په زړه پورې

له ټرمپ سره د اروپا سفر کې ملګرې یې میرمن میلانیا ټرمپ او که د هغې همشکله ده؟

لویدیځې رسنۍ د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره چندانې جوړې نه ښکاري. په دې اړه چې د ولسمشر ټرمپ سره په ځینو محافلو او سفرونو کې دده د میرمنې میلانیا ټرمپ پر ځای د هغې هم شکله څرګندیږي، د تیر یو کال راهېسې اوازې تودې دې. خو اوس بروکسل ته د سفر پر مهال د ټرمپ سره د میلانیا ټرمپ نویو عکسونو دا اوازې نورې هم تودې کړي دي. د ټولنیزو رسنیو ډیر کارونکې د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ويښ ملتونه؛ څو لاملونه چې موږ یو مړ ملت یوو

د انجينر وفيع الله شريفي لیکنه فخر افغان پاچا خان بابا فرمايي: انقلاب د سيلاب په څېر وي، کله چې راشي، ويده خلک وړي او ويښ ترې ګټه پورته کوي. که د نړۍ د ملتونو تاريخونه مطالعه کړو؛ نو جوتېږي چې هيڅ حکومت د ملت د پرمختګ باعث شوی نه دی، بلکې کله چې د ملت شعور ويښ شوی دی، هغوی د خپل پرمختګ مسير خپله ټاکلی، کار يې کړی، مبارزه يې کړې او ځانونه … نور ولولئ
سیاست

د غني او دوستم رابطه؛ ولې یې بیرته راولي؟

په شمال کې د دوستم په پلوۍ او د حکومت خلاف له وروستیو لاریونونو سره لیدل کیږي، چې ولسمشر غني خپل تبعید کړی لومړی مرستیال جنرال دوستم له ترکیې څخه بیرته هېواد ته راستنوي. د ښاغلي دوستم د راستنولو په اړه تراوسه خبره نهایي شوې نه ده، خو ترکیې ته پخپل تازه سفر کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د حکومت په استازیتوب له هغه سره د راستنولو پر شرایطو او نېټې یې مذاکرات … نور ولولئ
سیاست

د درنې څپېړې درد ؛ ایران او پاکستان ولې د سعودي کنفرانس بایکاټ کړ؟

سعودي عربستان پرون سې شنبه د اسلامي همکاریو د سازمان په مرسته د اسلامي نړۍ د مخکښو دیني عالمانو د یوه خورا مهم کنفرانس کوربه و. دغه کنفرانس په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه د دغو عالمانو د مشورې او ګډ دریځ نیولو په موخه بلل شوی و . د راپورونو له مخې دې کنفرانس ته د نورو اسلامي هېوادونو د عالمانو ترڅنګ د ایران او پاکستان دیني عالمان هم بلل شوي وو، … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ننګرهار او لغمان ته مو د ولسمشر له سفره څه زده کړل – خوشال خلیل

د خوشال خلیل لیکنه جلال اباد ته د ولسمشر غني د سفر پرمهال د ولایت د غونډو تالار ته له لیپټاپ سره ننوتم، ولسمشر لا نه و، راغلی ما غوښتل داسې ځای کینم چې د برق ساکټ ورته نږدې وي، تالار خورا ګرم و، ایرکنډیشن کار نه ورکاوه او بادپکیو توده هوا شړله، ناستو خلکو چا له تندي خولې وچولې او چا کاغذ نه ببوځی جوړ کړی ؤ، خو د حامد کرزي په نامه د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

سعودي کې نړیوال اسلامي کنفرانس؛ په افغانستان کې به یې پر جګړې اغېزې څه وي؟

ټاکل شوې، چې د سې شنبې په ورځ به سعودي عربستان د اسلامي همکاریو د سازمان په ملتیا په نړیواله کچه په افغانستان کې د روانې جګړې په تړاو د اسلامي عالمانو د یوه خورا مهم کنفرانس کوربه وي . دغه کنفرانس ته د نړۍ له بېلاـ بېلو هېوادونو، افغانستان او همدا شان پاکستان څخه دیني عالمان بلل شوي . اټکل کیږي، چې په دې کنفرانس کې به د افغانستان د روانې جګړې دیني اړخ … نور ولولئ
سیاست

د قیصاري قضیه؛ د ارګ بې تدبیري به بې ثباتي وزېږوي؟

په فاریاب کې د ولسمشر د تبعید شوي لومړي مرستیال جنرال دوستم د ځانګړي استازي او په زورواکۍ د مشهور قومندان نظام الدین قیصاري نیول کیدو د ارګ د محاسبې برعکس د یوه برخه ولسي هرکلي ترڅنګ یوه برخه توند غبرګونونه هم پارولي . د دې غبرګونونو په لړ کې د یو شمېر شمالي ولایتونو زرګونه خلک هره ورځ د لاریونونو لپاره راوځي، حکومت او په مشخص ډول ولسمشر غني په قومي انحصار، دیکتاتورۍ او … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د افغان سکانو او هندو باورو د یوازیني پارلماني نوماند نریندر سینګ د ژوند کیسه !

لیکوال: عابر شایګان ژباړه: بریښنا ارغند د روانې چنګاښ میاشتې د یکشنبې ورځې د مازیګر پينځه نیمې بجې ورته ډېرې بدې شېبې وې، په دغو شېبو کې د ننګرهار د ولایت مقام ودانۍ ته نیږدې پر دوی چاودنه وشوه ، چې د ده ۹ عزیزان یې ووژل . د ده لاس و غاړه هم په وینو سره ول، په ټپي ځان یې د پلار جسد پر اوږه او د روغتون پر لور منډې وهلې، هیله … نور ولولئ
سیاست

نیابتي جګړه د تقدس په جامه کې !

د مسیح الله نوري لیکنه سر پورته کړئ! شاوخوا وګورئ! نړیوال لګیا دي خپلې سپېرې دښتې په طبیعي او مصنوعي ګلانو زرغونوي، او زمونږ دا شته طبیعت رانه په اورونو کې سوځي. همدا بېګاه ته به دوی ټلویزیون د دې لپاره څاري چې د خپل ملک له نوي پرمختګ خبر شي، مګر مونږ به د ویر او غم په تمه خبرونو ته غوږ نیسو. دوی به سبا له خوبه راپاڅي او ځانته به نوې موخې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ښځې او ټاکنې؛ د منفي او مثبتو دریځونو یوه ارزونه !

د ټاکنو خپلواک کمیسون خبر ورکړی، چې د افغانستان په ۱۳۵ ولسوالیو کې هیڅ یوې کومې ښځينه د ولسوالیو شورا ټاکنو ته کاندیده شوې نه ده . د کمیسون غړي او ویاند حفیظ الله هاشمي ویلي، چې د ولسوالیو شوراګانو ته په ټول هېواد کې ۳۷۳۱ تنه نوماندان دي، چې ۲۷۱ تنه یې ښځینه دي . افغانستان ټولې ۳۸۹ ولسوالۍ لري. د اساسي قانون له مخې د ولسوالیو د ټولو شوراګانو ۲۵ سلنه غړې باید … نور ولولئ