افغانستان

پي.بي.ایس: د مرستندویه بنسټونو فعالیت ته سخته اړتیا ده

نړیوال مرستندویه بنسټونه دې په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي. پي بي ایس رسنۍ په افغانستان کې وروستیو بشردوستانه خدماتو ته کتنه کړې او وایي چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. د سرچینې په خبره نړیوالو مرستندویه بنسټونو ته په کار ده چې په افغانستان کې خپل حضور ته ادامه ورکړي او بشردوستانه خدمات ورسوي. له دغه رسنۍ سره په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو په برخه کې … نور ولولئ
افغانستان

امریکا او هند د افغانستان په اړه همکارۍ ډېروي

امریکا او هند په افغانستان کې د ګډو ګټو پر تامین ټینګار کړی دی. د افغانستان په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي توماس وېسټ په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې په پلازمینه نوي ډهلي کې یې د هند د ملي امنیت له سلاکار اجيټ ډول او نورو هندي چارواکو سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه د دواړو لورو ترمنځ خبرې شوې دي او ټينګار شوی … نور ولولئ
افغانستان

روسیه: په خپل څنګ کې سوله ییز افغانستان غواړو

روسیه وایي دوی د یوه با ثباته او سوله ییز افغانستان هیله لري. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په یوه مرکه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د دایمي ثبات او سولې د راتګ غوښتونکي دي. دده په وینا روسیه هڅه کوي په څنګ کې یې داسې یو افغانستان رامنځ ته شي چې د هېڅ ګاونډي او یا بل هېواد لپاره خطر جوړ نه کړي. کابلوف ویلي روسیه … نور ولولئ
افغانستان

م.م: د سولې او امنیت کنفرانس کې پر افغانستان خبرې کوو

ملګري ملتونه به په افغانستان کې پر سوله او امنیت خبرې کوي. د ملګرو ملتونو د امنیتي مسایلو او سولې رامنځ ته کولو برخې په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې نن په نړۍ کې د سولې او امنیت په اړه کنفرانس جوړېږي او افغانستان به ددې کنفرانس مهمه اجنډا وي. سرچینه کاږي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز به ددې کنفرانس ګډونواله وي او د افغانستان استازیتوب به کوي. تر … نور ولولئ
افغانستان

شاهین: ستونزې به حل کېږي او افغانستان به د سیالانو سیال وي

د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان ا.ا له لوري ټاکل شوی استازی سهیل شاهین وایي چې په هېواد کې د اسلامي نظام تر رامنځته کېدو او د ازادۍ تر اخیستلو وروسته د دوی لومړیتوب ولس ته خدمت او د اقتصادي سونزو حل دی. نوموړي زیاته کړې ده چې دوی هڅه کوي له دې وروسته په هېواد کې موجوده اقتصادي ستونزې حل کړي او خلکو ته څنګه چې لازمه ده خدمات وړاندې کړي. شاهین ټینګار کړی … نور ولولئ
افغانستان

حامد کرزی: د بې ثباتۍ لپاره د پردیو هڅې لا هم روانې دي

د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره لا هم د پردیو دسیسې روانې دي. پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو په جوړ شوي انلاین کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې په ځینو ولایتونو کې وروستیو پېښو ته په کتو داسې ښکاري چې د پردیو له لوري لا هم د افغانستان د بې ثباته کولو دسیسه دوام لري او هڅه کوي جګړې دوام وکړي. نوموړي ویلي چې افغانان … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان ته د ایران صادرات یو میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي

افغانستان ته د ایران صادرات یو میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي. د راپورونو له مخې ایران په وروستیو کې افغانستان ته د خپلو صادراتو کچه لوړه کړې ده او وروستي معلومات ښايي چې روان کال تر دې دمه دغه هېواد افغانستان ته د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات لرلي دي. په دغه صادراتو کې خوراکي توکي، تېل، برقي وسایل، ساختماني وسایل او نور شامل دي. بلخوا د سوداګرۍ د ګډې خونې مسوولینو ویلي … نور ولولئ
افغانستان

نیویارک پوسټ: امریکا د پاتې وګړو په اړه دروغ وايي

د بایډن اداره په افغانستان کې د پاتې امریکایي وګړو په اړه دروغ وايي. نیویارک پوسټ نشریې په یوه مطلب کې لیکلي چې د بایډن اداره تر دې دمه په افغانستان کې د پاتې امریکايي وګړو په اړه معلومات نه لري او په دې تړاو رسنیو او امریکايي ولس ته دروغ وایي. سرچینه دغه راز وړاندې لیکي چې ښایي زرګونه داسې وګړي لا هم په افغانستان کې پاتې وي چې د امریکا دایمي تابعیت لري. … نور ولولئ
افغانستان

هند: پاکستان لا هم افغانستان ته د غنمو د رسولو اجازه نه راکوي

هند وایي پاکستان لا هم اجازه نه ده ورکړې چې هندي غنم یې له خاورې په استفادې افغانستان ته و رسول شي. هندي چارواکو رسنیو ته ویلي چې لا هم د دوی زرګونه ټنه غنمو ته د پاکستاني حکومت له لوري د ترانزیت اجازه نه ده ورکړل شوې او په دې تړاو د پاکستاني حکومت کړې ژمنې نه عملي کېږي. هند په وروستیو کې په افغانستان کې د بشري ناورین د ختمولو لپاره له افغانستان … نور ولولئ
افغانستان

د امریکا او قطر هوکړه؛ قطر به په افغانستان کې د امریکا د ګټو استازیتوب کوي

امریکا او قطر هوکړه کړې چې دا هیواد به په افغانستان کې د امریکا د دیپلوماتیکي ګټو استازیتوب کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني پرون د خوندیتوب صلاحیت په نامه سند لاسلیک کړ. د دې سند له مخې دوحه د امریکا د ګټو د ساتونکي نقش لري او د واشنګټن او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر منځ … نور ولولئ