سیاست

د حکومت او طالبانو اوربندونه او بدلیدونکی سیریال

د محمدزمان سهیل لیکنه که څه هم افغان ولس لسېزي د سولې په آرمان تیرې کړي، خو آرمان یې ونه رژید. تیر او اوسني حکومتونو د سولې لپاره ګڼې هڅي وکړي او ښایي په ځینو مواردو کې یې پایلې ورکړي وي، اما هغسې نه، څه ډول چې د ولس هیلې وي او څومره چې مصارف پري وشول. په اوس وخت کې د حزب اسلامې له آمیر ګلبدین حکمتیار سره د حکومت د سولې تړون ښه … نور ولولئ
سیاست

ولسمشر او مخالف سیاستوال؛ پخلاینه یې ضرور او ممکنه ده ؟

ارګ په وروستیو کې د هېواد له یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو سره د ولسمشر غني د جلاـ جلا لیدنو تصویرونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې ولسمشر ورسره د سولې او اوربند په ګډون پر یو شمېر مهمو مسایلو بحث و مشورې كړي دي. دې تصویرونو حکومت پلوو ته د دې خبرو موقع ورکړه، چې ولسمشر آخر هم خپل سیاسي منتقدین خپل حضور ته په ورتلو مجبور کړل، خو حکومت ضدو بیا … نور ولولئ
سیاست

طالب سره سوله؛ سیمه که امریکا لوبه ګټي؟

د وسله والو طالبانو ترڅنګ د امریکا او افغانستان حکومتونو دواړو منلې، چې د وسله والو طالبانو او امریکا استازو په وروستیو کې له یو بل سره لیدلي او د سولې په اړه یې خبرې کړي. د دې خبرو جزیات که څه هم په سم ډول څرګند شوي نه دي، خو په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر دا مستقیمې خبرې د افغان حکومت د مشروعیت لپاره ښه نه دي ګڼلي. کرارکر ویلي، … نور ولولئ
سیاست

روسیې د امریکا لپاره په جنسي ځورونې تورن فلمي ستوری خپل استازی ټاکلی

روسیې د امریکا د متحده ایالاتو لپاره د هالیووډ مشهور ستوری سټیون سیګال خپل ځانګړی استازی نومولی. ښاعلی سیګال چې د هالیووډ په اکشن فلمونو کې لوبیدلی، اوس به د روسیې او امریکا د دوه اړخیزه همکاریو په پیاوړتیا کې خپل هنر ښيي. د روسيې د بهرنیو چارو وزارت په خپله بیانیه کې ویلي، چې ښاعلی سټیون سیګال به د متحده ایالاتو او روسیې ترمینځ په بشري، هنري، کلتوري او د ځوانانو په برخه کې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د قانون حاکمیت او د مدني بنسټونو اغیزناکه رول

لیکنه: غازي عابد په دې لیکنه کې مې لږ هغه څه راخیستي چې ما لیدلي او راته تجربه شوي. مدني بنسټ لکه نوم یې؛ تل د پرمختګونو، ښه ژوند، حقونو، تعلیم لرل، لپاره یې مبارزه کول او په ټوله کې د قانونیت حاکمیت کې ته کار کول … په مانا یې په ذهن کې تصوروو. د مدني بنسټ اصلي دنده دا ده چې څنګه د ټولنې حقوق خوندي شي، څنګه وشي کړای چې د دولت … نور ولولئ
سیاست

د پاکستان مالي مجازات؛ متحده ایالات نور څه باید وکړي ؟

د امریکا متحده ایالاتو کانګریس د دغه هېواد نوې دفاعي بودیجه تصویب کړې، چې له پاکستان سره مرسته پکې تر ټولو لږې کچې ته ښکته شوې. ویل شوي، چې له ۲۰۰۱ څخه دغه هېواد پاکستان ته د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره پراخې مرستې کولې. دا کلنۍ مرستې له ۷۵۰ میلیونه ډالرو څخه پيل شوې او ان تر یو میلیارده رسیدلې وې. امریکا د خپل دې مالي فشار دلیل د حقاني شبکې او لشکر طیبه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه اروپايي هیوادونه چې ښځې په کې نقاب نه شي اغوستلی

راټولونه: مریم محمدي ډیری خلک پدې اند دي چې مسلمانې ښځې د خپلو کورنیو او خاوندانو د فشار له وجې حجاب اغوستلوته مخه کوي، خو وروستۍ څېړنې او له خلکو سره مرکې ښودلې په هغه هېوادونو کې چې مسلمانان د لږکیو په حیث اوسیږي د حجاب اغوستنه مسلمانې ښځې خپله خوښ کړی عمل دی. له کلنو راپه دې خوا په ځینو اروپايي هیوادونو کې بیا د حجاب په اغوستلو بندیزونه لګیږدلي دي. اروپايي چارواکي وایي … نور ولولئ
اقتصاد

د پالیسۍ او ستراتیژۍ پيژندنه او مهم توپيرونه

ژباړه: غازي عابد له سوداګریزه اړخه ستراتیژي یو ډول پلان دی چې په مارکیټ کې د موخو د ترلاسه کولو لپاره ډیزاین شوي وي او همداراز یې په ستراتیژۍ کې د سازماني اهدافو او موخو ته د رسیدو لارښوونې ځای پر ځای شوي وي. که په لنډه یې ووایو؛ دا یو تشریحي پلان دی چې کمپنۍ، اداره یا دستګاه ته لارښوونه کوي، څو خپل اهداف ترلاسه کړي. له بله پلوه پالیسي د قواعدو له هغې … نور ولولئ
سیاست

د ولسمشر او علماوو کنفرانس؛ فساد په توصیو که اقداماتو ختمیږي ؟

پلازمېنه کابل دا ځل د حکومت لخوا د فساد پر وړاندې د مبارزې په تړاو د دیني عالمانو د یوه لوی کنفرانس کوربه و . په دې کنفرانس کې پرسلګونه دیني عالمانو او د مسجدونو پر خطیبانو سربېره ولسمشر غني، اجرایه ریس ډاکټرعبدالله او ګڼو نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و . په کنفرانس کې د وینا پرمهال ولسمشر غني له دیني عالمانو وغوښتل، چې د مفسدینو پروړاندې خاموشي پای ته ورسوي؛ ځکه په خبره … نور ولولئ
سیاست

خطرناکې ارادې؛ امریکا څه لوبه راسره کوي؟

په دوه تازه بدلونونو کې د امریکا متحده ایالاتو چارواکو د وسله والو طالبانو له یوه پلاوي سره د افغان سولې بهیر په اړه مستقیمې خبرې کړي او هم امریکایي چارواکو د خپلې نوې تګلارې د یوې برخې په توګه له ډېرو نا امنو او لیرې پرتو سیمو څخه د افغان ځواکونو د وتو وړاندیز کړی. نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دغه وړاندیز په تړاو د خپلو مقاماتو په حواله لیکلي، چې د وړاندیز هدف په … نور ولولئ