په زړه پورې

د ګټې او تاوان پرتله یې؛ عربي امارات افغانستان ته سرتېري لیږي !

لیکنه: ارشاد رغاند افغان حکومت دغه هېواد ته د «غوڅ ملاتړ ماموریت» په چوکاټ کې د متحده عربي اماراتو د یو شمېر ځانګړو ځواکونو د استولو وړاندیز تایید کړی. د ارګ د یوې خبرپاڼې له مخې دا وړاندیز د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا د سې شنبې ورځې په غونډه کې څېړل شوی او تایید شوی دی. ویل شوي، چې دغه ځواکونه به له افغانستان سره د ناټو د امنیتي هوکړه لیک … نور ولولئ
اقتصاد

هغه ۷ خبرې چې پیاوړي رهبران او مدیران یې باید هیڅکله ونه کړي

لیکنه: سوسان فوسټر ژباړه: غازي عابد د یوه رهبر په حیث ستاسې ټولې خبرې ډیرې اغیزناکې او د حساب وړ وي، باید ځان ډاډه کړئ چې هره خبره مو په وزن برابره او پر ځای وي. روډیارډ کیپلینګ وايي توري یا خبرې د بشر تر ټولو قوي درمل دي. دا د یوه رهبر مهمه دنده هم ده چې خلکو ته باید هڅوونکي او قوت ورکوونکي خبرې وکړي، هغه خبرې چې رهبر یې کوي (که دا … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

کابل کې د افغان علماوو ستره تاریخي غونډه؛ ایا دیني فتوا به جګړه ختمه کړي؟

لیکنه: ارشاد رغاند د افغانستان دوه نېم زره دیني عالمان، چې د دوشنبې په ورځ د کابل د لویې جرګې په کېږدۍ کې ټول شوي وو، د یوه تاریخي ګام په توګه په افغانستان کې د روانې جګړې خلاف فتوا ورکړه. دوی په دغه فتوا کې روانه جګړه تپل شوې وګڼله او ملکیانو ته یې پرله پسې اوښتي زیانونه وغندل. افغان عالمانو د سولې لپاره د ملي یووالي حکومت کړي وړاندیزونه او جوړې کړې طرحې … نور ولولئ
سیاست

ډیورنډ او اغزن تار؛ طالبان به بریدونه زیات کړي ؟!

د ارشاد رغاند لیکنه د افغانستان ملي امنیت ادارې د پاکستان په کراچۍ کې د وسله والو طالبانو له مشرانو سره د پاکستان د پوځي چارواکو د یوې تازه پټې لیدنې افشاګري کړې ده . دغې ادارې یو شمېر افغاني رسنیو ته ویلي، چې دا لیدنه څو شپې مخکې د پاکستان د یو شمېر لوړپوړیو پوځي چارواکو په بلنه په کراچۍ ښار کې شوې او د وسله والو طالبانو د عمومي مشر ملا هیبت الله … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له کراچۍ خطرناک ښار

د شپې له لسو بجو خبره اوښتې وه. خو د رڼاګانو د ښار ( کراچۍ) بازارونه جم او جوش کې و. خرید او فروش روان و او پر هر واټ د موټرو لیکې جوړې وې. موږ د پردیسو افغانانو له دیرې راووتلو. دیره څه وه؛ بس پر وچه زمکه یې پلاستیکي فرش غوړولی و او هر چا د شپې د تن کالي دسمال کې تړل او سر لاندې یې ایښودل. دا هغه ستړي افغانان وو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ملکي وژنو دوام؛ حکومت څه باید وکړي؟

لیکنه: ارشاد رغاند د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې وړمه شپه یوه ډله ځانګړو افغان ځواکونو څلور تنه، چې ځایي خلک یې ملکیان ګڼي وژلي او دوه ماشومان یې ټپيان کړي دی. دا یوازې له تېرې اونۍ راهیسې په دغه ولایت کې د ورته عملیاتو او ملکي تلفاتو دویمه پېښه ده .څو شپې وړاندې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې هم د ورته عملیاتو او نیږدې لسو ملکیانو د شهادت خبر ورکړل شوی و … نور ولولئ
سیاست

افغان ـ هند دوستي به ستراتیژیکو موخو ته ورسیږي ؟

لیکنه: ارشاد رغاند پلازمېنه کابل د تېرې چارشنبې پر ورځ د افغانستان ـ هندوستان د ګډ امنیتي کمېسون د دویمې ناستې کوربه و . د دغو ناستو لړۍ تېر کال د دواړو هېوادونو د ملي امنیت شورا دفترونو په کچه هند ته د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر له سفر سره پيل شوې. د دغه سفر په دوام پرون د هند د ملي امنیت سلاکار د مرستیال راجندر کنها په مشرۍ د … نور ولولئ
سیاست

پر داخله وزارت برید؛ وزیر به د سکوت روژه ماته کړي ؟

ارشاد رغاند حکومت، چې په بلخ کې د بریښنا د کومو پروژو پرانیستې ته شېبې شمارلې، نن یې ورځ وه . ولسمشر غني د حکومت له یوه لوړپوړي پلاوي سره، چې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم پکې شامل و، د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون په نیت بلخ ولایت ته ورغلی و . دلته په کابل کې په همدې ورځ د کورنیو چارو د وزارت پر ودانۍ وسله … نور ولولئ
سیاست

د رایې ورکوونې معیار

زموږ اساسي قانون ولسي جرګې ته د وزیرانو د استیضاح حق ورکړی. د دې حق موخه دا ده چې که وزیران ناغیړي وکړي نو همدا جرګه به یې قیضه راکش او په لاره به یې برابر کړي. دا حق په حقیقت کې د نظارت په مانا دی او چیرته چې په سمه توګه نظارت وشي نو کارونه خپله سمیږي. دا چې کارونه سم نه دي؛ علت یې د ناسم نظارت دی او دا ځکه چې … نور ولولئ
سیاست

حق یې دی کنه؟ ګوندونه پخپله ګټه ټاکنې غواړي!

لیکنه: ارشاد رغاند په کابل کې د نیږدې دېرشو مطرحو سیاسي ګوندونو استازو د یوه ګډ ایتلاف په رامنځته کولو سره د راتلونکو پارلماني ټاکنو د ګوند محوره کیدو غوښتنه کړې ده. دا غوښتنه په مشخص ډول دا ده، چې د خپلواکو نوماندانو له لرلو څخه ټاکنې داسې سیستم ته واوړي څو ګوندي نوماندان د دغو ټاکنو د ګټلو له ډېر چانس څخه برخمن او راتلونکی پارلمان تر ډېره د ګوندونو په لاس کې وي. … نور ولولئ