سیاست

افغان ځواکونه او پاکستان؛ په روزلو کې یې ونډه ولري کنه؟

کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي تر سفر وروسته د هغه ویاند محمد فیصل په یوه خبري کنفرانس کې ادعا کړې، چې افغان حکومت سره د افغان ځواکونو د روزنې په اړه هوکړې ته رسیدلي. پاکستاني ویاند د دغې ادعا نور جزیات نه دي روښانه کړي، چې دا هوکړه په کوم منطق له چاسره شوې او په کومه کچه به دوی د افغان ځواکونو په روزنه کې ونډه ولري؟ … نور ولولئ
په زړه پورې

جان کری: ټرمپ ماشوم دی او د تنکې پيغلې په څیر ډاریږي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کیري ولسمشر ډونالډ ټرمپ اته ۸ کلن ماشوم بللی او ویلي يې دي، چې هغه د یوې نوې پیغلې شوې جینۍ په څير ډاریږي. د جان کیري دا ډول غیری ډيپلوماټیکې څرګندونې د ټرمپ د هغه ټویټ په غبرګون کې دي، چې ښاغلی کیری يې د ایران سره په غیری قانوني مجلس تورن کړی دی. ولسمشر ټرمپ وايي، چې جان کیري د ایرانیو مشرانو سره په … نور ولولئ
سیاست

ولسمشر که اعلی سرقومندان؛ غني طالب وژونکی که ورسره خواخوږی دی؟

ولسمشرغني له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په تازه مرکه کې د روانې جګړې پر دوام او پکې د افغان ځواکونو او ملکیانو ترڅنګ د طالبانو پر وژل کیدو خواشیني ښودلې. ښاغلي غني په دغه مرکه کې ویلي، چې هره ورځ د امنیتي راپورونو د لوستو پروخت د دغو لوریو د وژل کیدو خبرونه یې زړه دردوي. دا خبرې په داسې حال کې شوي، چې هم له طالبانو سره جګړه له بل هروخت څخه شدیده شوې … نور ولولئ
اقتصاد

له جنوبي کوریا زده کړه؛ له ژور ناورین نه څنګه خلاص شو؟

لیکوال: مجتبی لشکربلوکیلیک ژباړن: بشر دروېش ایران او جنوبي کوریا شاوخوا ۶۰ کاله مخکې یو ځای را شروع کړه. جنوبي کوریا اوس د نړۍ د اقتصادي قدرتونو له ډلې دی او خلک یې د لوړې کچې ژوند لري. خو ایران د کوریا په پرتله د پياوړو سرچینو او مناسبو شرایطو د لرلو باوجود وروسته پاتې دی. ایرانیان ممکن د دې وروسته پاتې والي دلیل دا راوړي، چې د دوی له وس او کنټروله وتلې ننګونې … نور ولولئ
سیاست

مخکښ جاسوس او مخکښ دیپلومات؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر درپېژنو!

لیکوال: ممدوح المهیني ژباړن: بشر دروېش د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د مایک پمپئو د معرفۍ په مراسمو کې ډونالډ ټرمپ د ټوکې په ډول حاضرینو ته وویل، چې باور یې نه راځي دغه پمپئو به د امریکا د نیویارک له پوځي پوهنتون څخه د انجینرۍ برخې اول نومره فارغ وي. ټرمپ وویل: فکر مې کاوه، چې دا یوه مبالغه ده، څو کسو نه مې واوریدل، باور مې نه راته، خو … نور ولولئ
سیاست

پېلوټه خو نه شوه؛ انارکلي هنریار بل څه ارمان لري؟

انارکلي هنریار د افغانستان د سیاست یوه مطرحه څېره ده. هغه په مشرانو جرګه کې د هندو باورو په سهم انتصابي سناتوره ټاکل شوې. انارکلي سره له دې، چې هندو باورو ته منسوبه ده، خو ډېری افغانان یې له دې کبله ستایي او په ښه نظر ورګوري، چې په خبره یې وطن پاله او په وطن مېنه ده. د هغې یوه ویډیو څو کاله مخکې په ټولنیزو رسنیو کې خورا ډېرمینه وال وموندل. په دې … نور ولولئ
په زړه پورې

ټولنیزې رسنۍ؛ هغه نوې وسله، چې فلسطین پرې اسراییل ماتوي !

لیکنه: بشر دروېش د نړۍ ۲۰ مشهورو هنرمندانو په اسراییلو کې د موسیقۍ له یوه مشهور فستیوال سره بایکاټ وکړ. د متئوراسراییل په نوم د سندرو دا فستیوال په لوړه کچه هرکال ترسره کیږي، چې د نړۍ له مختلفو برخو خاص او د حساب وړ هنرمندان وربلل کیږي. لانا دل ري څه وایي؟ لانا دل ري د امریکا یوه مشهوره سندرغاړې او کمپوز جوړونکې ده. هغې د سپتمبر له شپږمې تر اتمې په جوړیدونکې دغه … نور ولولئ
په زړه پورې

د هوټل دوه کارمندان د ګډ چای څښلو په تور نیول شوي

لیکنه: بشردروېش په سعودي عربستان کې یو مصری له دې كبله پولیسو نیولی او بندي کړی، چې له خپلې سعودي همکارې سره یې د سهار چای په ګډه څښه. د سعودي عربستان د کار وزارت اعلان کړی، چې دغه مصری او همکاره یې دواړه د یوه هوټل کارکوونکي وو. کیسه له کومه پيل شوه؟ کیسه له دې ځایه پيل شوه، چې چا د دغو دوو همکارانو د ګډ چای څښلو ویډیو کړې او په ټولنیزو … نور ولولئ
سیاست

افغان ـ امریکا امنیتي تړون؛ تطبیق که لغوه شي؟

د افغانستان د امنیتي او سیاسي وضعیت له ترینګلتیا سره هم مهاله د افغان ـ امریکا امنیتي تړون د لغوه کیدو غوښتنه هم ډېره اوریدل کیږي. د دوشنبې په ورځ هم د ولسي جرګې د عمومي غونډې یو تود بحث همدا و. د جرګې ریس د غونډې په پای کې د دغه تړون د لغوه کیدو غوښتنه بدرګه نه کړه، خو ټینګار یې وکړ، چې تړون دې له سره وارزول شي. د منتقدینو دلایل د … نور ولولئ
په زړه پورې

اردوغان د ټرمپ پر وړاندې؛ څوک به ګټونکی شي؟

لیکنه: عبدالرحمن راشد ژباړن: بشر دروېش د امریکا پر وړاندې چې هر هېواد ودریږي، سمدستي یا په ځنډ په ګونډو کیږي. امریکا ډېرځله د خلکو په ماتولو کې له خپل اقتصاد څخه د پوځ پرځای ګټه اخلي. نښې نښانې دا دي، چې د ترکیې لپاره هم دا وسلې د استعمال لپاره چمتو شوي. ترکیه له المان او چین څخه پیاوړې نه ده، هغو هېوادونو دا غوره وګڼله چې ټرمپ سره لانجو ته دوام ورنه کړي. … نور ولولئ