سیاست

د ختیځ او لویدیځ ناندرۍ؛ افغانستان څنګه له«سوریه» کیدو وژغورو؟

د ایران پلازمېنه تهران پرون له افغانستان سره د سیمې د یو شمېر مقتدرو هېوادونو( روسیې، چین، هند او ایران) د ګډې امنیتي غونډې کوربه و. دا غونډه، د امریکا په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له عمومي کلنۍ غونډې سره هم مهاله بلل شوې وه چې د یادو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو د لوړپوړیو پلاویو په مشرۍ پکې برخه لرله. لویدیځ او افغانستان ته پيغامونه د غونډې برخوالو ختیزو قوتونو ظاهراً لویدیځ ته … نور ولولئ
سیاست

لانجمنه سیلفي؛ په نړیواله غونډه کې د اکرم خپلواک ګډون ضرور و؟

په سیاسي چارو کې د ولسمشر د ځانګړي سلاکار او استازي ډاکټر اکرم خپلواک یو عکس نن په ټولنیزو رسنیو کې زیات خپریږي، چې دی د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د ګډون پرمهال څرګندوي. ښاغلی خپلواک چې د سولې عالي شورا د دارالانشا ریس هم دی، په دغه عکس کې یې ټلیفون په لاس کې داسې نیول شوی ښکاري؛ لکه خپل سیلفي عکس چې اخلي. د عکس له مخې، خپلواک په ملګرو ملتونو … نور ولولئ
سیاست

عهد تمیمي؛ فلسطینۍ اتله، چې اسراییل لړزوي !

مشهوره فلسطینۍ مبارزه عهد تمیمي در پېژنو؛ دا ۱۷ کلنه پېغله د اسراییلو پر وړاندې د مبارزې په ستر سمبول بدله شوې ده. عهد تمیمي په وروستیو کې، له بنده تر بیا خوشې کیدو وروسته د رسنیو او نړیوالو د پام وړ شوه. عهد په یوه څو اونیز سفر فرانسه مېشتو فلسطینیانو فرانسې ته بللې. د دغه سفر په ترڅ کې یو شمېر نړیوالې رسنۍ له تمیمي سره په مرکو بریالي شوي. دا لیکنه د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

دایمي سولې ته د رسیدو لپاره باید افغانان دا بنیادونه ژوندي کړي

لیکنه: غازي عابد په دې به لیکنه نه اوږدوو چې سوله څه شی دی، ځکه پوهیږو چې سوله یعنې داسې یو ژوند چې له جګړې، وژنې او تاوتریخوالي لرې وي. بدمرغي دا ده چې پرلپسې خونړیو جګړو افغانان ذهناً داسې پوه کړي چې سوله یعنې دا چې پاکستان باید غلی شي، وسله والې او جرمې ډلې زموږ پر ضد حمایه نه کړي، طالبان یا بله وسله وال ډله باید وسله پر ځمکه کیږدي، نړیوال دې … نور ولولئ
سیاست

ټرمپ ریښتیا له غني سره نه ویني؟

  په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له عمومي غونډې سره هم مهاله ځینو رسنیو د دغې غونډې په څنډه کې له ولسمشرغني سره د امریکایي سیال له لورې یې د لیدنې د غوښتنې د ردیدو خبر ورکړی. د هشت صبح او اطلاعات روز په نوم دوو ورځپاڼو دا اونۍ د ولسمشرغني او امریکا د اړیکو په اړه مطالب خپاره کړي او د سرچینو په حواله یې د دغو اړیکو د کم رنګه کیدو ادعا … نور ولولئ
سیاست

په افغانستان کې د ایران سیاسي او مذهبي مداخله

د عدنان ساحل لیکنه افغانستان کې د ایران لاسوهنې هغه مهال پيل شوې، چې کله په ایران کې د دوی په وینا، اسلامي انقلاب په ۱۳۵۷ کال کې بریالی شو. هغوى تر نن ورځې د افغانستان په حکومتي او ولسي چارو کې د اسلامي ورورګلوۍ، خيريه مؤسساتو او شيعه ييزم سره د همدردۍ په پلمه په لوړه کچه لاسوهنې کوي او دا لاسوهنه اکثره وخت د سپین سترګۍ تر بريده هم رسيږی. د سپاه پاسدارن … نور ولولئ
سیاست

د ټرمپ د ګوښه کیدو پلان افشا شو

لیکنه: بشر دروېش د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ادعا کړې، چې د دغه هېواد د عدلیې وزارت مرستیال راد روزنسټاین د ولسمشر ټرمپ د ګوښه کیدو پلان جوړکړی و، خو په تطبیقولو یې بریالی نه شو. د پلان جزیات د نیویارک ټایمز په حواله راد روزنسټاین دا پلان داسې جوړ کړی و، چې د اساسي قانون له ۲۵ مې مادې پکې ګټه اخیستل کیده. دغه ماده واضحه شوې نه ده، چې … نور ولولئ
ټیکنالوژي

ټاکنو کې له بایومټریک وسایلو استفاده او پایله یې

د انتخاباتو کمیسون پلان لري چې د پارلماني ټاکنو په ورځ له واړو بایومتریک ډیواسونو(Mini Biometric Fingerprint Scanner) څخه د درغلیو د مخنیوي په خاطر کار واخلې. لمړی خو دا ښه اقدام دی، چې له ټکنالوجي څخه په ټاکنو کې کار واخیستل سي. بایومتریک نوی څه نده پخوا به خلکو په اسنادونو او کاغذونو باندې په رنګ کړې ګوتې لګولي، خو اوس تر ډیره بایومتریک دیجیتل سوی، له دي ډول وړو ډیواسونه څخه په ترافیکې، … نور ولولئ
سیاست

هند ته د غني سفر؛ د کرزي نیږدې کس څنګه ناکام کړ؟

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون هند ته په یوه ورځیني سفر لاړ، خو د توقع خلاف یې دغه سفر د یوه کامیاب سفر پرځای د ناکام سفر بڼه غوره کړه. د هغه دا سفر په هند کې د هغه د ځانګړي استازي ( سفیر) لخوا تنظیم شوی وو. سفیر شیدا محمد ابدالي په هند کې د ډاکټر غني له سفر ختمیدو سره سم نوموړي ته له خپلې دندې څخه استعفا وړاندې کړه. له دې … نور ولولئ
سیاست

غني او عبدالله؛ ګډ ټاکنیز ټیم به یې څه لوړې ژورې ولري؟

وروستي راپورونه او بدلونونه څرګندوي، چې د ملي یووالي حکومت دوه مشران شریکان ( ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله) د راتلونکي واک د بیا خپلولو لپاره پر یوه ګډ ټاکنیز ټیم په خبرو بوخت دي. تمه کیږي، چې ډاکټر عبدالله به د ۲۰۱۹ په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډاکټر غني د ټاکنیز ټکټ لومړۍ مرستیالي ومني. د ښاغلي غني د دویم مرستیال موضوع لا روښانه نه ده، چې سرور دانش او که د کریم خلیلي … نور ولولئ