سیاست

ملي هویت ته د صلاح الدین رباني سپکاوي د افغانانو غوسه راپارولې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د صلاح الدین رباني هغو څرګندونو چې د الیکترونکي تذکرو د ویش سره یې دخپل مخالفت په ترڅ کې ( افغان) هویت کاذب بللی، په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو پراخ عکس العمل راپاورلی دی او ګڼو خلکو د نوموړي د سمدستې استعفا غوښتنه کړې. ښاغلي رباني چې د بهرنیو چارو د وزارت دنده ورته د ملي یووالي د حکومت ترمنځ د واک د ویش په پایله کې رسیدلې … نور ولولئ
په زړه پورې

د نړۍ جمهورريسان او نور لوړ پوړي مشران د سفر لپاره کومې الوتکې کاروي؟

د دوشنبې په ورځ د ارګ ویندویانو د ولسمشر اشرف غني څو عکسونه خپاره کړل چې په یو عادي الوتکه کې نیویارک ته سفر کوي. ښايي نوموړې په وروستیو څو لسیزو کې لومړنی افغان حکومتي مشر وي چې په عادي الوتکه کې یو اوږد بهرنی سفر کوي. د نړۍ ګڼ حکومتي مشران د بهرنیو سفرونو لپاره د الوتنو ځانګړي الوتکې او ځانګړي تشریفات لري. مخکې له دې نه چې د افغان مشرانو د بهرنیو سفرونو … نور ولولئ
سیاست

د ډیورنډ کرښې په اړه (۱۱ ) ټکي چې پوهیدل پرې پکار دي

1- ډیورنډ کرښې په نوم پاکستان سره د افغانستان کوم تړون نه شته د ډیورنډ کرښې په نوم تړون نژدې ۱۲۴ کال مخکې امیر عبدالرحمن خان د برتانیا تر سخت فشار لاندې له بریتانوي هند سره لاسلیک کړی. کله چې بریتانیا له هنده ووتله او هند وویشل شو، د انګریزانو له خوا له جوړ شوي پاکستان سره افغانستان د پولې یا سرحد په اړه هیڅ ډول تړون، توافق او معاهده نه لري. 2- د ډیورند … نور ولولئ
سیاست

الکترونیکي تذکرې؛ د حکومت شریکوال بیا ولې وران شول؟

لیکنه: ارشاد رغاند د ولسمشرغني هغه اقدام د ده د پلویانو ترڅنګ د یوه لویه برخه خلکو له سخت هرکلي سره مخ شو، چې د تېرو ټاکنو د کمپاین غونډو په شان لباس یې اغوستی و او په موسکۍ خوله او فاتحانه انداز یې د لومړني افغان په توګه د افغانستان لومړنۍ الکترونیکي تذکره واخیسته . له بلې خوا د حکومت تحمیلي شریکوال او په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې ترټولو لوی مخالف ډاکټرعبدالله د دغه … نور ولولئ
په زړه پورې

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د ژوند ۲۸ جالب اړخونه

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د اکټوبر به اومه نیټه ۶۵ کلن شو. پوتین چې زلمیتوب یې د پخواني شوروي په استخباراتي اداره ( کې جي بي ) کې د یو خورا وفادار مامور په توګه تیر کړی، په وروستیو شل کلونو کې یې د یو سیاستوال په توګه له شوروي وروسته په اقتصادي، نظامي او سیاسي لحاظ نړیدلې روسیه بیرته په پښو ودروله. د پوتین د کورني او بهرني سیاست په اړه په روسیه … نور ولولئ
سیاست

د سیاسي لېبلونو ستونزه !

لیکنه: ارشاد رغاند د کلونو مخکې خبره ده، په ننګرهار کې مې خبریالي کوله، د کورنیو تولیداتو په یوه نندارتون کې یوه خبریال ملګري ډېر کورني رختونه اخیستي و. ورته حیران شوم او پوښتنه مې وکړه: په دې قیمتي رختونو څه کوې؟ ویل یې: دا مې … صیب ته اخیستي، هغه د کورنیو تولیداتو ډېر مینه وال دی، ډېرخوښیږي چې ویې کاروي. د خبریال صیب یو مطرح سیاستوال و، ده ورسره نیږدې اړیکې لرلې، زه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه ۱۶ کارونه چې هر افغان وګړی یې د روانو حالاتو د بهبود لپاره کولی شي

دې ورځو کې د افغانستان ګوټ، ګوټ ټپ ټپ او وینه وینه دی. چاودنې، بمبارۍ، ځانمرګي، د غلا او زورواکۍ پېښې هره ورځ په ښارونو او کلیو کې دنګ، دنګ قامتونه نړوي. ځوان، زاړه، ښځې نارینه، لویان او ماشومان مو په ډېره بې رحمۍ په یو او بل نوم وژني، سرونه یې پرې کوي او وحشت د ټول هیواد په کوڅو کې نارې وهي. له یوې خوا ولس له خونخوارو ترهګرو ډلو سره مخ دی. … نور ولولئ
په زړه پورې

د ملګرو ملتونو یو څو اساسي اصطلاحات چې د هر چا لپاره ضرور دي

لیکنه: د ملګرو ملتونو نمونه یې سازمان ژباړه: حشمت الله رحمتي څو هغه اصطالاحات چې ټولو ته به ضرور او ګټور وي: Delegates- په ملګرو ملتونو کې د هیوادونو رسمي استازو ته وايي. The Floor- د ملګرو ملتونو په ټرمینالوژۍ کې دریځ ته وايي، هغه ځای چې د هیوادونو استازي ترې خبرې کوي. Placard – د پلاستیک یا د ډبل کاغذ هغه برخه ده چې د استازي د هیواد نوم ورباندې لیکل شوی وي او … نور ولولئ
سیاست

ځوان موکلین او نا ځوانه وکیلان

جلال اباد ښار کې وړمه ورځ چاودنه وشوه. چاودنه انتخاباتو ته د نوم لیکنې یوه مرکز ته نږدې وشوه. اوه کسان یې ټپیان کړل او وینو یې شاوخوا سیمه رنګ کړه. دې مرکز ته راغلي خلک پوهیدل چې د ټاکنو لپاره نوم لیکنه له ګواښونو ډکه ده. دوی ته د کابل تازه (ثور دویمه) خونړۍ پیښه یاده وه، هغه پیښه چې د نهمې امنیتي حوزې اړوند د تذکرو د ویش په یوه مرکز کې وشوه، … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

کابل او ننګرهار کې څلور چاودنې شوي؛ یوه چاودنه پر خبریالانو شوې

نن سهار د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په شهرا څلور لارې کې دوه پرلپسې چاودنې شوي چې له امله نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. راپورونه وايي؛ په دې چادونو کې د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ جنايي آمر نصیر احمد حقیار او یو پولیس خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ولسوالۍ مرستیال، یو پولیس او درې ملکي وګړي ټپيان شوي. ننګرهار کې د هدفي وژنو تر څنګ په وروستیو کې ځانمرګو او بمي … نور ولولئ