان یوه قوي او منظمه اردو ولري. د یاد وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي چې د اردو د جوړلو پنځه اتیا سلنه کارونه پر مخ تللي دي او ډېر ژر به افغانان د خپلې منظمې او مجهزې اردو ننداره وکړي. نوموړي که څه هم د اردو د شمېر په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي خو د یاد وزارت سرپرست ملا … نور ولولئ
افغانستان

ناڅرګندو وسله والو هلمند کې درې کسانو ته مرګ ژوبله اړولې 

د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسله والو پر ملکي کسانو ډزې کړې دي. د هلمند ځایي چارواکو ویلي چې نامعلومو وسله والو د ناوې ولسوالۍ په تریخ ناور سمیه کې د یوه کور په حجره کې پر ناستو ملکي کسانو ډزې کړې دي چې په نتیجه کې یې دوه تنه وژل شوي او یو بل ټپی شوی دی. چارواکو زیاته کړې ده چې تر اوسه پورې د پېښې اصلي علت معلوم نه … نور ولولئ
سیاست

د اوکراین کړکېچ؛ بایډن کېف ته خپل سفر ځنډولی دی

د اوکراین په ختیځ کې د روسیه او بلاروس نظامي تمرینات پراخ شوي دي. له دې سره جوخت د امریکا ولسمشر جو بايډن اوکراین ته خپل سفر هم ځنډولی دی. ټاکل شوې وه چې نوموړی په نږدې ورځو کې اوکراین ته سفر وکړي، خو امریکایي رسنۍ وایي چې د اوکراین په شمال کې د کړکېچ له امله دا سفر ځنډېدلی دی. له دې ورهاخوا د برېټانیا حکومت یو ځل بیا ویلي چې روسیه پر اوکراین برید … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: ټول افغان کډوال له نظامي اډو ایستل شوي دي

امریکا وايي ټول افغان کډوال له نظامي اډو ایستل شوي دي. د امریکا ددفاع وزارت له لوري په خپرو شوو معلوماتو کې راغلي چې د امریکا په بېلو نظامي کمپونو کې زرګونه افغانانو حضور درلود چې دمګړی ټول له دغه نظامي اډو ایستل شوي دي. سرچینه وایي چې ډېری دغه کډوالو ته کورونه نیول شوي او ډېری نور بیا تر دې دمه په کرایي کورونو او هوټلونو کې ځای پر ځای شوي دي. د امریکا … نور ولولئ
افغانستان

سیګار: افغانستان کې د بېکارۍ کچه په لوړېدو ده

سیګار یو ځل بیا په افغانستان کې د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی. د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړي پلټونکې ادارې یا سیګار په تازه ټوېټ پيغامونو کې ویلي چې په افغانستان کې بېوزلي مخ په پراختیا ده او لا ډېر وګړي بیکاره شوي دي. سرچینه وایي اټکل کېږي چې په ۲۰۲۲ کال کې د بېکارۍ کچه ۴۰ سلنه لوړه شي او د کورنیو د لګښتونو کچه هم تر ۴۴ … نور ولولئ